CRI Online

د هه لان غرونه د سپوږمۍ په رڼا کې

cri     (GMT+08:00) 2012-06-28 16:14:28

يوه رقصي ډرامه چې نوم يې د هه لان غرونه د سپوږمۍ په رڼا کې دي ، د چين د نين شا هوي قوم د خپلواکې سيمې د اين چوان د هنري تياتر لخوا تمرين او ښودل شوې ، د همدې مسلمان قوم د رامنځته کېدو سرچينه ترسيموي . په دغه ډرامه کې زرګونه کاله مخکې د ورېښمو په لرغونی لار کې يو مسلمان کاروان د بې پايه صحرا او د چين د ژېړ سيند د تېرېدلو په هکله افسانوي کيسه انځورېږي په بله ژبه له دې کيسې څخه چين ته د اسلام مقدس دين د خپرېدا او د چين له لومړي لوي هان قوم سره د يوځاي کېدا تاريخي جريان تمثيلېږي . دغه ډرامه څو څو ځله په مصر ، الجزاير ، قطر او نور عربي هېوادونو کې ښودل شوې او ښه غبرګون يې راپېدا شوی دی . همدغه ډرامه د ملي يووالي او نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډې پرمختيا د پرمخبيولو نښه او ستاينه هم ده .

ددې ډرامې تزيينات ډيری ښکلي دي مثلا د هه لان غرونه ، د ژيړ سيند غاړې ، څرمني کښتۍ ، په صحرا کې سپوږمۍ او د اوښانو کاروان او داسی نور ..... د تبديل شويو تزييناتو ، رنګارنګ څراغونو او ښکليو اهنګونو په مل ډرامه يوه داسی کيسه نندارچيانو ته ورکوي : له لويديځ څخه راغلی يو کاروان د چين د هان او نورو قومونو په مټ ډول ډول ستونزې لېرې کړې او هدف ته رسېدلی دی چې په ترڅ کې يو مسلمان ځوان ناسو د هان قوم له نجلۍ سره مينه پېدا کړه چې د قومي ، مذهبي او دوديزو توپيرونو سره سره يې په پاي کې واده وکړ . ګڼ شمير نندارچيان له دې ښکلۍ کيسې څخه ډېر اغيزمن شوي دي . له هغه وخته راهيسې چې دغه څارګرې ډرامې د ٢٠٠٧ کال په جنورۍ کې د لومړي ځل لپاره په ستيج کې ولوبېده ،د هېواد په شلو ښارونو کې څلور سوه او ديارلس واره ښودل شوې او درې لکه تنه نندارچيان راجلب شوي او لس مليونه يوانه ګټې اخيستل شوې دي.

خو پنځه کاله مخکې ددې ډرامې لوبغاړو دا تصور نشو کولای چې اوسنۍ لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. د پخواني حالت د يادونې په وخت کې ددې ډرامې دايريکتر جانګ تاو په هيجانی توګه وويل چې په هغه مهال کې موږ په يوه خرابه کارخانه کې تمرين کولو ، سره له دې چې کارخانه ډېره لويه ده ، خو د تمرين سالون نه دی ، مګر زموږ لويغاړي ډېري کوششي دي او له نڅاوو سره ډېره مينه لری.له اټکل نه وتلې خبره دا وه چې دغه ډرامې د نڅاوو په څو ملي سياليو کې جايزې اخيستې وې ، علاوه پر دې دغه ډرامه د ٢٠١٠ کال د می په مياشت کې د مصر او قطر د کولتور وزارتونو په بلنه په قاهره ، سکندريه او د قطر په مرکز دوها کې بريالۍ اجرا شوه او د نندارچيانو لخوا ور ته تود هر کلی وويل شو. ددوي په اند په دغه ډرامه کې د چين حکومت قومي تګلاره تبليغ شوې او پر اسلامي کولتور باندي د چين حکومت پوره درناوی څرګند شوی دی . دغه راز له دې ډرامې څخه نه يوازی هنر ، بلکې د ملي يووالي پياوړتيا ، د نړيوالې سولې ساته او د ګډې ترقۍ موندنه هم ترضيح شوېده .

په عربي هېوادونو کې ددې ډرامې تر بريالۍ نندارې وروسته د اين چوان د هنري تياتر عمومي منيجر اين هونګ شين وويل چې په نورو هېوادونو کې زموږ د نندارې وروستۍ پايله زموږ له اټکل څخه وتلې ده ځکه چې مخکې موږ د بريالۍ علت نه پوهېدو . خو په اخر کې پوه شوو چې زموږ د ډرامې کيسه له فارسي او عربي داستانونو سره مشابه ده ، نو د نندارچيانو غبرګونونه يې هم يو شان دي . ښاغلي اين هونګ شين هيله ده چې دغه نڅاګره ډرامه په نورو زياتو هېوادونو کې وښودل شی. هغه وويل چې د تريمسن په فيستيول کې د ډېرو هېوادونو هنري ډلو ګډون کړی ، موږ ته هم بلنه راکړ شوېده . ددوي د نمايش لارې چارې زموږ سره يو شان نه دي ځکه چې دغه ډول فيستيول کې د دومره لويې رقصي ډرامې ننداره نه لېدل کېده . خو زموږ هنري اثر په عربي هېوادونو کې د هرکلی وړ دی ، يقينأ په اروپايي او امريکايي صحنو کې بريالۍ شی. اوس ددې رقصي ډرامې پنځمه اصلاح د نڅاوو او موزيک له نظره ترسره شوې ده چې د پخوا په نسبت موزيک يې نور هم بلند او مضبوط دی او نڅاوې يې نورې هم ښکلۍ ښکاري ، لنډه دا چې دغه ډرامه د هوي قوم د کولتور او تاريخ په عالي او نفيس اثر بدل شوې او پر نين شا باندی د بهرنيانو د پېژندنې يوه کړکۍ ګرځېدلې ده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای