CRI Online

د محمد جان هيله

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 14:42:19
د محمد جان هيله

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس به جوړ شي او له اتياوو مليونو تنو ګوندي غړيو څخه انتخاب شوي ٢٢٠٠ تنه استازي به په بيجينګ کې راغونډ شي چې په کې د ګوند حتی د چين د راتلونکي په اړه د مهمو مسئلو په اړه سلامشوره وکړي. وۍ دنګ ديان، محمد جان او هونګ هان ينګ له دغې جملې څخه د ملي لږکيو استازي دي نو د خپرونې په دې برخه کې د دوی هيلو په اړه څه معلومات تاسو ته وړاندی کړم.

دغه سندره د وۍ دنګ ديان په اړه جوړه ده چې وايی د وۍ دنګ ديان په مټ وکړو له نل اوبه څخه ګټه اخيستې ده. وۍ دنګ ديان د هوبۍ ولايت د هوی قوم په يو کلي کې زيږيدلی، په ١٩٧٥ کال کې هغه له پوځي خدمت څخه بيرته ټاټوبي ته راغلي او د کن زه کلي د ګوندي مشر په توګه وټاکل شو چې تر اوسه يی ٣٧ کاله کار کړی دی. هغه نژدی شپېته کلن دی چې هيله يی ساده ده : د ټاټوبي وګړي له ښه ژوندڅخه خوند واخيستل شي.

زما په اند کان زه غرني کلی بايد د يو چا په مشرۍ او د کليوالو د ګډو کوششونو له لارې شتمن شي څو چې دوي ښه ژوند ترلاسه کړي. دا هم زما اصلی هيله ده. نو زه هروخت د دغې موخې د پوره کولو لپاره خپل لازم خدمت ترسره کوم.

کان زه کلی د هوبۍ ولايت په ليرې سيمه کې پروت دی چې له نژدی ولسوالی څخه د موټر په وسيله څلور ساعته واټن لري. د وۍ دنګ ديان په مشرۍ د ټولو کليوالو د کوششونو په رڼا کې ٣٧ کلونه تير شوي چې دغه غرني کلی په يو شتمن کلی بدل شوی چې سړکونه غځېدلي، د بريښنا، اوبو ، تلېفون او تلېويزون سيستم پرانيستل شوی دی.

سږ کال په جون مياشت کې وۍ دنګ ديان د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د استازي په توګه انتخاب شو چې هغه به د وګړيو هيلې او غږونه دغه غونډې ته ورسوي.

د شينجيانګ د بوريکی کلی ګوندي مشر محمد جان د وۍ دنګ ديان په شان يو مشر دی. دغه کلی د چين او قزاقستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پروت دی چې د اويغور، قزاق او هان قومونو وګړي په کې ژوند کوي.

محمد جان وويل چې د څو قومونو په ګډ استوګنځای کې ملي يووالی د سيمې د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

ملی يووالی زموږ د سترګو په شان ګران دی. د ملي يووالي نه غير به ټولنيز ثبات نه وي او د پرمختګ شونتيا هم نشته چې په پای کې عامو وګړو ته زيانونه ورسيږي.

محمد جان يوه خوا له وګړو سره يو ځای د ښو تجربو، تخنيکونو او د نويو ډولو نباتاتو د اخيستلو لپاره منډې ترړی کړې او بله خوا يی ښې پروژې او امتيازي تګلارې لټولې وي. اوس په دغه کلي کې د غنمو، مڼو او ژويو د روزلو نمونوي اډې جوړې شوې او د هر کليوال په سر کلنی عايدات اتو زرو يوانو ته رسيدلي دي. محمد جان وويل چې د ګوند د اتلسم ملي کانګرس د استازي له ټاکنې وروسته بايد لازيات کوششونه او خدمتونه وکړي.

٤٧ کلن هونګ هان ينګ په شينجيانګ کې زېږيدلی شي بو قوم وګړی دی چې اوس د شانګهای د چيني عنعنوي طب يو پوهنتون کې کار کوي. ځکه چې هغه د ملي لږکيو له دودونو سره اشنا دی او د څو ملي لږکيو په ژبو هم پوهيږي نو هغه اوس په ځانګړی توګه د پوهنتون د ملي لږکيو د زده کوونکو لارښونکي دنده پرغاړه لري.

د دې لپاره چې د ملي لږکيو زده کوونکي ژر ترژره د پوهنتون له نوي چاپيريال سره بلد شي هغه تر وسې پورې ډير کارونه کړي نو زده کوونکي د ده ډېر خوښ دي . هغه د ياد کانګرس د استازي په توګه د ټاکنې په اړه په دی نظر دی:

دا کا وياړ دی خو زما په غاړه دنده نوره هم درنده شوې ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای