CRI Online

د شينجيانګ د ميوو ښه حاصلات

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 19:14:20

د شينجيانګ د ميوو ښه حاصلات

په نومبر کې د شينجيانګ د تودوخې درجه صفر ته نږدی کېږي، خو د اقسو په سيمه کې د کلپين ولسوالۍ د قالما په کلي کې د خرما باغوان بيګ سعيد په دې نظر دی چې اوس د خرما د حاصلولو ښه وخت دی. هغه وويل سږ کال زما د دوه نيم هکتارو په مساحت باغ کې خرما د يو سوداګر لخوا په دريو لکو يوانو ټول خرما واخيستل شوه. زه به په راتلونکې کال کې د حيواني سرو د اخيستلو لپاره نورې زياتې پيسې ولګوم څو چې د خرما توليدي اندازه زياته شی. د خرما ، چارمغزو او مڼو د ليږولو لارۍ لکه د جوجوماجوجو په شان د شينجيانګ په جنوب له دريو ناحيو څخه د هېواد مرکزي سيمو ته روان دي .

د باينغولن د مغولي قوم خپلواک ايالت د چاقلق ولسوالۍ د کرهنيزو چارو ادارې مشر لو تيان پنګ وويل اټکل کېږي چې روان کال به په دغه ولسوالۍ کې د خرما توليدي اندازه به يو اويا زره او اووه سوه ټنو ته ورسېږي ،که د حکومت لخوا د ټاکلې بيې سره سم چې يو کيلوګرامه خرما شپږ دېرشو يوانه وي، د ټولې ولسوالۍ لخوا د توليد شوي خرما ارزښت به نږدي دوه مليارډ يوانو ته ورسېږي او بزګران به ترې زياتې ګټې واخلي.

شينجيانګ په نړۍ کې د ميوو په شپږو لويو توليدي ځايونو کې عبارت دی چې په چين کې هم د ميوو د لويې توليدي اډې په توګه ډير شهرت لري. په شينجيانګ کې د ميوو د روزلو لپاره د اوبو، خاورو، رڼا او تودوخې په شمول ځانګړي او غښتلي طبيعی شرايط او ښيګڼې شته. د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې له منځنې مودې راهيسې شينجيانګ د يو ښيګڼه لرونکي پلان د تطبيق لپاره د ميوو د توليدي اډو د جوړولو هڅونه کړې او څرګند برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د حکمت د زياتو کلونو د کوششونو او هڅونې له لارې په شينجيانګ کې د ميوو روزلو چارې د کليو د اقتصادی پرمختګ او د بزګرانو عايداتو زياتوالی لپاره د ستون رول لوبولی او لوبوي يې . د خبر له مخې په تېرکال کې د شينجيانګ د هر بزګر په سر د ميوو له پلورلو څخه تر لاسه شوې عايد څه دپاسه يو زر يوانو ته رسيدلی و چې د عمومی عايداتو له شل سلنی څخه واړول شو او په ځينو سيمو کې دغه انډول څه دپاسه څلويښت سلنی او تر ټولو اتيا سلنی ته ورسيد.

د ميوو روزلو چارو د پرمختګ له امله نورو ځايونو ته د شينجيانګ د ميوو پلورنه اړينه ده. د شينجيانګ حکومت په وروستيو دوو کلونو کې د ميوو د چمتو کولو توان پياوړی کړی او د هېواد په دننه او بهر کې يې زيات بازارونه لټولي چې په وار سره يې د بيجينګ او شانګهای په شمول شپږو ښارونو کې د ميوو د پلورلو بازارونه خلاص کړي او د ځانګړو ميوو د پلورلو اندازه يې هم زياته کړې ده.

خو له دې امله چې په شينجيانګ کې د مالونو ليږد راليږد چارو پرمختګ سرعت ورو دی او د ميوو توليدي ځايونه له بازارونو څخه ليری واټن لري، نو د ميوو چارو پرمختګ په بهير کې ستونزې پېدا کېږي. که مصرف کونکي غواړي چې د شينجيانګ تازه ميوې وخوري، ډېرې ستونزې بايد لېرې شي. په ارومچي کې د مالونو د اوږد واټنه ليږدونکی شرکت د خاوند په وينا له شينجيانګ څخه بيجينګ ته څه دپاسه شپږ زره او اته سوه کيلومتره واټن شته او د پنځوسو ساعتو د موټر لاره ده . د چين له مرکزي ځايونو څخه ليری واټن، د ليږدولو په لاره کې د ميوو خرابيدا او د ليږدولو اصلي بيې لوړتيا د شينجيانګ د باغوانو په وړاندې خنډونه ګڼل کېږي. د يوې شميرنې له مخې سږ کال په شينجيانګ کې د ښه کيفيت لرونکو ميوو د روزلو پراخوالی څه دپاسه يو مليون او شل لکه هکتارو ته رسيدلی او اټکل کېږي چې د ميوو توليدي اندازه به له اته مليونو ټنو څخه واوړي. د پاتي شويو ميوو کمښت د حکومت لپاره له شينجيانګ څخه د ميوو د لوی باغ د ابادولو پلان د تطبيق په ترڅ کې يوه بيړنې دنده ده. د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ريس مرستيال چيان جی ځنګ د يادو ستونزو په هکله وويل نورو ځايونو ته د شينجيانګ د زياتې اندازې ميوو برابرول د پيل په پړاو کې دي. شينجيانګ به ګام په ګام د هېواد په شمال لويديځه سيمه کې د کرهنيزو توليداتو د ليږدولواو چمتو کولو اډې او د نړيوال سوداګريز مرکز د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای