CRI Online

د څوور په نوم د موسيقۍ يو ډول پوکېدونکې اله

cri     (GMT+08:00) 2014-01-14 21:06:48

د څوور په نوم د موسيقۍ يو ډول پوکېدونکې اله

کله چې يو ځوان ښکارځن د ښکار په مهال کې د ځتلا په نوم ځنګل ته ننوت چې دغه ډول نبات د بانس غوندی دی ، ناڅاپه سخت باد لګېد چې په نتيجه کې يو کتار ځتلا ماته شوه ، ورپسې يوه عجيبه پديده رامځنته شوه چې له مات شويو ځتلاوو څخه لکه د شپېلۍ په وسيله غږول شوی ښکلي اوازونه اورېدل کېدل ، ځوان ښکارځن يوه ماته شوې ځتلا پرې کړه او لومړۍ څوور يې جوړ کړ....... ځوان داشي په داسی حال کې چې په لاس کې يې يوه ځتلا ونيوله ،خبريال ته د څوور په هکله کيسه وکړه .

څوور د شينجيانګ د کناس جهيل په غاړو کې د اوسيدونکو مغوليانو د تووا قبيلې يو ډول ځانګړې موسيقي اله ده چې د ځتلا لخوا جوړېږي او غږول شوی اواز يې لېري ځاي ته خپرېږي.

د ځوان داشي پلار ايرديسي يو مشهور غوږونکی و او ديرش نغمې يې غږولی شو. هغه له دنيا څخه سترګې پټې کړې ، نو تر اوسه پورې هيڅوک نشته چې ديرش نغمې غږولی شی . منکيي د ايرديسي مشر زوی دی چې د داشي مشر ورور هم دی ، له وروڼو څخه يوازنی دی چې څوور غږولی شی. له خبريال څخه د مرکې په مهال کې هغه د ارتاي غره په نوم يوه نغمه وغږوله چې دده د پلار لخوا جوړه شوه .

د څوور وهلو لارې چارې د شپيلۍ غږولو سره مشابه دي ، خو څوور يوازی درې سوري لری . د منکيي په وينا که څه هم د څوور وهلو طريقه يو شان ده ،خو د يو شان نغمې د غږولو اغيزې فرق لری ، ځکه چې هر څوور يوازنی دی او غږونکی يې هم هم بيل دی .

د چين د موسيقۍ پوهنځي دوکتور سان هاي پو په خپل تيزس کې چې نوم يې و د څوور په نوم د موسيقي الې تحليل او تميز ، وليکل چې د څوور د غوره والي او جوړونې لومړي لارې چارې ساتل شوي يعنی د مني موسم په پاي کې د کناس غرنۍ سيمې په چپه لمن کې غږونکي د خپل مټ په اندازه مناسب پخې شوې ځتلا لټوي او د خپلو ګوتو په وسيله د سوريو ځايونه ټاکي چې د دې طريقې په وسيله جوړ شوی څوور د هر غږونکي لپاره ځانګړې اله ګڼل کېږي. چې له امله يې ددوي الې د وهلو ستونزې هم زياتېيږي . غږونکی د غږولو مهارتونو د خپلولو لپاره څو مياشتې تمرينونو ته اړتيا لری او غواړی چې خوږې نغمې وغږوي ، څو کاله تمرينونو ته اړ وي ، نو په دې وجه غوره غوږونکي ډېری کم دي ، خو د تووا قبيلې وګړي په دې باور دي چې څوور غوږونکی له طبيعت سره خبرې کولی شی.

د کنکيي په وينا د توا قبيلې وګړي د وحشي څارويو د ويشتلو او د پسونو او غوايو د پوولو په چارو لګيا دي او څوور له طبيعت سره ددوي د خبرو اترو وسيله ده . منکيي وايي چې د ماشومتوب په موده کې پلار يې موږ ته ويلي چې د ښکار په وخت کې که څوور وغږول شی ، وحشي څاروي به د ښکليو نغمو په اورېدو سره ودرېږي او خواره واره پسونه به هم راغونډيږي.

د منکيي په وينا اوسمهال د ساعتيري لارې چارې ډيرې دي او د څوور زده کوونکي ډېر کم دي او په يوه موده کې هغه په کناس کې يوازنۍ څوور وهونکی و ، خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په کناس کې د سيلانيزو چارو د سمسورتيا سره سم د څوور غږونه د ولسي دودونو د ښودلو حتمی پروګرام ګرځېدلی دی چې په پايله کې يوه اندازه ځوانانو له منکيي څخه د څوور وهلو مهارتونو په زده کولو پيل وکړ . داشي هم ددوي څخه يو دی ،خو هغه وويل چې د څوور غږولو نه پرته د څوور نغمو له راغونډولو سره علاقه يې زياته ده ځکه چې د کيسو ويونکي سپين ږيري ورځ په ورځ کمېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای