CRI Online

د شينجيانګ د قومول د سيلانيزو چارو ادارې په بيجينګ کې دغه ځای ته د سفر په هکله مالومات معرفی کړل

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 20:17:29

د شينجيانګ د قومول د سيلانيزو چارو ادارې په بيجينګ کې دغه ځای ته د سفر په هکله مالومات معرفی کړل

قومول د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د ختيځې دروازې په توګه د ورېښمو د لرغونۍ لارې په غاړو کې شمال لويديځ مرکز و او د شينجيانګ د جغرافيا او کلتور نښه بلل کېږي. د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی سيمې جوړونې او ابادۍ د شينجيانګ د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه جوړوي. قومول ته له بېلا بېلو ځايونو څخه د راتلونکودوستانو هر کلی کوو. د شينجيانګ د قومول د سيلانيزو چارو د ادارې مشرې جاو های يان دغه څرګندونې د بيجينګ د وانګ فو جينګ په پلي سړک کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وکړې.

د روانې مياشتې له لومړې نيټې څخه تر شلمې نيټې پوري د شينجيانګ د قومول په اړه د عکسونو نندارتون په بيجينګ کې د قومول سيمې د اداري دفتر او د قومول د سيلانيزو چارو د ادارې له خوا ترسره شو او د شينجيانګ د دودونو او طبيعي منظرو مثلا په صحرا کې د شمشاد ونو ، د تيان شان غره په لمن کې د کاج ونو ، د کارست توپوګرافي او ولسي عادتونوپه هکله څه دپاسه يو سل عکسونه پکې ښودل شوي دي.

دغه نندارتون د چين د تايوان تنګی د دواړو غاړو د خبري رسنيو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی . جاو های يان د شينجيانګ د ټولنيز حالت په هکله د تايوان خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل شينجيانګ اوس د چټک پرمختګ په حال کې دی او دغه لوی پرمختګونه په شينجيانګ کې د مختلفو قومونو تر منځ د يووالي له امله تر ګوتو شوي دي. هغې وويل اوس د قومول حکومت د هوساينې په چاپيريال کې د اقتصاد او ټولنې د نور پرمختګ لپاره کوښښ کوي چې دا هوساينه نه يوازی د اقتصاد او ټولنې، د اقتصاد او چاپيريال ترمنځ هوساينه ده بلکی د کلتوري راشې درشې ځليدنه هم ده . اوسمهال د بېلا بېلو قومونو تر منځ يووالی ، همکاری، ګډه سمسورتيا او پرمختيا په ټول قومول کې ليدل کېږي. د نندارتون په وخت کې هم بېلا بېلو ټولنو ته بلنه ورکړه شوې چې قومول ته سفر وکړي او په نوره ښه توګه د شينجيانګ په هکله زيات مالومات لاس ته راوړي.

قومول د تيان شان غره له جنوب څخه تر شمال پوري پروت دی چې د غره په جنوب کې صحرايي او سمسورې ځمکې پرتې دي او د غره په شمال کې ځنګلونه او ورشونه تر سترګو کېږي چې دغه ځای ته په يوه ورځني سفر کې د کال په څلورو موسمونو کې ښکلۍ منظرې ليدل کېږي او د لسو کيلومترو په نژدې ځايونو کې د هوا بدلون حس کېږي. نو قومول د شينجيانګ د طبيعت او جغرافيا د يوې هندارې حيثيت لری.

د قومول د سيلانيزو چارو ادارې مشرې جاو های يان وويل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ پلان شينجيانګ ته د پرمختګونو نوی فرصت جوړوي چې له امله يې د دغې اقتصادي سيمې د مرکز په توګه د شينجيانګ مهم اقتصادی او ستراتيژيکی مقام نور هم څرګند شوی دی. سيلانۍ خلاصه چاره او بهر ته د ور د خلاصون يوه مهمه لاره هم ده. هيله من يو چې د قومول په اړه د عکسونو نندارتون په جوړېدو سره د قومول او نورو ځايونو تر منځ کلتوري تګ راتګ پياوړی شي او نور زيات وګړي د سفر لپاره قومول ته لاړ شي.

په قومول کې د سيلانۍ لپاره ښکلۍ منظرې او رنګارنګ دودونه، لرغوني تاريخ کلتور شته. ويلی شي چې قومول د ليدو وړ ځای دی. اوس له قومول څخه د شينجيانګ له لارې نورو ځايونو ته د رسېدو لپاره درې هوايي کرښې او دننه په شينجيانګ کې هم درې کرښې شته او په اوونۍ کې اوه ويشت الوتنې له قومول څخه خوځېږي يا قومول ته رسيږي چې له امله يې د قومول او نورو ځايونو تر منځ اړيکې د نورې ټينګتيا په حال کې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای