CRI Online

د شينجيانګ د يوه لويو پښو لرونکي سړي لپاره د مناسبو بوټونو د لټولو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-29 18:29:40
د شينجيانګ د يوه لويو پښو لرونکي سړي لپاره د مناسبو بوټونو د لټولو کيسه

د شينجيانګ د اوريغوري خپلواکې سيمې د خټن په سيمه کې يو کليوال سړی چې هوديوم بايردي نومېږي او پښې يې ٥٦ نمبر دی. څرنګه چې د ده پښې ډيرې لويې دي او د مناسبو بوټانو اخيستنه د ده لپاره ډېر ستونزمن کار و ، نو له شلو کلونو څخه راپدې خوا هغه يوازی يوه جوړه مناسب څرمني بوټان واخيستل او فقط يې د اختر په ورځو کې پر پښو کول. په عامه ورځو او حتی يې په ژمي کې هم پلاستکي څپلۍ په پښو کوله.

د ٢٠١٤ کال په پسرلۍ کې کله چې د کلي مشران علتي شريف او يانګ ګوه چيانګ په دې خبر شول چې بايردي لوي بوټونه نشوای اخيستی، نو د ٥٦ نمبر بوټونو د اخيستلو لپاره د خټن او ارومچي ښارونو ټولو لويو مغازو ته تللي ، خو تش لاس بيرته راغلل د. په دې حال کې دوي په انټرنيټ کې د ٥٦ نمبر بوټانو د لټولو په اړه يو خبر خپور کړ. له اټکل څخه وتلۍ خبره دا وه چې ډيرو لوستونکو دغه خاص خبر ته ډېره پاملرنه وکړه. د هېواد دننه او بهر کې ډېرو کسانو د بايردي لپاره د مناسبو بوټانو د لټولو لپاره ډېر کوښښونه کړي دي .

د دې خبر د خپرولو په هکله وانګ لي لي خبريال ته وويل چې د خبر تر خپرېدو وروسته ډير تليفونونه راغلي دي ، مثلا د چونچين ښار د بوټونو د ګنډلو فابريکې يو مشر ددې خبر تر لوستلو وروسته سمدستي د بايردي کلي مشرانو ته تليفون وکړ او هيله يې وکړه چې په وړيا ډول د بايردي د ټول عمر لپاره مناسب بوټونه وګنډي ځکه چې موږ بوټونه ګنډو او مسوليت لرو چې هر چا ته بوټونه ورکړو .

کله چې د لي نين د سپورتي وسايلو شرکت د پلورلو څانګې کارکوونکي دغه خبر ولوست ، خپلو ټولو پلورونکو ته يې هم تليفونونه وکړل چې په نتيجه کې يوازی يوه جوړه ٥٦ لمبر بوټونه ولټول شول او بايردي ته وليږل شول څو چې وګوري چې مناسب وي که نه . د انترنيټ يوې لوستونکې چې فان فان نومېږي ، داسی وويل چې زما انا د ټوکري بوټونو په ګنډلو تکړه ده او غواړي چي د بايردي لپاره دوه جوړې بوټونه وګنډي . په مکسيکو کې د يوه چيني شرکت کارکوونکي وي شګوانګ هم په تليفون کې وويل چې هغه به په مکسيسکو کې د بايردي لپاره مناسب بوټونه پيدا کړي ، که ٥٦ لمبر بوټونه پيدا شی ، ژر به بايردي ته وليږي ، په جرمني او سينګاپور کې هم ډير انترنيتي کارونکي هم د بايردي لپاره د لويو بوټونو د لټولو هڅه کوي.

بايردي چې خبر شو چې ډير ملګري دده لپاره بوټونه پيدا کوي، ډير اغيزمن و او د کلي مشرانو ته يې وويل چې اندېښمن يم چې دومره زيات ملګري زما لپاره بوټونه پيدا کوي . هغه بيا په څرګند ډول وويل چې لطفا لږ څه ارزان بوټونه زما لپاره واخلي او بيه يې بايدله سلو يوانو څخه کمه وي . يوازی مناسب بوټونه ولرم ، کيدای شی چې هم په ژمي او هم په دوبي کې پټي ته لاړ شم . د کلي مشرانو ور ته وويل ډير کسان چې جذاب او راښکونکي کرکټر لری، غواړي په وړيا ډول بوټونه تا ته درکړي ، بيا يې يوه ورځپاڼه په ځمکه کېښودله او و يې وغوښتل چې د اندازه ګيري لپاره لوڅه پښه ورباندي ووهي ،په دوهمه ورځ يې اندازه شوې کاپۍ په جلا جلا توګه د بوټونو ګنډلو څو فابريکو ته وليږلې چې غواړي د يايردي لپاره بوټونه ګنډي.

د تير مارچ په مياشت کې په شينجيانګ کې د خلکو د خدمت لپاره فعاليت پيل شو چې دوه لکه تنه چارواکي اساسي يونټونو ته تللي څو چې د وګړو غوښتنې واوري او دوي ته ګټه ورکړي. د يايردي لپاره د بوټونو لټون هم په دې فعاليت کې يو دی ، يقين دی چې يايردي خپل مناسب بوټونه ولټوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای