CRI Online

د چين د مسلمانانو د عربي ژبې خطاطۍ او لاسي اثارو نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 20:00:43

د چين د مسلمانانو د عربي ژبې خطاطۍ او لاسي اثارو نندارتون د تېرې فبرورۍ له ٢٧ مې نېټې څخه د مارچ تر ١٥ مې نېټې پورې په بېجينګ کې د قومي کلتور په ماڼۍ کې هم روان دی. په دې نندارتون کې څه باندې ٢٠٠ عربي خطاطۍ نمونې وړاندې شوي چې د چين د بېلابېلو ځايونو د يو شمېر هنرمندانو لخوا ليکل شوي دي. د خطاطۍ او لاسي اثارو محتويات په عمده توګه بسم الله الرحمن الرحيم، شهادت کلمې، د چين لرغوني شعرونه او عربي ژبې متلونه دي چې د خطاطۍ هنر په برخه کې د چيني مسلمانانو استعداد ترې ښکاريږي.


د قومي کلتور ماڼۍ


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای