CRI Online

ژهان ګلي: په خپل ټاټوبۍ کې به د خويندو او مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره کوښښونه وکړم

cri     (GMT+08:00) 2015-03-31 19:04:37
جان ګلي: په خپل ټاټوبۍ کې به د خويندو او مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره کوښښونه وکړم

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه تازه پای ته رسېدلې. د دې کانګرس د ملي کمېټې يوې استازې جان ګلي د دې غونډې په ترڅ کې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل زه به پخپل ټاټوبي کې د خويندو او مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره په دوامداره توګه کوښښونه وکړم.

دا شينجيانګۍ نجلۍ جان ګلي ايمير نومېږي او د شينجيانګ د قزدلسوقرغز د خپلواک ايالت د عاقتو ولسوالۍ په يو بزګرې کورنۍ کې زېږېدلې. په ٢٠٠٧ کال کې کله چې جان ګلي د منځني ښوونځي لومړۍ دوره پای ته ورسوله، د عنعنوي محدوديتونه يې مات کړل او د هغو کارګرو په ګروپ کې يې ګډون وکړ چې له شينجيانګ څخه بهر يې کارونه کول. ژهان ګلي د جه جيانګ ولايت د څه شي ښار د نساجۍ په يوه فابريکه کې کار پيل کړ. ور پسې د دې تر مرستې او لارښوونې لاندې، څه دپاسه يو زر اوو سوو تنو نورو شينجيانګي نجونو له شينجيانګ څخه بهر کارونه پيل کړل چې په څو کلونو کې يې د خپل ټاټوبي لپاره نږدې لس مليونه يوانه عايدات تر لاسه کړل. خو دغو نجونو ګام په ګام تر واده وروسته والدينيو او کورنيو ته د پاملرنې په موخه بيرته خپل ټاټوبي ته ستنې شولې. جان ګلي دغې مسئلې ته توجه وکړه او د افسوس څرګندولو تر څنګ يې پر دې غور وکړ چې شينجيانګ بايد څنګه د پانګونې د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

په ٢٠١٣ کال کې جان ګلي د ملي ولسي کانګرس د ملي کمېټې استازې وټاکل شوه، هغې پرېکړه وکړه چې په خپل ټاټوبۍ کې به د خويندو او مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره لا نور زيات کوښښونه تر سره کړي. خو د دې په اند، دغې موخې ته د رسېدو لپاره يوازې بهر ته د کارګرو ليږل کافي نه دي. هغې پر دې ټينګار وکړ چې شينجيانګ بايد د نورو سيمو تصديو د پانګونې د راجلبولو لپاره کوښښ وکړي چې ځايي اضافي کارګرو ته د کار او استخدام نور زيات فرصتونه برابر شي.

په تېرو دوو کلونو کې جان ګلي په خپلو کوښښونو او د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې هغه د يوې تصدۍ خاوند پيدا کړې چې په شينجيانګ کې يې د پانګونې نيت درلود. هغې خبريال ته وويل:

(( په ٢٠١٣ کال کې مې د جو جيانګ ولايت د يوې تصدۍ خاوند سوداګر ته بلنه ورکړه چې زما ټاټوبي ته سفر وکړي. هغه له ځايي ليدنې کتنې وروسته وويل چې زما په ټاټوبي کې به پانګونه وکړي. د ده پر پانګونو جوړه شوې فابريکه به د روان کال په مې او يا جون مياشت کې پرانيستل شي او په هغه وخت کې به د اوه اته سوو کسانو د کار مسئله حل شي.))

د جان ګلي په اند، شينجيانګ بايد په دې برخه کې نورې زياتې امتيازي تګلارې پلي کړي، په عين وخت کې بايد د سرچينو، جغرافيايي موقعيت او په کليوالو سيمو کې د اضافي کارګرو په شمول د وړتياوو په وسيله او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو پلان تر لارښوونې لاندې د هېواد د نورو سيمو لا زياتې تصدۍ  راجلبې کړي په تېره بيا هغه شرکتونه راجلبوي چې ګڼ شمېر کارګرو ته اړتيا لري. په دې توګه به نه يوازې د چين په ختيځ کې د صنايعو د کچې لوړولو په ترڅ کې ځينې ستونزې ليرې کړي، بلکې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې به د اضافي کارګرو د کار او استخدام مسئله اساساُ حل شي چې ور سره به د شينجيانګ ثبات او پرمختګ هم وهڅول شي.

جان ګلي په ٢٠١٤ کال کې د وو هان د ساينس او انجنيرۍ په پوهنتون کې د انساني سرچينې کورسونه په زده کړې پيل وکړ او هيله يې وښودله چې تر فارغېدو وروسته به په شينجيانګ کې پانګه اچوونکو شرکتونو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره خدمتونه تر سره کړي. هغې په پوهنتون کې ډېر څه او نوې پوهنې تر لاسه کړې او پکې يې له برېښنايي سوداګرۍ سره ډېره علاقه پيدا کړه. هغه غواړي په راتلونکې کې د برېښنايي سوداګرۍ د ډګر په وسيله د خپل ټاټوبي زراعتي او فرعي توليداتو ته بازار ومومي او د هېواد په نورو سيمو کې ور ته د پلورلو لپاره زمينه مساعده کړي او غواړي له دې لارې ځايي بزګرانو ته ګټې ورسېږي. ژهان ګلي په خپلو کوښښونو سره د ځاني برخليک د بدلون تر څنګ په فعاله توګه يې ټولنې او خپل ټاټوبي ته زيات خدمتونه کړي دي نو هغې په ګرد هېواد کې زياتې ستاينې او ډېرې جايزې تر لاسه کړې دي.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای