CRI Online

شينجيانګ به د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه نړيواله همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-15 16:26:58

څو ورځې دمخه د چين ٣ وزارتونو په ګډه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ٢١مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ په اړه موخې او عمليات خپاره کړل. تر هغه وروسته شينجيانګ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه ګرځېدلې دی.د شينجيانګ بېلا بېل ځايونه په جلا جلا توګه د دغه تاريخي فرصت په نيولو سره له منځنۍ،لوېديځې او جنوبي اسيا سره همکارۍ پياوړې کړي چې لوېديځ ته د ورخلاصون لپاره شينجيانګ ځانګړی رول لوبولی دی.

شينجيانګ له ٨ هېوادونو سره ګډه پوله لري او په کې د هېواد په کچه ١٧ بندرونه شته او د کاشغر او قورغاس په ګډون د هېواد په کچه ٢ اقتصادي پرمختيايي سيمې هم په شينجيانګ کې پرتې دي.دغه راز شينجيانګ ځانګړی امتيازونه لري چې نه يوازې د هېواد لپاره يې خدمتونه برابر کړي، بلکې د ورېښمو لارې پر غاړه هېوادونو ته به هم خدمت ورکړي.

شينجيانګ وړانديز وکړ چې د ورېښمو لارې په اقتصادي سيمه کې مهم ټرافيکي مرکز،سوداګريز مرکز،پولي مرکز،کولتوري او علمي مرکزونه او طبي خدمتي مرکز جوړ کړي تر څو د چين او بهرنيو هېوادونو خلکو ته خدمتونه برابر کړي.

د شينجيانګ د خپلواکۍ ادارې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مدير جانګ چون لين وويل چې په شينجيانګ کې د بنسټيزو تأسيساتو په ګډون يو لړ پروژۍ پلې کېږي تر څو د مرکزي سيمې له پلانونو سره متوازن پرمختګ ومومي.

له تېر اپرېل څخه په شينجيانګ کې څو مهمې پروژې پيل شوې چې په کې د ارموچي د اوسپنيزو لارو د کانتينر مرکز د اپرېل په ٢٢مه نېټه اباد شوی او عمومي پانګونه پکې يو مليارډ ٣٨٠ مليونو يوانو ته رسېدلی چې په چين کې د اوسپنيزو لارو د کانتينر په ١٨ اباد شويو مرکزونو کې يو دی او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په مرکزي سيمه کې يوه مهمه پروژه هم ده.له دې وروسته په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند سيلانيز مرکز جوړ شوی چې عمومي پانګونه پکې څه نا څه يو مليارډ ٤٠٠ مليونه يوانه دي.د شينجيانګ د سيلانۍ او پانګونې د ادارې شرکت عمومي منيجر سونګ جان چنګ وويل چې د دې مرکز تر جوړېدو وروسته به د ورېښمو لارې پر غاړه د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ،لوېديځ ته د سيلانيزې لارې د پرانيستلو او د منځني لوېديځ د اقتصادي پرمختګ لپاره به لارښوونکی رول ولوبوي.

د شينجيانګ د ټرافيک او ترانسپورټ د مديريت مرستيال وانګ يونګ شيوان خبريال ته وويل چې د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې په شينجيانګ کې د ارموچي او اينينګ په ګډون د هېواد په کچه د ٧ سړکونو ترانسپورټي مرکزونه جوړ شوي دي.بر سېره پر دې، د چين او پاکستان، د چين،قرغيزستان او اوکراين ترمنځ اوسپنيزو لارو د ابادولو کارونه به هم چټک شي.

له ٥ کلونو راهيسې د شينجيانګ د کاشغر او قورغاس اقتصادي پرمختيايي سيمې له فرصتونو څخه په استفادې سره پرمختګ موندلی دی.کاشغر د چين په لوېديځ کې پروت دی چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پيل دی.د کاشغر سيمې يو چارواکي چن جه جيانګ وويل چې په کاشغر کې د ټيټو مالياتو د اخيستلو سيمې په کار لوېدلی او اوس په دې سيمه کې د چين او منځنۍ اسيا او لوېديځې اسيا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ پلانونه جوړېږي.کاشغر غواړي د پاکستان له ګوادر بندر سره دوست ښارونو په توګه وګرځي تر څو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادولو په بهير کې همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د نل ليکونو ابادۍ پياوړې کړي.

د قورغاس په ښار کې په نړۍ کې يوازنی نړيوال همکاريز مرکز شته يعنې د چين او قزاقستان ترمنځ نړيوال همکاريز مرکز. د قورغاس د ښاروال مرستيال يانګ شياو مينګ وويل چې اوس په قورغاس کې د نړيوالو مالونو بندر،نړيوال پولي او هوايي بندر د جوړېدو په حال کې دی چې له دې لارې به قورغاس د يو عصري نړيوال سوداګريز ښار په توګه وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای