CRI Online

د چين بېلا بېلې سيمې له شينجيانګ سره مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-17 20:55:11

په وروستيو ٢ کلونو کې د قومي چارو او شينجيانګ کارونه په اړه د مرکزي غونډو روحيو د پلي کېدو لپاره د چين بېلا بېلې سيمې له شينجيانګ سره مرستې برابرې کړي چې د چيني خوب د پوره کولو لپاره يې خپل خدمتونه تر سره کړي دي.

د بېجينګ د تيان تان روغتون ډاکټر چي وی چې اوس د شينجيانګ د ختن سيمې په ولسي روغتون کې کار کوي،وويل چې که څه هم په دغه روغتون کې د جراحۍ لازم الات شته،خو د طبي کارکوونکو ځانګړي تخنيکونه او په بيړنيو حالتو کې د بيړنيو طبي مرستو توان کمزور دی. نو پرېکړه يې وکړه چې په دې روغتون کې به يو کال کار وکړي.

د طبي برخې نه پرته له دوو کلونو راهيسې بېجينګ ښار ٢٠١ مرستندويه پروژې پلې کړي او پکې پانګونې يې ٢ مليارډو او ٥٦ مليونو يوانو ته رسېدلې دي چې په کې ٦٨٥ مليونه يوانه د کليوالو سيمو د کورونو په ابادۍ کې لګول شوی چې څه د پاسه ٦٢ زرو کورنيو ته يې ګټې رسولي او ١٦زرو ٥ سوو تنو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

بر سېره پر دې، شانګهای او د جه جيانګ او جيانګ سو په ګډون ولايتونو هم د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي دي.د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې د شينجيانګ څه نا څه ٣ زره سيمې د بېلا بېلو ځايونو مرستې تر لاسه کړي او ١٦١٢ مرستندويه پروژی په وار سره بشپړې شوې دي چې سيمه ييزو وګړو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.په وروستيو ٥ کلونو کې د چين د قومي چارو کميټې اړوندې څانګې همغږې کړې چې له شينجيانګ سره د ٢ مليارډو او ٦٤٥ مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه پانګې لګولې چې د شينجيانګ د پرمختګ برخو کې يې ستر او اغېزمن رول لوبولی دی.

له شينجيانګ سره د مرسته ورکولو په بهير کې د سرحدي سيمو ثبات او دايمي امنيت تل بنسټيزه مرستندويه موخه ده.

په وروستيو ٢ کلونو کې د شان دونګ ولايت د قومي چارو کميټې تر همغږۍ لاندې د شوګوانګ په ښار کې د ملي لږکيو د سبزيو د کرلو تخنيکونو د روزنې اډه جوړه شوې ده چې د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو ملي لږکيو خلکو اړوندې روزنې تر لاسه کړی.بر سېره پر دې، د دې اډې کارکوونکو هم د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې د سبزيو د کرلو تخنيکونو لارښوونه کړې چې له دې امله د سيمه ييزو وګړو د استخدام انډول ډېر لوړ شوی او د سيمه ييزو چارو د دواملرونکي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر شوی دی.

د لياو نينګ ولايت ٢ لويو تصديو څو ځلې له شينجيانګ څخه ليدنې کړې او له سيمه ييز حکومت سره يې د همکارۍ په اړه سلامشورې وکړې.له ٢٠١٢ کال راهيسې يې په ختن او شمالي شينجيانګ کې د ٢٠٥ مليونو يوانو په ارزښت پنبې اخيستې دي چې د سيمه ييزو اړوندو چارو پرمختګ چټک شوی او د پنبو د کروند ګرو عايدات ورسره ډېر لوړ شوي دي.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د قومي کميټې يو مسؤل وويل چې له شينجيانګ سره د مرسته ورکولو په کارونو کې دې د ملي لږکيو مالدارانو د توليدي او ژوندانه شرايطو د ښه والي او د پرمختګ لپاره خپل توان د روزنې په اړه د نظريو تبادله وشي.

تر اوسه پورې د هو بې ولايت ١١٠٠ تنو ګوندي چارواکو د شينجيانګ د بورتالا د مغولي خپلواکې ادارې سيمې له ١١٠ کورنيو سره مرسته کړې.

د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې بېلا بېلو مرستندويه ولايتونو د شينجيانګ ٨٦ زره د بااستعده کسانو روزنه کړې او ٢٣٠٠ غوره کسان يې راجلب کړي چې په شينجيانګ کې کار وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای