CRI Online

په بېجينګ کې د روژې مياشتې لومړۍ جمعه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 11:32:28


د نيو جه جومات لويه دروازه

د جون ١٩ مه نېټه د روژې مياشتې له دوهمې ورځې سره برابره وه او د روانې روژې مياشتې لومړۍ جمعه هم وه. په همدې ورځ په بېجينګ کې زيات چيني او بهرني مسلمانان په جلاجلا توګه د لمونځونو ادا کولو لپاره بېلابېلو جوماتونو ته تللي وو.

په همدې ورځ په نيو جه جومات کې چې په بېجينګ ښار کې لومړی لرغونی جومات ياديږي، زرګونه چيني او بهرني مسلمانان راغونډ شوي وو. د نيو جه جومات د اداري کمېټې غړي اخوند ابوبکر وويل، دغه جومات يې د روژې مياشتې د لمونځ کولو د مراسمو لپاره ښه چمتو کړی دی. ده وويل:

((نن د جمعې ورځ ده په هره اوونۍ کې يوه د جمعې ورځ شته. نن په نيو جه جومات کې مسلمانان ډېر دي. مسلمانان ډېر دي. په عادي وخت کې دلته تقريبأ دوه سوه تنه راځي، خو نن د لمونځ کوونکو شمېر له ١٥٠٠ تنو څخه تر ٢٠٠٠ تنو پورې دي. ځکه چې اوس د روژې مياشت ده، دغه راز نن جمعه هم ده، نو دلته د راغليو مسلمانانو شمېر زيات دی. ډېر چمتوالی مو نيولی دی، موږ نه يوازې د جومات په دننه کې، بلکې په بهر کې مو هم غالۍ غوړولې دي.

ستاني حسن چې په دې وروستيو ورځو کې بېجينګ ته د کاري سفر لپاره راغلی، د لمونځ کولو لپاره د نيو جه جومات ته راغلی. هغه خبريال ته وويل، زه پدې ډېر خوشحاله يم، چې په بهرني هېواد چين کې د کار په ترڅ کې هم د روژې مياشتې د جمعې ورځې په ديني مراسمو ترسره کولو کې ګډون کوم. ده وويل:

(( ډېر ښه احساسوم، په نيو جه جومات کې مې هغه تاريخي کتيبې هم ليدلې چې د ډېرو مشهورو مسلمانانو نومونه پرې حکاکي شوې دي، نيو جه جومات د بېجينګ ښار په مرکز کې پروت دی او د مسلمانانو د لمونځ او عبادت لپاره ډېر مشهور جومات پکې ی.))

په چين کې د سوډان سفارت لخوا جوړ شوی جومات په بېجينګ کې د عربي مسلمانانو د راغونډېدلو ځای دی. په بېجينګ کې سوډاني محصل خالد څوڅو ځلې په چين کې د روژې مياشت تېره کړې ده، هغه وايي، که څه هم په خپل ټاټوبي کې نه يم، خو په بېجينګ کې د روژې مياشتې فضا لاهم ډېره ښه تېروم.

((البته په سوډان کې کوچنی اختر هم د خوښيو په حال کې تېريږي ، ځکه چې له خپلو کورنيو غړو سره يوځای دغه مياشت تېروو. خو دلته په چين کې د اختر د لموانځه فضا هم له خوشحاليو څخه ډکه وي ، زه له سوډاني ملګرو سره يوځای دلته لمونځ کوم او د روژې مياشت تېروم او له دې امله هم له دې امله د خپل ټاټوبي د يادولو احساسات کم شوي دي.))

د روژې مياشت د اسلامي جنترۍ نهمه مياشت ده او پيل او پای يې د مياشتې د رامنځته کېدو له مخې ټاکل کيږي. دا چې په بېلابېلو ځايونو کې د مياشتې د رامنځته کېدو وختونه بېل دي، نود مختلفو هېوادونو او سيمو د مسلمانانو لپاره د روژې مياشتې د پيل وخت هم مختلف دی. سږکال د چين په بېلابېلو ځايونو کې د جون مياشتې ١٨ مه نېټه د روژې مياشتې د پيل ورځ وه .

د مسلمانانو لپاره د روژې مياشت په يو کال کې تر ټولو مياشتو ډېره د نيکمرغۍ او درنه ده. د اسلامي دين د شريعت له مخې، د روژې په مياشت کې مسلمانان هره ورځ بايد د لمر له ختلو څخه تر لوېدو پورې روژه ونيسي او د دې مياشتې له بشپړېدو وروسته به د مسلمانانو مهم اختر يعنې کوچنی اختر راشي او د روژې مياشت به پای ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای