CRI Online

د روژې په مياشت کې د يوه چيني مسلمان کورنۍ

cri     (GMT+08:00) 2015-07-15 16:36:05

لي دان يو مسلمان دی اود چين د بېجينګ ښار اوسيدونکی دی . هغه په کوچنيوالي کې له خپلې نيا سره ژوند کاوه. نوموړی وايي، زما نيا د اسلامي شريعت ډېره پابنده وه. زه کوچنی وم چې هغې به يوه مياشت د ورځې لخوا هيڅ نه خوړل . يوه ورځ مې له هغې څخه مې پوښتنه وکړه ، نيا ، ولې ته ډوډۍ نه خورې؟ هغې ځواب راکړ ، اوس د روژې مياشت ده، له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې بايد روژه ونيسم. په هغه وخت کې زه د هغې په خبرو لږلږ پوه شم. کله چې لوی شوم، نو اوس د روژې مياشتې په معنا پوره پوه شوی يم. زما نيا تل د خپل هر عمل او وينا له لارې ما ته د اسلامي کلتور او عادتونو په اړه معلومات راکړي دي. نن زه پلار شوم او د خپلې لور تعليم ته هم ډېره پاملرنه کوم. په عين وخت کې زه هميشه د اسلامي پوهې زده کړه کوم او کله کله زما لور ته هم د اسلامي دين په هکله معلومات او کيسې وايم او دا کيسې لور مې ډېرې خوښيږي. د روژې په مياشت کې هغه هم له ما سره د لمونځ د ادا کولو لپاره جومات ته ځي. زما په اند د کولتور د په ميراث اخيستلو اهميت دا دی چې موږ بايد هر وخت ددې کولتور د خپرېدو لپاره هڅه وکړو . هيله لرم چې زما هر عمل او وينا پر خپلې لور باندی ښې اغيزې وکړي لکه څنګه چې د کوچنيتوب په موده کې پر ما زما د نيا اغيزې وې . (زرينه)


د لي دان کورنۍ د بېجينګ په يوه جومات کې د روژه ماتي لپاره انتظار کوي


1 2 3 4 5 6 7
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای