CRI Online

د ٢٠١٦ کال د ورېښمو د لارې د پېژندنې علمي فعاليت په رسمي توګه پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-09-01 17:10:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې تر منځ د لارې د پېژندنې علمي فعاليت چې د ورېښمو لارې په اړه د شينجيانګ د نړيوال کلتور د تبادلې او پرمختګ مرکز لخوا ترتيب شوی، د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې به په شينجيانګ کې ترسره شي. د اګست د ٣١مې نېټې تر غرمې وروسته دغه علمي ډله د شينجيانګ کاشغر ته ورسېدله. د ورېښمو د لرغونې لارې څېړونکي، او د لرغون پېژندنې په اړه کارپوهان چې د چين د علومو اکاډمۍ، د بېجينګ پوهنتون، د خلکو پوهنتون، د فو دان پوهنتون او جونګ شان پوهنتون په شمول د مشهورو پوهنتونونو څخه راغلی، په دې ډله کې شامل دي.

په راتلونکو لسو ورځو کې به د دې ډلې غړي د ورېښمو لارې له تر ټولو لوړ ځای پامير لوړې څخه ليدنه کتنه وکړي او د چيني تمدن د سرچينې او بدلون په اړه به د اړوندې څېړنې کارونه ترسره کړي چې د چيني مليت د کلتوري سرچينې په هکله د عامه وګړيو غور او پاملرنه راجلب کړي. دغه ډله به د ځای پر ځای پلټنې او مرکې کولو له لارې نړيوالې ټولنې ته د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو ستراتيژي په اړه د چين د لارښوونې د تمدن بنسټ وښيي او نړۍ ته به د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان په اړه د انسانانو د ګډ برخليک لوری څرګند کړي.

د چين نړيواله راډيو به د دې علمي فعاليت په اړه هراړخيز راپورونه چمتو کړي. د سي ار ای ويبپاڼه، د چين د نړيوالې راډيو، ټلويزيون او انټرنيټې شبکې د عمومي شرکت په اړه څو ځانګړي چنلونه به د نوي ډول خبري رسنيو په وسيله ګردې نړۍ ته د دې علمي فعاليت په اړه مالومات وړاندې او وروپېژني.

د چين د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې ادارې څېړونکي او د دې علمي فعاليت د ډلې مشر وو شين هوا د اګست په ٣١مه نېټه په کاشغر کې وويل، زموږ وړانديز دا دی چې علومو او پوهنې بايد د اوسنۍ ټولنې لپاره خدمتونه وکړي، نو د دې علمي فعاليت په اړه مالومات به د خبري رسنيو لخوا خپاره شي.

ښاغلي وو شين هوا وويل، د دې علمې فعاليت په اړه دغه لاره په لرغونې موده کې د چين او لوېديځ ترمنځ د تګ راتګ په لارو کې تر ټولو مهمه ده، موضوعات يې هم ټول د چين له تمدن سره مهمې اړيکې لري. نو ويل کېږي چې دغه علمي فعاليت د چين کلتور او تاريخ ته د بياکتنې په برخه کې يو مهم فعاليت دی. د دې فعاليت عنوان لکه څرنګه چې ښکاري ښايي ډېر لوی دی، نو دغه فعاليت هم زموږ د علمي ټولنې فعاليت دی او هم له خبري رسنيو سره د همکارۍ او ټولنې ته د چيني تمدن، د ورېښمو لارې او له چين څخه بهر د لوېديځې سيمې د تاريخ او کلتور په اړه زموږ د پېژندنې، بياکتنې او نوې لاسته راوړنې د څرګندولو بهير هم دی.

ښاغلي وو شين هوا د دې علمي فعاليت د هدف په اړه وويل، زموږ موخه د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې ترمنځ د لارې د غځېدو حالت پېژندل دي. دا مستقيمه علمي لاسته راوړنه ده. بله خوا دغه فعاليت به ښايي د چيني تمدن او ورېښمو لارې له نورو ډېرو برخو پورې هم اړه ولري، دا مستقيمه بياکتنه، پېژندنه او تبليغات دي. هغه وويل، دا لومړی ځل دی چې علمي فعاليت له خبري رسنيو سره دا ډول همکاري کوي، هغه هيله لري چې د خبري رسنيو له لارې زموږ علمي لاسته راوړنې عامو وګړيو ته په ښه توګه څرګندې او وړاندې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای