CRI Online

د پامير په لوړه کې د زردشتي دين کنډوالو په پيدايښت سره ښايي تاريخ بيا وپېژندل شي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-14 21:21:26

د روان سپتمبر په ٤مه نېټه د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې د کون لون او د ژېړ سيند د سرچينې د علمي څيړنې ډله د شينجيانګ د پامير لوړې په لوېديځ کې د تاشقرغان تاجک خپلواکې ولسوالۍ ته ورسېده او په دې ولسوالۍ کې د سپينو او تورو باريکو ډبرو په نوم د لرغونو مزارونو د کنډوالو په اړه علمي څيړنه يې وکړه چې کابو ٢٥٠٠ کاله تاريخ لري او د زردشتي دين په سرچينې پورې اړه لري. د کارپوهانو په اند، د دغو کنډوالو په پيدايښت سره دا تصديق شوی چې شينجيانګ د نړيوال تمدن د يو مهم ځای په توګه د اسيا او اروپا د لويو وچو ترمنځ د تمدنونو په تبادله کې نه بدليدونکی رول لوبولی دی. دغه موندنه ستر تاريخي ارزښت لري.

د زردشتي دين په لرغونۍ زمانه کې په فارس، منځنۍ اسيا او د چين شينجيانګ کې مراوج و، دغه دين د لرغوني فارس ملي دين و او د بودايي، يهودي او مسيحی دينونو تر رامنځته کېدو مخکې په اسيا او اروپا کې ډېر اغېزمن دين هم بلل کېده.

د شينجيانګ په تاشقورغان تاجک خپلواکه ولسوالۍ کې موندل شوي مزارونه له دې امله د سپينو او تورو ډبرو په نوم شهرت لري چې د ځمکې په سطح ډيرې سپينې او تورې ډبرې خورې ورې پرتې دي . دغه کنډوالې په شينجيانګ کې د چين د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې ادارې د يوې ډلې لخوا په ٢٠٠٧ کال کې پيدا شوې. د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې د کون لون او د ژېړ سيند د سرچينې د علمي څيړنې ډلې مشر وو شين هوا چې د کنډوالو د کيندلو او د ښخ شويو شيانو د تنظيمولو کارونه په غاړه لري ، داسې وويل

ديارلس کاله کيږي چې موږ د پامير په لوړه کې څيړنې کړې او زيات تاريخي اثار مو نه دي موندلي ځکه چې په دې سيمه کې تاريخي شيان ډير کم دي . يو وار يو کليوال ما ته ويلي چې په يو ځاي کې ډيرې سپينې او تورې تيږې پرتې دي چې کله هغه ځاي ته ورسيدم او و مې کتل چې دغه ځای ډير ځانګړی دی ، په هغه وخت کې زما په فکر کې زردشت نه وو .

د شپږو اوو کلونو چمتوالي وروسته لرغون پيژندونکو په دوه زره ديارلسم کال کې د دغو مزارونو رسمي کيندنه پيل کړه چې دوه کاله يې دوام درلود . تير کال لرغون پيژندونکي کارونه په ابتدايي توګه پاي ته ورسيدل او څو سوه کاسې او نور شيان وموندل شول چې د اور عبادت لپاره لرګينې او خټينې قبله ګاوې پکې شاملې دي ، دغه راز پيدا شوي سپينې او تورې مهرې او د باز د سر هډوکي په زردشتي دين پورې اړه لري .

د ښاغلي وو په وينا ځينو پوهانو ويلي چې زردشتي دين په فارس کې رامنځته شوی، خو په شينجيانګ کې دغه موندنه دا ښيي چې دغه دين لومړی په منځنۍ اسيا کې رامنځته شوی .

ښاغلي وو وويل

تر کيندنې وروسته موږ د لرغون پيژندنې په هکله لومړنی راپور او بيا علمي ليکنې هم خپرې کړې دي ، لرغون پيژندونکي لومړی حيران شول او بيا يې شکونه وړاندی کړل ، خو اوس يې زما نظريې ومنلې .

د روانې مياشتې په څلورمه نېټه هغو پوهانو چې په ياده علمي څيړنه کې يې ګډون کړی ، د يادو کنډوالو د موندلو او د ښاغلي وو د کوششونو ډيره ستاينه وکړه . د چين د مرکزي قومي پوهنتون پروفيسر شان اين بين وويل

موږ پوهيږو چې د دوديزې ادعا له مخې زردشتي دين په فارس کې پيدا شوی، خو زموږ په تاريخي کتابونو کې د شينجيانګ په ډيرو ځايونو کې ددې مذهب په هکله زيات مالومات ليکل شوي دي. مثلا يو نيم زر کاله مخکې په تاريخي سندونو کې د دې دين په هکله يادښتونه ليدل کيږي . ښاغلي وو ډير کارونه ترسره کړي دي .

د جون شان پوهنتون پروفيسر ليو ون سوو دا نظر لري چې په شينجيانګ کې د زردشتي دين د کنډوالو پيدايښت اهميت دا دی چې چين ته د بودايزم د خپرېدو مخکې په شينجيانګ کې څو ډوله مذهبونو شتون درلود.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای