CRI Online

د ورېښمو لارې د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې په هکله علمي څېړنه په برياليتوب سره ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 20:25:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦کال د ورېښمو لارې د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې په هکله علمي څېړنه د سپتمبر په لومړۍ نېټه پيل شوه، د روانې مياشتې په ٨مه نېټه د دې څېړنې کاروان د شينجيانګ کاشغر ته بيرته ستون شو، له دې څخه ښکاري چې دغه علمي څېړنه په برياليتوب سره پای ته سېدلې ده.

دغه علمي څېړنه د ورېښمو لارې په اړه د شينجيانګ د نړيوال کلتور د خپرېدا او پرمختګ مرکز په کوربتوب جوړ شوې وه، تر لسو ډېر کارپوهانو او د چين نړيوالې راډيو د خبريالانو په شمول د خبري رسنيو ډلې د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې له هغې لرغونې لارې څخه ليدنه کتنه وکړه چې د چين او بهر تر منځ د تمدن د تبادلې لپاره ستر اهميت لري. د کارپوهانو په اند، د ورېښمو لارې د بيا کتنې او د اقتصادي کمربند او د ورېښمو د سمندري لارې د جوړولو فرصت په کارولو سره به د شينجيانګ راتلونکی پرمختګ ډېر د پاملرنې وړ وي.

شينجيانګ د ورېښمو په لرغونې لاره کې چين ته د ننوتلو دروازه ده، کاشغر د ورېښمو لارې په جنوبي کرښه کې يوه مهمه ولسوالۍ ده، د دې ځای له لارې د کون لون غره او د پامير لوړې څخه په تېرېدو سره د منځنۍ او جنوبي اسيا ته د ننوتلو لاره په دې علمي څېړنه کې د کارپوهانو لخوا د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې لاره ګڼل کېده. دغه لاره نه يوازې د سوداګرۍ معاملو لرغونې لاره ده چې څو زره کاله تاريخ لري، بلکې د چينايانو او بهرنيو د تګ راتګ لاره هم ده. که څه هم په ډېرو تاريخي کتابونو کې د دې لارې په اړه مالومات ياد شوي، خو د دې لارې واقعي خوا څنګه ده؟ ترانسپورټي حالت يې څنګ دی؟ خلک په دې اړه څرګند او بشپړ مالومات نه لري.

د يادې علمي څېړنېزې ډلې په اته ورځني سفر کې غرونه، سيندونه او په هسکو ټيټو سفر تېر کړ او د چين او پاکستان، د چين او افغانستان سرحد ته ورسېدله چې د سفر لارو اوږدوالی يې تر ١٥٠٠ کيلومترو څخه ډېر و. د دې علمي څېړنې ترتيبوونکي او د چين د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې ادارې د شينجيانګ ډلې مشر وو شين هوا، د ځاني پېژندنې او څارنې په وسيله مو د ورېښمو لارې د جنوبي کرښې د واقعي خوا په اړه څېړنې وکړې، دا د دې علمي څېړنې فعاليت يو ستر برياليتوب دی.

د ورېښمو لارې د سمسورتيا او بيا د کمزورتيا بهير څنګ و؟ د دې لارې د رامنځته کېدو لامل او هڅوونکی قوت په څه کې و؟ د لرغون پېژندنې، تاريخ، هنر او کلتور په برخو کې کارپوهانو په دې سفر کې د دغو موضوعاتو په هکله خبرې اترې کړې دي. ويل کېږي چې دغه سفر د دوی د نظريو د تبادلې سفر هم و.

د پخوانيو علمي څېړنو په نسبت، د دې علمي څېړنې يوه ځانګړتيا دا وه چې د خبري رسنيو په وسيله د دې سفر په ترڅ کې تر لاسه شوي مالومات پر وخت ټولنې ته خپاره شول. د ښاغلي وو شين هوا په اند، د لرغون پېژندنې له خبري رسنيو سره همکاري کول د چين د لرغون پېژندنې په برخه کې يوه ازموينه ده. هغه وويل، دغه شان مو ټولنې ته د چيني تمدن او د ورېښمو لارې د پېژندنې، بياکتنې او د نويو لاسته راوړنو د ګټلو بهير څرګند کړی دی. د چين نړيوالې راډيو خبريالانو په دې ترڅ کې ډېر کوښښونه کړي او د دې علمي څېړنې د برياليتوب لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

درې کاله مخې، د چين ولسمشر شي جين پينګ له قزاقستان څخه د کتنې په وخت کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو د سمندري لارې د جوړولو پلان وړاندې کړ چې د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تود هر کلی يې تر لاسه کړ. دغه علمي څېړنې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان په اړه د کلتوري بنسټ او تاريخي سرچينې پيدا کړې چې ستر واقعي اهميت لري. ښاغلي وو شين هوا وويل، مخکې شينجيانګ د ختيځ او لوېديځ د تمدنونو د تبادلې له امله سمسور شوی، اوس شينجيانګ د يوه کمربند او يوې لارې په مرکزي سيمه کې پروت دی، نو د پرمختګ پراخه اينده لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای