CRI Online

ايرانيان د شينجيانګ هنر او کلتور ډېر خوښوي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-29 16:35:52

د ٢٠١٦ کال د چين د پېژندنې په نوم ايران ته د چين د لوېديځو سيمو کلتوري سفر فعاليت چې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ځايي حکومت او په ايران کې د چين د سفارت لخوا يې کوربتوب کېده، څو ورځې مخکې د ايران په پلازمينه تهران کې ترسره شو. په دې فعاليت کې د شينجيانګ تر عنوان لاندې د کلتوري فورم، د سندرو او نڅاو ننداره، د عکسونو نندارتون او د موسيقې الو او جامو نندارتون شامل وو او د ايرانيانو تود هر کلی يې تر لاسه کړ. د مالوماتو له مخې، په څو ورځو کې د دې نندارتون د نندارچيانو شمېر له ٣٠٠٠ څخه زيات شو.

د تهران د شهيد بېهشتي پوهنتون د چيني ژبې څانګې زده کوونکې جينګ يا له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، دغه نندارتون او ننداره ډېره په زړه پورې وه، ما او زما ملګري دا خبر واورېد چې د چين حکومت به په تهران کې د کلتور تبادلوي فعاليت ترسره کړي، موږ ډېر خوشحال يو او ځينو ملګرو مو دغه ځای څو ځلې کتلی. د شينجيانګ قومي جامې او موسيقې الې زموږ له جامو او موسيقې الو سره ورته دي او موږ ته يې د مهربانۍ احساسات راکړل.

د جينګ يا ټولګي وال فردين خبريال ته وويل، موږ په درسي کتاب کې دا لوستلي چې چين يو تنوع تمدن لرونکي هېواد دی. د دې فعاليت په وسيله مو د چين په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړل او غواړو چې شينجيانګ ته سفر ورکړو.

شينجيانګ د ورېښمو لارې په مهم ځای کې پروت دی، ايران هم د ورېښمو په لرغونې لاره کې يو مهم سټېشن و. د دواړو خواوو تر منځ کلتوري تبادله اوږد تاريخ لري. فاردين وويل، دا مالومه ده چې په ١٤٨م کال کې د ان شي امپراطوري ملت شاهزاده ان شيه ګاو د چيني ژبې د زده کړې لپاره د چين لو يانګ ښار ته ولاړ او ور پسې يې څه دپاسه يو سل بودايي مقدس کتابونه ترجمعه کړل. اوس زه هم د چيني ژبې په زده کړه بوخت يم. غواړم چې ان شه ګاو نمونه وټاکم او د ايران او چين تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره خدمتونه ترسره کړم. هغه زياته کړه، اوس چين او ايران په ګډه د يوه کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ګډون کوي، اوس زه په ايران کې چيني ژبه زده کوم، په راتلونکي کې به د کار د پيدا کولو لپاره ډېره ګټوره وي.

خبريال د مرکې په وخت کې دا پيدا کړه چې ځينو ايراني کورنيو په غرمه کې د تفريح وخت په کارولو سره د چين دغه نندارې وکتلې. يوې ايرانۍ ښځې خبريال ته وويل، زه له چين سره ډېره علاقه لرم، نو نن ورځ مې له خپل خاوند او زوی سره يو ځای دغه نندارتون څخه ليدنه وکړه. د دې نندارتون تر کتلو وروسته ما احساس کړی چې د چين هنر او کلتور ډېر ښايسته دی، ډېر خوښ يم چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې مخ په نږدې کېدو دي.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مامور ځوه فنګ د دې کلتور فعاليت په موده کې د ايرانيانو د شوق او ذوق په اړه ژوره خاطره لري او خبريال ته يې وويل، څو ورځې مخکې د يوې نندارې تر پيل کېدو مخکې، يو ايراني هنرمند د خپلې موسيقې الې په وړلو سره راتلی او له شينجيانګي هنرمندانو سره يې تبادله وکړه او په پای کې يې وغوښتل چې د نندارې په ډګر کې له شينجيانګي هنرمندانو سره په ګډه ننداره وکړي.

خبريال د نندارې او نندارتون په ځای کې يو خبري کتاب پيدا کړه چې پکې د ايرانيانو ويناوې ليکل شوې وې، ځينې يې په فارسي ژبه او ځينې يې په انګليسي ژبه ليکل شوې وې، او حتی د چيني ژبې ويناوې هم پکې موجودې وې.

يو نندارچي په دې کتاب کې ليکلي، د چين دغه نندارتون ډېر ښايسته و، يوازې وخت يې لنډ و. که وخت يې لږ نور اوږد وای، نو دا به ډېره ښه وای. يو نندارچي وړانديز وکړ چې هيله لرم چې دغه شان کلتوري فعاليت د ايران په نورو ځايونو کې هم ترسره شي. ډېر زيات ايرانيان به د چين په اړه مالومات تر لاسه کړي او د چين هنر او کلتور به وپېژني.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای