CRI Online

د تروفان انګور سندرې ويلی شي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-19 16:53:50

د اکتوبر په ١٦ مه نېټه د شينجيانګ د تروفان سيمې او د هونان ولايت مرکزي چانګ شا ښار ترمنځ په ژوندۍ بڼه يو جالب وېبکسټ (webcast) ترسره شو. ددې ويبکسټ ځای تروفان و او اصلي موضوع يې وه"د تروفان انګور هم سندرې ويلی شي ". د ويبکسټ کوربه هنري ستوري نه، بلکې د تروفان څو بزګران وو چې دوی د اويغوري قومي سندرو په ويلو او د نڅا په کولو کې ډېر لوی لاس لري. په عين وخت کې د هو نان ولايت په مرکزي چانګ شا ښار کې د جونګنان د ځنګل پوهې او علمي تخنيک پوهنتون کې چې له تروفان نه نږدې ٣٠٠٠ کلومتره واټن لري، ياد ويبکسټ د يوې لويې LED پردې له لارې نشر کيده. په ويبکسټ کې د تروفان بزګرانو د اويغوري قومي سندرو په ويلو او نڅاوو سره د دې پوهنتون زرګونه ښوونکي او محصلين او په انټرنيټ کې کابو يولک انټرنيټ کارکوونکي راجلب کړل. په ژوندۍ بڼه دغه وېبکسټ د شينجيانګ د انټرنيټي معلوماتو دفتر او د تروفان ښاروالۍ لخوا د جوړ شوي موسيقي فېسټيوال له فعاليتونو څخه و.

په همدې ورځ د تروفان ښار درې بزګران جبار شتار،عبدالرحمن او ژوسيتي ترسن په جلاجلا توګه سور رنګه ، شين رنګه او ابي رنګه قومي جامې اغوستې وې، نوموړو د قومي نڅاوو په ترڅ کې د څارويو د تللو او د جسمي کارونو په شمول يو لړ حرکات ننداره کړل کوم چې د تروفان په سيمه کې د ناځکوم په نوم د يو ډول ځايي قومي نڅا ځانګړي حرکات بلل کيږي. په دريو نڅا کوونکو بزګرانو کې تر ټولو مشر عبدالرحمن و. نوموړی ٧٣ کلن دی ، خو د نندارې له لحاظه هغه لاهم ډېر ځوان معلوميږي. هغه وويل ، نن ډېر خوشحال يم، موږ په تروفان کې نڅا کوو او زموږ ننداره د انټرنيټ او ګرځنده تلفونونو له لارې د نورو ځايونو خلکو ته ښودل کيږي، هيله ده چې لازيات دغه ډول فعاليتونه جوړ شي او لازياتو کسانو ته زموږ قومي نڅا او زموږ ښکلی تروفان وښودل شي.

د وېبکسټ په ترڅ کې يو نڅا کوونکي د نڅا په څنګ کې کله کله خپلې وروځې څنډولې چې د نندارچيانو قهقهه خندا يې راوپاروله. دغه نڅا کوونکی جبار شتار نوميږي. نوموړي په يوه تلويزوني خپرونه کې د يوې دقيقې په اوږدو کې ١٤٠ ځلې خپلې ورېځې وځنډولې چې په پايله کې يې د نړيوال جنيس ريکارډ جوړ کړی دی.

د ويبکسټ يو بل نڅا کوونکی ٦٩ کلن ژسيتي ترسن و. نوموړي په ويبکست کې نندارچيانو ته د نځکوم نومي قومي نڅا د زده کړې په اړه خپله کيسه وويله . نوموړی وايي، د لېرې ځايونو له خلکو سره د تروفان د ښکلې منظرې، قومي موسيقۍ او نڅا شريکول يو ډېر د خوښې وړ او په زړه پورې کار دی.

د جونګ نان د ځنګل پوهې او علمي تخنيک پوهنتون د سيلانۍ ښوونځي مشر جونګ يونګ ده د ويبکسټ له لارې يادو دريو نڅا کوونکو ته سلامونه وويل. نوموړي وويل، په ژوندۍ بڼه ننني ويبکسټ د تروفان په اړه ډېرې ژورې خاطرې راپاتې کړې دي، دغه ډول فعاليت د انټرنيټ کارکوونکو ته د شينجيانګ د پېژندلو په موخه يوه نوې کړکۍ خلاصه کړې ده.

پر يادو دريو بزګرانو سره بيره هره ورځ د تروفان نږدې لس زره اوسيدونکي هم د ويبکسټ له لارې د انټرنيټ کارکوونکو ته د خپل ټاټوبي په اړه معلومات وړاندې کوي . په نږدې راتلونکي کې به د شينجيانګ د انټرنيټي معلوماتو دفتر په ملاتړ د تروفان ښار د بېلابېلو کليو په کلتوري مرکزونو، منظره لروونکو سيمو او تصديو کې ورته ډول وېبکسټونه ترسره کړي او د فعاليتونو په ترڅ کې به په زرګونو ځايي اوسيدونکي د انټرنيټ کارکوونو ته د خپل ټاټوبي ښکلې منظرې،قومي موسيقي،نڅا او خوندور خواړه ور معرفي کړي او خپل نيکمرغه ژوند به ورسره شريک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای