CRI Online

د ٢١ شينجيانګي ماشومانو مور جنګ چياو لينګ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 21:32:19

مېرمن جنګ چياو لينګ د جيانګ سو ولايت د يان چنګ ښار د ګوندي پوهنتون يوه چارواکې ده. وروسته تر هغه چې له ٢٠١٠ کال څخه، يان چنګ ښاروالۍ په ځانګړي توګه د شينجيانګ له چاپچال ولسوالۍ سره د مرستې کولو دنده په غاړه اخيستې ، د دې ښار ګوندي پوهنتون د همدې ولسوالۍ د بېلا بېلو کچو مامورينو په روزنې يې هم پيل وکړ. په هغه وخت کې ميرمن جن چياو لينګ د ګوندي پوهنتون د خدمتي مرکز مديره وه، د چاپچال دغو مامورينو ته د مناسبو او ښو خدمتونو د برابرولو لپاره د خوړنځای او هوټل کارکوونکو په مشرۍ شينجيانګ ته لاړه څو چې ځايي دودونه او عادتونه ښه وپېژني.

د سفر په ترڅ کې مېرمن جنګ چياو لينګ وليدل چې په چاپچال ولسوالۍ کې يو شمير قومي زده کوونکي د بېوزلۍ له امله له ښوونځي څخه د وتلو له ستونزې سره مخامخ وو. جنګ چياو لينګ سمدستي پرېکړه وکړه چې له دوي سره مرسته وکړي. په لومړيو وختونو کې يې د خپل توان سره سم دوه درېو زده کوونکو ته د مرستې لاس ورکړ ، خو د ماشومانو د ژوند او زده کړې د لنډو مالوماتو په لوستلو سره يې پرېکړه وکړه چې له ټولو يو ويشتو بې وزلو زده کوونکو سره مرسته وکړي .

دغه ٢١ زده کوونکي د اويغور، قزاق، هوی او شي بو په شمول څو قومونو پورې اړه لري. له ٢٠١١ کال راهيسې، دوی په پر له پسې ډول د پوهنتونونو لخوا ومنل شول. دوی جنګ چياو لينګ ته مور وايي.

جنګ چياو لينګ په ١٩٨٨ کال کې د يان چنګ ښار په ګوندي پوهنتون کې په کار پيل وکړ. دغو زده کوونکو ته د پيسو ورکولو لپاره هغې خپل ټول پس انداز او د پيسو زېرمه لګولې او هر کال يې هر زده کوونکي ته دوه زره يوانه پيسې ور کولې. که کوم زده کوونکي د ناروغۍ په شمول له ځينو ستونزو سره مخ کېده، جنګ چياو لينګ به ور سره د نورو پيسو مرسته هم کوله.

شل کلنه اويغوري نجلۍ خليميلا له دغو زده کوونکو څخه يوه ده. کله چې هغه شپږ کلنه وه، مور او پلار يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هغه د خپل تره لخوا لويه شوې او ترورۍ يې هم د ناروغۍ له امله په کټ کې پرته ده. د مېرمن جن د مرستې په اثر، خليميلا له خپلې هيلې سره سم د جي لين په مالي پوهنتون کې شامل شوه.

دغسي ٢١ زده کوونکي د جنګ چياو لينګ له زوی سره ورته عمرونه لري. جنګ چياو لينګ وايي، له څو کلونو وروسته له دوی سره احساسات مې ډېر ژور شوي او دوی خپل ماشومان بولم. په تېره بيا د نوي کال د رسېدو په وخت کې ددوي ډېره يادونه کوم ، نو د شينجيانګ له ځايي ښوونکي څخه مې غوښتنه وکړه چې د دوی عکسونه ما ته راوليږي څو چې د دوي د ونو د لوړوالي او اندامونو له مخې د هر يو لپاره پمبه يي ګرمې جامې واخلم.

ميرمن جن له شينجيانګي زده کوونکو سره د مرستې عمل هيچا ته و نه وايه . تر هغه وخت پورې چې د يان چنګ د ګوندي پوهنتون مشر د کار لپاره چاپچال ولسوالۍ ته ولاړ، دا يې پيدا کړه چې مور جن په دې ځای کې ډېره مشهوره ده. ور پسې د جنګ چياو لينګ کيسه خپره شوه. په ٢٠١٤ کال کې ميرمن جنګ چياو لينګ د چين د محترمې ښځې په توګه انتخاب شوه او په همدې کال يې بيا پرېکړه وکړه چې له دغو ٢١ زده کوونکو سره د کتنې لپاره چاپچال ولسوالۍ ته ولاړه شي.

تر کتنې مخکې، يو زده کوونکي په خپل پيغام کې ليکلي چې ايا مور جن ښکلې ده او يا که څنګه ؟ ميرمن جن د دې پيغام د لوستلو پر وخت مسکۍ شوه او و يې ويل کله چې د کار او ژوند له امله ستړې شم، د دغو معصومو زده کوونکو په يادولو سره به خوښه شم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای