CRI Online

د اسيا او اروپا نندارتون د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان ته حياتي ځواک برابر کړی (٢)

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 21:26:19

د ٢٠١٦ کال د اسيا او اروپا نندارتون د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په مرکز ارومچي ښار کې تازه پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ پولي همکارۍ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. يوازنې د سپتمبر په ٢١مه نېټه د پولي همکارۍ په اړه ٢٤ نړيوالې پروژې لاسليک شوې چې عمومي ارزښت يې تر پنځلسو مليارډو امريکايي ډالرو څخه ډېر و. په همدې ورځ د پولي چارو په فورم کې د پاکستان د هابي په نوم سوداګريز بانک چې په دې هېواد کې تر ټولو لوی سوداګريز بانک بلل کېږي، د شينجيانګ په مرکز ارومچي ښار کې خپله فرعي څانګه جوړه کړه. دغه بانک د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو په بانکونو کې لومړی بانک دی چې په شينجيانګ کې خپله فرعي څانګه جوړوي. د دې بانک مشر نورمان کايدار وويل، دغه راز به هابي بانک د شينجيانګ، پاکستان او منځنۍ اسيا په شمول د ځينو سيمو په ابادۍ او پرمختګ کې نږدې ګډون وکړي.

د چين د خلکو بانک د شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې چين د ورېښمو لارې پر غاړه په پنځو پرتو هېوادونو کې د ژن مين بي يوانو له لارې د حسابولو بانکونه جوړ کړي او د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين او دغو هېوادونو تر منځ د ژن مين بي يوانو له لارې د حسابېدو سوداګريز ارزښت ٨٦٠ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی.

له پولي چارو نه پرته، د اسيا او اروپا د هېوادونو په سږني نندارتون کې ګډون کوونکو د قانوني خدمتونو او عامه روغتيا په برخو کې يو لړ اغېزمن وړانديزونه وکړل چې د اسيا او اروپا تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ د مناسب او امنيتي دهليز د جوړولو لپاره يې کوښښ کړی دی. د دې نندارتون په موده کې د قانوني خدمت په فورم کې د چين د بېجينګ، شانګهای، جه جيانګ ، شينجيانګ او د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې په شمول د ځايونو د وکيلانو ټولنو د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د قانوني خدمت همکاريز واحد جوړ کړ. دوی به خپلمنځی همکاري پياوړی کړي او د استعدادو کسانو سرچينې به بيا تنظيمې کړي تر څو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره به لوړ کيفيت لرونکي قانوني خدمتونه ترسره کړي.

د بېجينګ د قانوني ټولنې مرستيال مشر جانګ وې وويل، زموږ هېواد او ګاونډيو هېوادونو تر منځ په تبادلې سره به قانوني خدمتونو ته ډېرې اړتياوې رامنځته شي. اوس قانوني خدمتونه په ابتکاري توګه د يوه کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ګډون کوي، دا به د نړيوالې ټولنې د اقتصاد او سوداګرۍ د تبادلې د مناسب پرمختګ وهڅوي.

د نړيوال روغتيايي سازمان او د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او سيمو نږدې سل تنو استازو دغو هېوادونو ته د ننوتلو او له دغو هېوادونو څخه د وتلو په اړه د روغتيا څارنې او قرانتين د نړيوالې همکارۍ په هکله څو اغېزمن وړانديزونه وکړل او و يې ويل، دوی به په راتلونکو دريو يا پنځو کلونو کې په ابتدايي توګه د يوه کمربند او يوې لارې د روغتيا همکاريز نظام جوړ کړي. په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کې به په ابتدايي توګه د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته د ننوتلو او له دغو هېوادونو څخه د وتلو په اړه د روغتيا څارنې او قرانتين همکاريزه شبکه جوړه کړي او د بېلا بېلو هېوادونو وګړيو ته به ګټې ورسوي.

له ٢٠١١ کال راهيسې، د اسيا او اروپا د هېوادونو په ٤ تېرو نندراتونونو کې د څه دپاسه ٣٠ هېوادونو مشرانو او ٧٠٠ وزيرانو ګډون کړي او د سياست، ډيپلوماسۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، علمي تکنالوژۍ او کلتور په شمول ځينو برخو کې يې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د څه دپاسه ٦٠ هېوادونو او سيمو کابو يو سل زرو کورنيو او بهرنيو تصديو په دغو نندارتونونو کې برخه واخيستلې چې نږدې يو مليون درې لکه نندارچيان يې جلب کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای