CRI Online

د شينجيانګ په اړه دوه خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-07 16:43:22

دشينجيانګ هنري پلاوي په برياليتوب سره له قزاقستان څخه ليدنه وکړه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ هنري پلاوي چې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر لخوا ترتيب شوی، د تېر اکتوبر له ٢٧مې نېټې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې قزاقستان ته سفر وکړ چې دلته يې له ځايي حکومتي چارواکو، کارپوهانو او د چيني محصلينو له استازو سره نږدې لس هنري تبادلې کړې دي.

د اکتوبر په ٢٧مه او ٢٨مه نېټه دغه پلاي د قزاقستان له پلازمينې استانا څخه ليدنه وکړه او په دې بهير کې يې د قزاقستان حکومت د مذهبي او ټولنيزو چارو له لوړپوړو مامورينو سره هم ملاقات وکړ. قزاقستان د چين د قومي او مذهبي تګلارې ستاينه وکړه او دواړو خواوو د مذهب له افراطي قوی او افراطي نظريو سره د مخالفت په هکله د تجربو تبادلې وکړې او د قانوني ادارې په شمول د ځينو لارو چارو په هکله يې بحث وکړ. دغه پلاوي د چيني مالوماتو په اړه يو سمينار کې د ګډون لپاره د قزاقستان ليلی جميليف پوهنتون ته ولاړ شو او په دې سيمينار کې يې په وروستيو کلونو کې د اقتصادي پرمختګ، د وګړيو ژوند سويې د لوړتيا او د چاپېريال د ساتلو په برخو کې د شيجيانګ لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه بيان کړل.

د اکتوبر په ٢٩مه او ٣٠مه نېټه، دغه پلاوی الاماتا ته ورسېد او د قزقستان د علمي څېړنې د ادارې په شمول له ځينو علمي او ښوونيزو ارګانونو سره يې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د تګ راتګ ډګر د پراخوالي، د همکارۍ ميکانيزم د ژوروالي او په ګډه د چين او قزاقستان د هنر او کلتور د هڅولو په هکله موافقه کړې ده .

دغه پلاوي وويل، چين او قزاقستان د دوستۍ اوږد تاريخ لري. دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي تګ راتګ او تبادلې زياتې کړي، تر څو متقابل باور پياوړی او غلطه پوهېدنه کمه کړي. له دې نه پرته، دغه پلاوي د قزاقستان خوا ته بلنه وکړه چې شينجيانګ ته سفر وکړي چې د شينجيانګ منظره لرونکی سيمې، جالب او په زړه پورې بدلونه وګوري.

د شينجيانګ د مطبوعاتي ادارې مرستيال خبريالانو ته ښکلی شينجيانګ وروپېژانده

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تېر اکتوبر په پای کې د ورېښمو لارې په اړه د چين او روسيې د خبريالانو ډلې د چين د شي ان، دون هوانګ، لان جو او ارومچي په شمول د ورېښمو لارې پر غاړه ځينو پرتو لويو ښارونو ته سفرونه وکړل. دغه ډله د چين او روسيې د نږدې لسو خبري رسنيو له خبريالانو څخه جوړه شوې وه.

د دې ډلې وروستۍ تمځای د شينجيانګ ارومچي ښار و. د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د مطبوعاتي ادارې مرستيال وانګ وو لونګ د دې ډلې خبريالانو ته د شينجيانګ په اړه مالومات وروپېژندل.

ښاغلي وانګ وو لونګ د لوی پراخوالي، ډېرو قومونو، ښه پرمختګ او ښکلو منظرو څلورو برخو له لحاظه د شينجيانګ اوسنی حالت خبريالانو ته وروپېژندل. هغه وويل، شينجيانګ لوېديځ ته د چين کړکۍ ده او د چين د انرژۍ مهم بنسټ او د حمل و نقل مهمه لاره ده، له دې نه پروته، شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمه ده. اوس شينجيانګ په فعاله توګه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند پر غاړه له پرتو هېوادونو او سيمو سره همکارۍ پياوړې کړي او د جغرافيايي سيمو او هنر کلتور په برخو کې د خپلو وړتياوو په کارولو سره د سيمه ييز ترانسپورتي مرکز، سوداګريز مرکز، پولي مرکز او کلتوري او ښوونيز مرکزونو په جوړولو بوخت دی.

په دې وروستيو کلونو کې شينجيانګ له چين نړيوالې راډيو سره له شينجيانګ څخه د کورنيو او بهرنيو خبريالانو د سفر په شمول يو لړ اغېزمن فعاليتونه ترسره کړي او ښه برياليتوبونه يې تر لاسه کړی چې د شينجيانګ او کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو تر منځ اړيکې ټينګې شوې او د شينجيانګ په اړه حقيقي مالومات يې عامو وګړيو ته ورپېژندل شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای