CRI Online

شينجيانګي پيلوټ ابليت محمد

cri     (GMT+08:00) 2016-11-25 11:15:34

٤٣ کلن شينجيانګي پيلوټ ابليت محمد چې د اويغوري قوم دی ، له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د يو تن عمر څه نا څه شل زره ورځې اوږد وي، اوس ما نږدې د خپل عمر نيمه برخه تېره کړې او مالومه نه ده چې څومره وخت به نور ژوندی وم. نه غواړم چې ارمان مې پاتې کړم، نو زه به تر وسې پورې د خوښۍ وړ کارونو د بشپړولو لپاره کوښښ وکړم.

کله چې محمد ١٨ کلن و، له خپل ټاټوبي څخه وتلی او د شينجيانګ د قومي نڅا او سندرې په ډله کې شامل شو. له دې امله چې دلته معاش ډېر لږ و، محمد د ازموينې له لارې د ګوانګ دونګ ولايت د سرحد ساتونکو پوليسو د عمومي ډلې په اړه د نڅا او سندرې په يوه ډله کې ومنل شو چې په دې ډله کې يوازنی اويغوري لوبغاړی و. په دې ډله کې محمد د څه دپاسه لسو کلونو لپاره کار کړی او بيا وروسته له دې ډلې څخه ووت.

هغه خبريال ته وويل، ګوانګ دونګ ته د ده د تللو لامل د لوړ معاش ګټل وو. څرنګه چې د ده پلار په ١٩٨٩ کال کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې، مور يې يوه بزګره وه چې اقتصادي حالت يې دومره ښه نه و ، نو و يې غوښتل چې د زياتو پيسو د ګټلو له لارې د مور په غاړه درانده بارونه کم کړي. د نڅا او سندرې په دې ډله کې د کار په موده کې محمد ډېر کوښښ کړی چې له امله د مشرانو لخوا وستايل شو. په هغه وخت کې د ده ژوند ثابت و او غوښتل يې چې تر تقاعد پورې په دې ډله کې کار وکړ او هيڅ فکر يې و نه کړ چې له دې ډلې څخه ووزي . خو د يو فرصت د رارسيدو له امله د ده فکر بدل شو.

د رخصتۍ په يوه ورځ کې ابليت محمد له ملګرو سره د سمندر غاړې سيل ته تللی و او و يې ليدل چې يو سړی يوه موتور لرونکې الوتکه چلوله چې وزر يې مثلث شکل درلود . هغه سمدلاسه له دې لوبې سره علاقه پيدا کړه او پرېکړه يې وکړه چې دغه ډوله الوتنه زده کړي. ور پسې يې په دريو کلونو کې د دغه ډول الوتنې د زده کولو ځاي او ښوونکي د پيدا کولو په شمول بشپړې تياريانې ونيولې او ورپسې يې د سندرو او نڅاو ډلې ته استعفاليک وړاندې کړ .

په نيم کال کې ابليت محمد د خپلو ټولو پس انداز پيسو په کارولو سره د دغه ډول الوتنې په زده کولو پيل وکړ او ور پسې يې بېرته ګوانګ جو ښار ته راستون شو او د الوتنې په اړه لومړی کلب يې جوړ کړ. هغه وويل دغه کلب په ٢٠٠٥ کال کې جوړ شو او له هغه وخت څخه راهيسې هېڅکله له دې نه دی پښېمانه شوی.

مخکې يو تن ما ته ويلي ، اويغوريان څه مهم کار نشي کولای، او يوازی کباب پلورلای شي. دغه خبرې زما لپاره سپکاوی و، نو پرېکړه مې وکړه چې يو وتلی کار بشپړ کړم چې نه يوازې خپله هيله پوره کړای شم بلکې د خپل قوم لپاره وياړ او افتخار هم تر لاسه کړم. اوس زه د روزونکي حق لرونکی پيلوټ يم چې په ټول چين کې يوازې دېرش تنه دغه حق لري، زه پکې يوازنی اويغوري پيلوټ يم. اوس ډېرو خبري رسنيو له ما سره مرکې کړې او کوي يې، کله چې دوی له ما څخه پوښتنه کوي چې ابليت محمد، تاسې د کوم هېواد يې؟ زه به په وياړ سره دوی ته ځواب ورکوم، زه چينايي يم، زه د اويغوري قوم يم. کله نا کله به د قومي جامو په اغوستلو سره مرکه کوم او غواړم چې د خپلو کوښښونو له لارې د نورو کسانو نظريه بدله کړم او حتی د شينجيانګ او اويغوري قوم په اړه د ډېر زياتو کسانو غلطې نظريې بدلېږي. زه تل په خپل قوم وياړم، اوس زه د وياړ وړ بل کار کوم چې زده کوونکي روزم.

اوس زما موخه دا ده چې د چين په ګوټ ګوټ کې الوتنې وکړم او د دې موخې د عملي کولو لپاره په کوښښونو بوخت يم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای