CRI Online

زه په خپل زوی وياړم

cri     (GMT+08:00) 2016-12-26 15:43:22

عکس: ښاغلي عبدالرحمان

اويا کلن ښاغلي عبدالرحمان محمود د شينجيانګ په ئيلي سيمه کې لوی شوی او د اتلس کلنۍ په عمر د بېجينګ د تياتر په پوهنځي کې شامل شو. خو بېجينګ ته د ده د تګ بهير ډير ستونزمن و.

ښاغلي محمود خبريال ته وويل، کله چې د بېجينګ د تياتر په پوهنځي کې د شموليت مکتوب را وليږل شو ، خو پلار و مور مې د ډرامې له نمايش سره ډير مخالفت کولو او مشر ورور مې ډير په قهر شو چې يوې کليوالې سيمې ته وليږل شوم. بيا وروسته د تياتر پوهنځي ښوونکی زما کور ته راغی او تر خبرو اترو وروسته يې د کور ټول غړي قانع کړل چې د نمايش د زده کړې لپاره بېجينګ ته ولاړ شم.

محمود وويل، کله چې تازه بېجينګ ته ورسېدم، د چين په ملي ژبه بيخي نه پوهېدم، نو د ملي ژبې د زده کولو لپاره مې تر ممکنه حده پورې کوشش وکړ او د نمايش زده کول مې يوې خوا ته پرېښودل . د فراغت په وخت کې زما د ملي ژبې د ويلو او ليکلو سويه ډېره لوړه شوه. تر فارعېدو وروسته بېرته شينجيانګ ته راستون شوم او د شينجيانګ د خلکو په نوم يوه خپرندويه ټولنه کې وګومارل شوم. په دې خپرندويه ټولنه کې د کارکوونکو ترمنځ اړيکې ډېرې همغږۍ وې چې يو له بله يې زده کړه کوله، تجربه کارکوونکو يې تر وسې پورې زما پوښتنو ته ځوابونه راکول چې له امله يې له خپل کار سره زما علاقه او ذوق نور هم پورته شو او د کورنيو او بهرنيو مشهورو اثارو د ژباړنې زيات فرصتونه مې تر لاسه کړي دي.

د کار په درېيم کال کې د سرې خونې خوب په نوم د چين د ډېر مشهور داستان د ژباړنې کار د دريو تنو سابقه دارو ژباړونکو په مشرتابه پيل شو. د خپرندويې ټولنې مشر او زړو کارکوونکو وغوښتل چې ځوان ژباړونکي وروزي، نو دوی ما ته اجازه راکړه چې په دې سختو کارونو کې ګډون وکړم څو چې د عملي ترجمې په ترڅ کې زما د ژباړنې کچه لوړه شي .

ما په دې خپرندويه ټولنه کې نژدې دېرش کورني او بهرني مشهور داستانونه ژباړلي او زياتره يې بهرني مشهور اثار دي. په ١٩٨٢ کال کې ما د نړيوال ادب په نوم د مجلې د عمومي منيجر دنده پر غاړه واخيستله او دغه کار ته مې ٢٥ کاله دوام ورکړ.

په ١٩٨٣ کال کې زما زوی وزېږېد او نعمت عبدالرحمان نوم مې پرې کېښود.

څرنګه چې بېجينګ زما په ماغزو کې ژورې خاطرې پرې اېښې دي، نو هيله مې درلوده چې زما زوی تر لوېدو وروسته د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره بېجينګ پوهنتون يا چينهوا پوهنتون او يا د ديپلوماتانو پوهنځي شامل شي څو چې يو ډيپلوماټ شي. زما د زوی د لوېدو په بهير کې مې د ده د زده کړې لپاره تر وسې پورې ورته مناسب شرايط برابر کړي وو. کله چې هغه يو ماشوم و، د ده لپاره د انګليسي ژبې يو شخصي ښوونکی وګمارم، کله چې هغه لس کلن و، د ده د انګلسي ژبې سويه ډېره لوړه وه.

موږ په کور کې ډېر کتابونه ساتلي وو، زما زوی هميشه وايي چې هغه د کتابونو په منځ کې لوی شوی. کله چې هغه يو هلک و، د هرې اوونۍ په پای کې سره يو ځاي کتابتون ته تلو. کله به چې هغه يو څه پيسې راغونډې کړلې، حتما به يې پرې کتابونه اخيستل. زما د هيلې سره سم، زوی مې په اخر کې بېجينګ کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې، سره له دې چې نه په بېجينګ پوهنتون يا څينګهوا پوهتون کې ، خو د راډيو خپرونې په پوهنځي کې شامل شو.

تر فارغېدو وروسته، زما زوی د چين د مرکزي ټلويزيون په يوه سيالۍ کې کامياب شو او بيا وروسته د مرکزي ټلويزيون لخوا د وياند په توګه وګومارل شو. اوس هغه په چين کې لږ شهرت لرونکی وياند ګرځېدلی دی. زما په اند، د زوی اوسنۍ لاسته راوړنې زموږ د کورنۍ د ګډو کوښښونو نتيجه ده، خو پکې د ده خپلې هڅې هم ډيرې مهمې دي . په ٢٠٠٨ کال کې زه تقاعد شوم، زما زوی هم په ٢٠١٣ کال کې واده کړی. هيله لرم چې هغه به په خپلو کارونو کې لا نور ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای