CRI Online

شينجيانګ کې د ګړنديو اورګاډو په اړه تازه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2016-12-27 20:35:57

دوه کاله کيږي چې په شينجيانګ کې د ګړنديو اورګاډيو تګ راتګ پيل شوی. په تېرو دوو کلونو کې په شينجيانګ کې د ګړنديو اورګاډيو د مسافرينو عمومي شمېر اووه مليونه او پنځه سوه او شپېته زرو تنو ته رسېدلي دي. ګړندی اورګاډی د لا زياتو کسانو د تګ راتګ انتخاب ګرځېدلی دی.

د شمېرنې له مخې، په شينجيانګ کې د لا جو او شينجيانګ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې برخې د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۱۶مه نېټه په کار پيل وکړ. دغه اوسپنيزه لاره نه يوازې د شينجيانګ په منځ کې د مسافرينو اړيتاوې پوره کوي، بلکې د شينجيانګ، چينګ های او ګان سو د دريو ولايتونو ترمنځ اقتصادي او کولتوري تګ راتګ هم پياوړی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای