CRI Online

شينجيانګي ښوونکی لرونکی تمبل باز شيې شنګ لي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-28 20:31:48
شينجيانګي ښوونکی لرونکی تمبل باز شيې شنګ لي

اويا کلن شيې شنګ لي يو تمبل باز دی. هغه خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، شينجيانګ ته نه يم تللی، خو يو اويغوري ښوونکي لرم چې نوم يې دی عبليز عهچي و او د شينجيانګ پياوړی تمبل باز بلل کېده.

شيې شنګ لي چې په ١٩٤٥ کال کې زېږېدلی ، په ١٥ کلن کې د تيان جين ښار د سندرو او نڅاو ډلې د هلکانو په روزنيز ټيم کې شامل شو او له هغه وخته يې د شينجيانګ له تمبل وهلو سره علاقه پيدا کړه چې د بيجينګ د دونګ فان د هنري ډلې د مشهور هنرمند عبليز عهچي د تمبل نمايش وليد ، نو سمدلاسه يې له عبليز څخه غوښتنه وکړه چې د ده شاګرد شی. له اټکل څخه وتلی خبره يې دا وه چې عبليز عهچي دغه غوښتنه ومنله چې له امله د عبليز يوازنی هان قوم شاګرد وګرځېد.

يوه موده وروسته شيې شنګ لي د عسکري خدمت لپاره بېجينګ ته وليږل شو ، نو له عبليز عهچي څخه يې د تمبل وهلو د زده کولو لپاره مناسبه زمينه برابره شوه. عبليز شيې شنګ لي ته ډېره پاملرنه ورکړه او کله نا کله يې د اويغوري ډوډۍ خوړلو لپاره د ده کور ته د تللو بلنه ورکوله او مېرمن يې خوندور پلاو پخاوه. شيې شنګ لي د تمبل وهلو مهارت د زده کړې په ترڅ کې ډېر کوششی و او عبليز هم د ده د ګړندي پرمختګ ستاينه وکړه . څرنګه چې شينجيانګي تمبل يوه قومي موسيقی اله ده چې د وهلوځانګړي لارې چارې لري، نو د دې موسيقي الې د وهلو طريقو زده کول د هان قوم د وګړو لپاره ډېر ستونزمن کار دی، خو شيې شنګ لي په خپلو کوښښونو سره دغه ستونزې لارې چارې زده کړې، په تېره بيا د تمبل وهلو په وخت کې د تاجګ قوم ځانګړتياوې يې ډېرې ښې خپلې کړې. لارښوونکي عبليز يو فولکلوری هنرمند و او موسيقي نوټ يې نشوای ليکلی ، يوازې يې په خوله زده کوونکو ته د تمبل وهلو لارې چارې ورزده کولې. شيی شنګ لي وويل، زما ښوونکي په ښه توګه د چين ملي ژبه نه شوای ويلي، نو ما ورو ورو د ده تدريس اورېده. حتی مې په اويغوري ژبه د تمبل وهلو طريقې يې خپلې کړې، نور زده کوونکي په ښه توګه نه پوهېدل، خو زه په دې ښه پوهېدم. ويل کېږي چې زه د هان قوم يوازنی تمبل وهونکی يم چې په اويغوري ژبه د دې موسيقي الې د وهلو لارې چارې نورو ته ښودلی شم . ښوونکي ما ته ډېره پوهه راکړه او دغه راز له شينجيانګي موسيقۍ سره زما مينه لا نوره زياته شوې ده.

زه په ١٩٩٦ کال کې متقاعد شوم او په دوهم کال کې د جنوبي چين شن جن ښار ته لاړم . لږه موده وروسته د سندرو او نڅاوو د پوځي ډلې مشهور سندرغاړي کريم په ټلفون کې ما ته د خواشينۍ يو خبر راکړ چې زما ښوونکي عبليز عهچي له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د ده په عمر کې د هان قوم د يوازني زده کوونکي په توګه د دې خبر په اورېدلو سره سمدلاسه بېجينګ ته راستون شوم او له ښوونکي عبليز سره مې اخري خدای پامانی وکړه. ورپسې ما تمبل شن جن ښار ته يووړ او تر اوسه پورې د خپل ښوونکي د ياد لپاره هره ورځ لږ تر لږه درې ساعته تمبل غږوم .

په ٢٠١٢ کال کې د يو ملګري په وسيله مې درې اويغوري ځوانان وپېژندل، هغه وخت دوي د خپلې ارکيسترا د يو تمبل وهونکي په لټون بوخت ول. دوی د تبلې غږولو په اړه زما سويه ستايله چې په نتيجه کې ددوي په ارکيسترا کې ومنل شوم . زموږ تر منځ همکاري ډېره ښه ده، فکر کوم چې ښايي دا د خداي کار وي.

زما په اند، موسيقي بې له قوم او هېواد د ټولو انسانانو ګډه شتمني ده . زما په عمر کې تر ټولو نيکمرغه کار د خپل ښوونکي پيژندل وو، هيله لرم چې د تمبل وهلو لارې چارې نورو ته ورزده کړم او د خپل ښوونکي دنده په ميراث واخلم. ملګري مې راته نصيحت کوي چې ته شپېته کلن سپين ږيری يې، بايد ښه تفريح وکړي. خو زما په اند تبله غږول زما لپاره ډېر د خوښۍ وړ کار دی. ښوونکي عبليز مخکې د تايوان له يو بند سره يو سي دي جوړه کړې وه چې پکې د تمبل وهلو د ده ښکلې ننداره شامله وه. د دې نندارې د موسيقۍ نوټ مې تر لاسه کړ او غواړم ښه يې زده کړم څو چې د ښوونکي موسيقی فن نورو زياتو موسيقي والاوو ته خپور کړم. اوس هره ورځ په تمرينونو بوخت يم او هيله من يم چې په نږدې وخت کې دغه اميد پوره کړم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای