CRI Online

له شينجيانګ سره ډېره مينه لرم

cri     (GMT+08:00) 2017-01-04 16:28:59
له شينجيانګ سره ډېره مينه لرم

ښاغلي جيو لو کانګ لين چې د شينجيانګ د ايلي سيمې په غولجا ښارګوټي کې زېږېدلی ، د شي بو قوم دی او د هان قوم نوم مې جاو کانګ لين دی. هغه خبريال ته وويل، له شينجيانګ سره ژوره مينه لرم او زما لخوا ليکل شوي ټول ناولونه له شينجيانګ سره اړه لري. زه هم کله نا کله نورو ته د شينجيانګ او شينجيانګيانو په هکله کيسې وايم، زما ملګري وايي، زما له ويناوو څخه د شينجيانګ ښکلا احساسېږي. څرنګه چې شينجيانګ يو ښکلی ځای دی او ايلي سيمه زما په زړه کې د يو پاک او سپيڅلي ځای مقام او زما ټاټوبي بلل کېږي .

جيو لو کانګ لين خبريال ته وويل، کله چې ماشوم وم، ټول ګاونډيان مې اويغوريان او يا ازبکان وو، يوازې زموږ کورنۍ له شي بو قوم سره اړه درلوده، نو په دې چاپېريال کې تر مکتب مخکې يوازې مې اويغوري ژبه ويلی شوه.

کله چې نهه کلن وم، زما پلار د کلتوري انقلاب په غورځنګ کې د ايلي سيمې د چاپچال ولسوالۍ ته نقل مکان شو چې هلته د شي بو قوم اوسېدونکې سيمه وه. له هغه وخت څخه مې د شي بو قومي ژبه او کلتور زده کړی. بيا وروسته کله چې منځني ښوونځي ته داخل شوم، پلار مې بيرته غولجا ښار ته راستون شو او د چين ملي ژبه مې زده کړه چې په دې توګه په دريو ژبو بشپړ تسلط لرم . ور پسې په پوهنتون کې د انګليسي ژبې ډير لغتونه مې هم زده کړي وو.

په ١٩٧٨ کال کې زه د ملي کانکور ازموينې له لارې په بېجينګ پوهنتون کې شامل شوم او د لومړي ځل لپاره له شينجيانګ څخه وخوځېدم. تر فارغېدو وروسته ما د شينجيانګ د ساينس او تکنالوژۍ په نوم د ورځپاڼې لخوا وګومارل شوم. تر کار وروسته زما لومړی کاري سفر د يوې غونډې لپاره ختن ته ولاړم. دا لومړی ځل و چې جنوبي شينجيانګ ته مې سفر وکړ او سمدلاسه مې له ختن سره مينه پيدا کړه. هغه وخت د مېوو موسم و . له سفر وروسته مې غوښتنه وکړه چې د مرکې لپاره په دې سيمه کې پاتې شم چې په پايله کې غوښتنه مې ومنله شوه. په دوهمه مياشت کې مې د ختن له ډېرو ګوښه او لرې ولسواليو او علاقه داريو څخه ليدنې وکړې. څرنګه چې زه په روانه اويغوري ژبه خبرې کولی شم، نو ځايي وګړيو خپل وطنوال راته ويل او په تودو احساساتو به يې را ته بلنه کوله چې د دوی په کورونو کې مېلمه شم. دوی ما نه پېژندل، خو د خپل ملګري په شان يې زما پذيرايي کوله. دغه سفر ما ته ډېره ښه او ژوره خاطره بښلې او تر اوسه پورې ترې اغېزمن يم. زما ملګري وايي چې زما لخوا په ليکل شويو کتابونو کې د شينجيانګ او شينجيانګيانو په اړه کيسې ډېرې رښتينې او له واقعيتونو سره سمون لري، څرنګه چې زما خاطره له ختن څخه د دغه سفر په رڼا کې راغلی دی.

له دې سفر وروسته زه په هر څو کلونو کې يو ځل ختن ته تللی او په هر سفر کې مې ددې سيمې زړه وړونکي بدلونونه ليدلي دي ، مثلا پخوا ارام ښار اوس له شوق او ګڼې ګوڼې څخه ډک دی ، د سوداګرۍ فضا يې ګام په ګام پياوړی شوې ده او د وګړيو تر منځ واټن لوی شوی دی. کله چې په ٢٠٠٣ کال کې بيا ختن ته ولاړم، سره له دې چې ما په روانه اويغوري ژبه له ځايي وګړو سره خبرې کولې، خو ځينو يې په دې پلمه چې زه مسلمان نه يم ، په شکمن نظر زما سره چلند کولو.

ما په شينجيانګ کې اتلس کلونه کار کړی، مخکې مې پلان درلود چې په ارومچي ښار کې يو هنري شرکت جوړ کړم، خو له ډېرو ستونزو سره مخ شوم او په پاي کې مې دغه پلان پرېښود. په ارومچي ښار کې سوداګري ډېر اسان کار دي، خو زه يو ليکوال يم او له ليکلو سره مينه لرم.

اوس زه ٥٥ کلن يم، زما په عمر کې د ژوند تجربو ما ته ډېر ارزښتناک مالومات راکړي او ما د وګړيو ډېرې ځلانده ټکي ليدلې دي. د شينجيانګ او شينجيانګيانو له اعتماد څخه مې د ليکلو ډير لومړي په زړه پورې مواد تر لاسه کړي دي چې په نتيجه کې مې د دې مالوماتو پر بنسټ ډېر کتابونه وليکل. که څه هم اوس په شانګهای کې اوسېږم، خو شينجيانګ به تل زما په زړه کې پاتې وي او ځانګړی ځای او مقام ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای