CRI Online

د چين ازبک قوم

cri     (GMT+08:00) 2017-01-07 17:45:18

د چين د ازبک قوم څه دپاسه څوارلس زره تنه نفوس لری او د چين په شمال لويديځ کې د شينجيانګ د ويغور خودمختارې سيمې په بېلا بېلو ځايونو کې اوسيږی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لري، خو قومي ليک دود نه لری٠ څرنګه چه د دې قوم خلکو په اوږده موده کې د ويغور او قزاق د قومونو له خلکو سره ګډ ژوند کړی، نو د دوی اکثريت له ويغوري او قزاقي ليک دودونو څخه استفاده کوي٠ د چين ټول ازبکان د اسلام پر مبارک دين باندې عقيده لري٠

د ازبک قوم خلک د تجارت لباره اکثرأ په ښارونو او ښارګوټو کې اوسيږي٠ د دوی اکثره کورونه داسې قائم الزاويه ودانۍ دي چې بام يې مستوي شکل لري٠ دوی د خپل کور په لويه دروازه او د بيلا بيلو کوټو په دروازو کې د ټوکرۍ پردو د ځوړندولو عادت لري٠

د ازبک قوم ټول خلک که نارينه وي يا ښځينه، ډول ډول کوچنۍ ښکلې خولۍ په سر کوي ٠ ښځې يې عمومأ هغه لباسونه اغوندي کوم چې له وريښمينو ټوکرونو څخه جوړ شوي او کميس او لمن يی سره يو ځای وي٠ نارينه يی عمومأ ورېښمين کميس او اوږد خلعت اغوندي٠

د چين ازبک قوم د اولادونو روزنې ته ډير ستر اهميت ورکوي٠ د ماشوم د زيږيدو په ورځ د نمانځنې درانه مراسم پرځای کيږي او د يوه مشر لخوا چې د زياتې پوهې خاوند وي او لوړ حيثيت لري پر ماشوم باندې نوم ايښودل کيږی او په يوولسمه ورځ ستره کورنۍ ميلمستيا جوړيږی٠ برسيره پردې، د ماشوم د زيږيدو په څلويښتمه ورځ د ماشوم د مينځلو مراسم هم ترسره کيږی ٠ په دې ورځ ماشوم په يوه هغه لويه کاسه کې کيږدي چې له جومات څخه اخيستل کيږي او پکې لږه خاوره او يوه طلائی کړۍ اچول کيږی، د خپلوانو او ګاونډيانو د څلويښتو تنو ماشومانو په بدرګه د هغه سر ته اوبه شندل کيږی، په دې وخت کې لوئيان هيله څرګندوي چې دا ماشوم په سالمه او نيکمرغه توګه لوی شي او روښانه راتلونکی ولري٠

د چين د ازبک قوم ځوانان يا پيغلې د معشوقې يا معشوق د پيدا کولو په وخت کې بايد د پلار او مور موافقه ترلاسه کړي او کوزده يې عمومأ د مرکې د ليږلو، د کوزدې د تحفو د سپارلو، د ځوان کور ته د نجلۍ د پلار او مور د پيژندګلوۍ د تګ او د واده د ورځې د ټاکلو بهير ترسره کيږی، د واده مراسم عمومأ د پيغلې په کور کې د ملا امام تر مشرۍ لاندی جوړيږی او د څلورو ورځو لپاره دوام لري٠

په چين کې د ازبک قوم د خلکو د سواد سويه لوړه ده او زياتره ازبکان په کلتوري او تعليمي کارونو بوخت دي٠ اوس په ازبکانو کې د هغو خلکو تناسب چې د منځني ښوونځي د دوهمې مرحلې نه پورته سواد لري، د چين د منځنۍ سويې څخه دوه يا درې چنده لوړ دی٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای