CRI Online

په شينجيانګ کې د انلاين سوداګرۍ پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2017-01-29 20:40:44

چين ته د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د مشهورو کسانو د سفر په اړه درېيمې ډلې څو ورځې مخکې شينجيانګ ته سفر وکړ. دوی په دې بهير کې نه يوازې د شينجيانګ د مرکز ارومچي، تورفان او ارتای په شمول له ځينو لويو ښارونو څخه ليدنې وکړې، بلکې د چوچک سيمې ساون ولسوالۍ ته يې هم سفر وکړ او دلته يې د چين په لوېديځ کې د انلاين سوداګرۍ پرمختګ پخپله وليد.

په ساون ولسوالۍ کې يو د ليدو وړ سوپرمارکټ شته چې نوم يې شا يوان دی. په دې سوپرمارکټ کې کرنيز توليدات نه يوازې پر ځايي وګړيو بلکې د انټرنيټي شبکې له لارې د چين نورو ښارونو کې هم پلورل کېږي. د ٢٠١٤ کال په نومبر مياشت کې د علي بابا په نوم د انلاين سوداګريز شرکت يوه صنعتي سيمه په ساون ولسوالۍ کې جوړه شوه. د دې سيمې د بازاري څانګې منيجير جاو شه چنګ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل

((زموږ په انلاين ډګر کې عمده توليدات لکه د شينجيانګ خرما، مميز او بادام په شمول وچې مېوې، له دې نه پرته، د شينجيانګ پمبې او د ختن ګلاب او د ځينو نورو توکو په اړه توکي زيات مشتريان لري. ))

ښاغلي جاو شه چنګ وويل، د شينجيانګ بزګران خپل زراعتي توليدات پر تصديو پلوري، تصدۍ د علي بابا د صنعتي سيمې له لارې دغه توليدات د هېواد ګوټ ګوټ کې خرڅوي، په دې ترڅ کې د توکيو د حمل و نقل لګښت د ولسوالۍ د ځايي حکومت او د علي بابا شرکت له لوري په ګډه برابرېږي. تر اوسه پورې د علي بابا صنعتي سيمې څه دپاسه ٤٠٠ تصدۍ راجلب کړي او د توکيو پلورلو ارزښت يې له ١٧ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د افغانستان د کابل نيوز ټليويزيون مشر غلام جيلاني ځواک د دغه سوداګريز شکل ستاينه وکړه او و يې ويل

(( بزګران ښه حاصلات تر لاسه کوي او بيا خپل زراعتي توليدات د دې انلاين سوداګرۍ ډګر په وسيله پلوري چې بزګران، سوداګر او اخيستونکي درې واړه خواوې ترې ګټه اخيستې شي او د پلورلو وخت او لګښت سپمول کېږي. په کابل کې هم د علي بابا دفتر شته، خو په کليوالو سيمو کې موجود نه دی، اوس د افغانستان په کليوالو سيمو کې تر ټولو لويې ستونزې د مالوماتو تر لاسه کولو او حمل و نقل لپاره د اسانتيا برابرولو په هکله دي، دا ډېر مشکل کار دی چې زراعتي توليدات پر وخت له توليدي سيمې څخه نورو سيمو ته ليږدول کېږي، نو د بزګرانو عايدات نه لوړېږي. که د علي بابا په شان د انلاين سوداګرۍ ډګر د افغانستان کليوالو سيمو ته داخل شي او د مالوماتو خپرېدا او د توکيو د حمل و نقل ستونزې لرې شي، نو انلاين سوداګري به هم په افغانستان کې ګړندی پرمختګ ومومي. ))

د ترکيې د سهار ورځپاڼې استازی علي ينال تمه لري چې د انلاين سوداګرۍ دغه شکل نورو پراخو ساحو ته خپور شي. ده وويل

((د انټرنيټي شبکې له لارې د ځايي بزګرانو زراعتي توليدات نه يوازې د شينجيانګ په نورو سيمو، بلکې د چين په نورو ولايتونو کې هم پلورل کېږي، دغه راز ځايي بزګرانو ته د زياتو ګټو د رسولو په عين وخت کې د انلاين سوداګرۍ پر بنسټ د اقتصادي پرمختګ نوې بڼه جوړه شوې ده. فکر کوم دغه اقتصادي بڼه بايد د چين په نورو سيمو او حتی ټوله نړۍ کې مروج شي. ))

د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې د شينجيانګ د چوچک سيمې د ساون ولسوالي يو کوچنی تمځای و. اوس دلته ځايي اوسېدونکي هيله لري چې ساون به په صحرا کې يوه شنه او اباده سيمه وګرځي چې د انټرنيټې شبکې پر بنسټ د ورېښمو لاره بيا جوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای