CRI Online

د چين او افغانستان تر منځ هوايي کرښه بيا پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 20:44:29

دا يوه د چهارشنبې ورځ وه، د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مرکز ارومچي ښار د نړيوال هوايي ډګر په درېيم ترمينل کې ډېر مسافرين ليدل کېدل تر څو له ارومچي څخه د خپل مقصد تمځای ته ولاړ شي. په ارومچي ښار کې د اريانا افغان هوايي شرکت د دفتر کارکوونکي محمد نصار هم دلته د ارياناFG331 پرواز د رارسېدلو انتظار کولو چې له کابل څخه ارومچي ته يې الوتنه کړې وه. ده خبريال ته وويل

(( ډېر خوشحاله يم چې د کابل او ارومچي تر منځ د اريانا دغه پروازونه بيا پيل شوي دي.))

هغه پرواز چې نصار ورته انتظار کول، د اريانا افغان هوايي شرکت او د شينجيانګ د ګوانګ يوان په نوم د محدود سوداګريز شرکت لخوا په ګډه بيا پيل شوی. اوس د اريانا هوايي شرکت دغه پروازونه د چين او افغانستان تر منځ يوازني مستقيم پروازونه دي. دغه هوايي کرښه په ٢٠٠٢ کال کې پرانيستل شوې وه او د ٢٠١٢ کال په پای کې د ځينو عواملو له امله بند شوي وو. بيا وروسته هغو مسافرينو چې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کولو، د ډوبۍ، اسلام اباد او يا ډيلي له لارې سفرونه کول. دغه حالت د ٢٠١٦ کال په جولای مياشت کې بدل شو.

نږدې پنځوس کلن نصار له ٢٠٠٢ کال راهيسې د اريانا افغان هوايي شرکت د استازي په توګه په ارومچي ښار کې کار کړی، تر دې وروسته چې دغه هوايي کرښه وتړل شوه، نصار د دې پرواز د بيا پيل لپاره ډېر کوښښونه کړي، خو کامياب نه شو. د ٢٠١٥ کال په پای کې، نصار بيخي نااميده شو، تر دې چې هغه د ارومچي په دفتر کې ټول توکی غونډ کړي وو او چمتو و چې بيرته افغانستان ته ستون شي. ده خبريال ته وويل

(( هغه وخت بيخي نااميده شوی وم او په دې نظر وم چې دغه پرواز به بيا پيل نه شي. خو په همهغه وخت کې زما ملګرو ما ته د مرستې لاس راکړ او ما ته يې بيا هيله راکړه.))

د نصار په خبرو کې ياد شوی ملګری يعنې د شينجيانګ د ګوان يوان په نوم د محدود سوداګريز شرکت مسئولان ما چاو او چن شياو چيانګ دي. ښاغلي ما چاو خبريال ته وويل

((موږ له اريانا افغان هوايي شرکت سره څه دپاسه لس کلنې سوداګريزې اړيکې لرو، دوی غواړي پخپله دغه پرواز بيا پيل کړي، خو د خپل ادارې توان کمزورۍ په شمول او د ځينو نورو لاملونو له امله، مخکې دوی کاميابه شوي نه و. موږ د بازاري اړتياوو او زموږ د شرکت د اړتياوو له مخې، بله خوا، اوس د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې پيمانه لويه شوې ده، نو پرېکړه مو وکړه چې موږ د دې پرواز د بيا پيل په بهير کې ګډون وکړو. ))

ښاغلي ما چاو وويل، د يو پرواز بيا پيل کېدل د دوی دغه شان شخصي شرکت لپاره يوه ډېره لويه ستونزمنه دنده وه. دوی د ٢٠١٦ کال له پيل راهيسې بېلا بېلې تياريانې په دې اړه پيل وکړې، مثلا د چين له هوايي عمومي ادارې څخه يې د پرواز اجازې غوښتنه کوله، د پرواز د وخت د ټاکلو لپاره د ارومچي د هوايي ډګر له ادارې سره مو همغږي کړې او داسې نور. په اخر کې ټولې ستونزې حل او لرې شوې او د ٢٠١٦ کال د جولای په ١٣مه نېټه د اريانا افغان هوايي شرکت دغه پرواز بيا پيل شو. په دې بهير کې دوی په افغانستان کې د چين د سفارت او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې حکومت ستر ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د ښاغلي ما چاو په اند، د کابل او ارومچي تر منځ د مستقيم پرواز بيا پيل کېدل د زمانې د پرمختګ تمايل او د چين او افغانستان تر منځ د اړيکو له ابادي سره سمون خوري. ده وويل

(( د يوې شمېرنې له مخې، چين هر کال افغانستان ته د يو اعشاريه يو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توکي صادروي. سږ کال مو هم دا وليدل چې ډېرو چيني سوداګرو افغانستان ته سفرونه کړي او هلته يې ښه سوداګريز فرصتونه پيدا کړي. دغه پرواز تر بيا پيل کېدو راهيسې چين ته د افغانستان د وچو مېوو او جلغوزو په شمول د توليداتو ليږدولو دنده پر غاړه اخيستې او اخلي. بله خوا، اوس چين له افغانستان سره مرستې زياتې کړې، په افغانستان کې د چيني شرکتونو روانې پروژې هم زياتې شوې. زموږ د اټکل له مخې په راتلونکي کال کې ښايي افغانستان ته د چيني کارکوونکو شمېر له زرو څخه زيات شي. څنګه کېدای شي داسې چيني کارکوونکي په خوندي توګه افغانستان ته ولاړ او بيرته چين ته رستانه شي، دا هم يوه لويه او مهمه خبره ده. مخکې دوی د دوبۍ او يا ډيلي له لارې تګ راتګ کولو چې ډېر به ستړي کېدل او خطرونه هم موجود وو. اوس دغه مستقيم پرواز په پرانيستل کېدو سره دوی ته د سفر کولو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي. ))

دغه پرواز تر بيا پيل کېدو وروسته د چين او افغانستان د سوداګرو يو ډېر ښه انتخاب ګرځېدلی. افغان سوداګر فاروق خبريال ته وويل، د دې مستقيم پرواز په وسيله د چين او افغانستان تر منځ سفر کې يې د پخوا په پرتله په وخت کې ډېره سپما راوستلې ده.

((مخکې به مې له کابل څخه دوبۍ ته تلم بيا له دوبۍ څخه ارومچي ښار ته راتلم. په دواړو پروازونو او د انتظار وخت په عمومي توګه دوولس يا ديارلس ساعتونه تېرېدل. اوس له کابل څخه په مستقيمه توګه ارومچي ښار ته راځم، يوازې درې ساعتونو ته اړتيا شته. ))

د شينجيانګ د ګوانګ يوان په نوم د محدود سوداګريز شرکت مينيجر چن شياو چيانګ خبريال ته وويل، د ٢٠١٦ کال د جولای په ١٣مه نېټه دغه پرواز بيا پيل شو او په هره اوونۍ کې يو پرواز ترسره کېږي. وخت يې د هرې چهارشنبې په ورځ له کابل څخه حرکت کوي او د بېجينګ پر وخت د شپې په لسو بجو ارومچي ښار ته رسېږي او د پنجشنبې د سهار په نهو بجو پنځو دقيقو بېرته کابل ته الوتکه حرکت کوي. د ژمي په رارسېدو سره د ارومچي په هوايي ډګر کې ځيني پروازونه ځنډول شوي، نو دوی غوښتنه وکړه چې د دې پرواز وخت بدل شي. هوايي ډګر دوی ته اجازه ورکړه، نو د ٢٠١٦ کال د دسمبر له ٧مې نېټه څخه د ٢٠١٧ کال د مارچ مياشتې تر پايه پورې، اوس د اريانا افغان هوايي شرکت پرواز د بېجينګ پر وخت د هرې چهارشنبې په ورځ د ماسپښين په دريو بجو څلوېښتو دقيقو ارومچي ته رسېږي او د همدې ورځې د مازديګر په اوو بجو لسو دقيقو بيرته کابل ته ترسره کېږي. په دې توګه هغه مسافرين چې له کابل څخه ارومچي ته راځي، پر وخت کولی شي د بل پرواز له لارې د چين نورو ښارونو او د خپل مقصد ځای ته ولاړ شي. هغه مسافرين چې د چين له نورو ښارونو څخه ارومچي ښار ته راځي، په همدې ورځ کابل ته رسېدلی شي. د يوې شمېرنې له مخې، د جولای له ١٣مې نېټې څخه د دسمبر تر ١٤مې نېټې پورې د دې پرواز له لارې د ليږدول شويو مسافرينو شمېر ٢٠٩٠ تنو ته رسېدلی او د هر پرواز مسافرينو شمېر له ٣٠ يا ٤٠ څخه شاوخوا اويا ته زيات شوی. که څه هم تر اوسه پورې دغه پرواز ګټه نه ده تر لاسه کړې، خو دواړه شرکتونه غواړي دغه کار او د اريانا افغان هوايي شرکت پرواز ته دوام ورکړي چې د دواړو هېوادونو مسافرينو ته اسانتياوې برابرې کړي.

يو افغان ځوان ايمل جمعه زاده چې اوس د چين د جه جيانګ ولايت په شاو شينګ پوهنتون کې زده کړه کوي، د همدې ورځ سهار له شانګهای څخه ارومچي ته رسېدلی او بيا به د اريانا افغان الوتکې د FG332 پرواز په وسيله کابل ته ولاړ شي. هغه خبريال ته وويل، کله چې هغه د دې پرواز د پرانيستنې خبر وليد، سمدلاسه يې د دې پرواز ټيکټ واخيست.

(( زه له شانګهای څخه ارومچي ته او بيا کابل ته ځم، د هوايي ټيکټونو عمومي بيه کابو ٦٠٠ امريکايي ډالره ده چې د دوبۍ له لارې کابل ته د تللو په نسبت ډېره ارزانه ده. فکر کوم د اريانا شرکت دغه پرواز ډېر ښه دی چې موږ ته اسانتياوې برابروي. هيله لرم چې له کابل څخه به د چين شانګهای ښار ته هم پرواز پرانيستل شي، څرنګه چې په شانګهای او شانګهای ته نژدی يي وو ښار کې ډېر افغانان شته. ))

تر دې وروسته چې د همدې ورځې په مازديګر کابل ته د تلونکي پرواز حرکت کړی، نصار د راتلونکې اوونۍ د پرواز لپاره په تياريانو بوخت دی. هغه خبريال ته وويل چې دی د افغانستان او چين تر منځ د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ په اړه پوره باور لري.

(( باور لرم چې د افغانستان او چين تر منځ اقتصادي، هنري او کلتوري او انسانانو تر منځ تګ راتګ به لا پياوړی شي. زموږ د دې پرواز بيا پيل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا يو ښه مثال دی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای