CRI Online

د بېجينګ د پوست پوهنتون د شينجيانګي ښوونکي د اکژمو ارکن کيسه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 21:22:31

د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د پوهتونونو ژمنۍ رخصتۍ پيل شوې، خو د بېجينګ د پوست پوهنتون شينجيانګي ښوونکی اکژمو ارکن يو ناروغ محصل ته د پاملرنې لپاره له نورو ښوونکو سره يو ځای بوخت و.

دا د اکژمو لپاره عادي کار دی چې محصلينو ته د پاملرنه کولو په خاطر خپل وخت مصرفوی. ٣٨ کلن ارکن د ١٣ کلونو لپاره د بېجينګ د پوست پوهنتون د قومي ښوونيز پوهنځي د لارښوونکي دنده پر غاړه لري او د محصلينو ښه دوست دی.

اکژمو ارکن د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې په مرکز ارومچي ښار کې زېږېدلی او لوی شوی. کله چې هغه د مکتب يو زده کوونکی و، د چين له ملي ژبې سره يې ډېره مينه درلوده او هيله يې وه چې تر لوېدو وروسته د ملي ژبې يو ښوونکی وګرځي. په ٢٠٠٤ کال کې هغه د بېجينګ د پوست پوهنتون د قومي تعليمي پوهنځي د ښوونکي دنده پر غاړه واخيستله. په دې پوهنځي کې څه دپاسه ١٨٠٠ تنه محصلين شته او پکې ٦٦٠ تنه له شينجيانګ څخه راغلي. د ارکن په ټولګي کې دېرش محصلين ټول شينجيانګي محصلين دي.

اکژمو په دغو کلونو کې د کاري تجربې په راغونډولو سره له محصلينو سره د تبادلې لپاره خپله ځانګړې طريقه پيدا کړه او د محصلينو په وړاندې يې حوصله هم زياته شوې. هره ورځ هغه د خپل ټولګي د محصلينو د حال احوال پوښتنه کوله او کله چې هغه ټولګي ته رسېدلو، له هر هلک سره يې روغبړ کولو او هرې نجلۍ ته به يې سلام ويلو.

هغه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، شينجيانګ له بېجينګ څخه ډېر لرې دی. غواړم د ځايي چاپېريال سره د اشنا کېدلو په برخه کې له دغو محصلينو سره د مرستې نه پرته، هره ورځ د سلامونو وړاندې کولو له لارې دوی ته پاملرنه، باور او هڅونه يې کوم.

په تېرو ١٣ کلونو کې ارکن ډېرو محصلينو ته پاملرنې کړې دي او په دې جمله کې تر ټولو د پاملرنې وړ هلک احمد توردي دی. په ٢٠١١ کال کې احمد توردي په سختې ناروغۍ اخته شوی و او ژوند يې هم له خطر سره مخ و. هغه وخت اکژمو تل په روغتون کې له احمد سره ملګرتيا کوله او لارښوونکي او محصلين يې ترتيب کړي وو چې احمد ته بسپنې راټولې کړي. احمد تر بياجوړېدو وروسته د چين د کرهڼيزو چارو په پوهنتون کې شامل شو. اکژمو له همکارانو سره د احمد د کيسې پر بنسټ د خپلوانو په نوم يوه درامه جوړه کړې او د لوی اختر د لمانځنې لپاره يې د پوهنتون د شپې د خوښيو په غونډه کې يې دغه ډرامه نندارې ته وړاندې کړله چې ډېر استاذان او محصلين د دې ډرامې تر اغېزې لاندې راغلل.

له محصلينو سره د اکژمو مرستو او پاملرنو ښه نتيجه تر لاسه کړې. محصلين ټول له اکژمو سره ډېره مينه لري. له ٢٠١٤ کال راهيسې اکژمو ارکن د بېجينګ د پوهنتونونو له لسو غښتلو ښوونکو څخه وشمېرل شو او د ټول هېواد د پوهنتونونو په ښوونکو کې د مشهور کلني شخص په شمول ځينې جايزې تر لاسه کړې دي.

د ٢٠١٥ کال په اپريل مياشت کې د بېجينګ د پوست په پوهنتون کې د اکژمو ارکن د فعال ځواک کاري دفتر جوړ شو او هغه د دې دفتر مشر وټاکل شو. دا په بېجينګ کې لومړی داسې دفتر دی چې د ملي لږکيو د ادارې او تعليم په اړه د پوهنتونونو ښوونکو ته اړوندې روزنې ورکوي. په عين وخت کې دغه دفتر د ملي لږکيو محصلينو ته د ملي يووالي او له خپل هېواد او قوم سره د مينې کولو په شمول د ځينو فعالو نظريو د وړاندې کولو دنده هم پر غاړه لري. تر اوسه پورې دغه دفتر د بېلا بېلو مسلکونو تکړه استازو ته په بلنې ورکولو سره څه دپاسه د شلو تبادلوي غونډو او لکچرونو کوربتوب کړی دی تر څو چې د ملي لږکيو محصلين له دغو غښتلو استازو څخه د خپل پرمختګ لوری پيدا کړي.

اکژمو وويل، د يو اويغوري ځوان ښوونکي په توګه، دا زما دنده ده چې د قومي ښوونې لپاره کوښښونه او وړانديزونه وکړم، زه به خپلو کارونو ته دوام ورکړم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای