CRI Online

د کرياعيدګاه جومات په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2017-03-09 16:17:18

د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې په جنوب کې د تقلاماګا په نوم د لويې صحرا په څنډه کې يوه سمسوره او لرغونۍ کريا ولسوالي واقع ده ، دغه ولسوالي دغه ځای په اويغوري ژبه کريا نومېږي د سيلانۍ ، قيمتي ډبرو او شمشاد ټاټوبي په نوم هم ياديږي .

د کريا عيدګاه جومات تقريبا اته سوه کاله مخکې جوړ شوی او د څو ځلو ترميم او پراخوالي له امله اوس ددې جومات عمومي مساحت ديارلسو زرو څلور سوو نهه څلويښتو مترو مربع ته رسېږي چې د جومات داخلي مساحت درې زره شپږ شپېته متره مربع دی . جومات يوولس پوړونه او دوه دروازې لري او د يو سلو درې پنځوسو ستنو په مټ درول شوی دی چې د لمونځ د ادا کولو تالار يې اتيا متره اوږدوالی او شپېته متره پلنوالی لري چې دغه جومات په کاشغر کې د شينجيانګ د لومړي لوی عيدګاه جومات څخه هم لوی دی او د جمعې په ورځ له څلورو زرو څخه تر شپږو زرو تنو پورې مسلمانان پکې لمونځ کوي او د روژې او دواړو اخترونو کې د لمونځ کوونکو شمېر لسو زرو يا شپاړسو زرو تنو ته رسيږي .

په شپاړس سوه پنځه شپېتم کال کې په کريا باندی د يوو ګو قوم يرغل وکړ او دې ځاي ته يې ډير زيانونه ورسول . د وخت پاچا عبدالله خان کريا ته پوځونه ولېږل چې په پايله کې ددې ځاي ارامتيا اعاده شوه او پوځونه يې د تل لپاره دې ځاي کې پاتې شول او د دې ځاي څلور سيندونه يې ښه تنظيم کړل . په همدې وخت کې څو ملايانو پاچا عبدالله خان ته د کريا عيدګاه جومات د پراخوالي او ترميم وړانديز وکړ او بيا پاچا خاص استازي کريا ته وليږل او د جومات د پراخوالي او ترميم نظارت يې وکړ او د چيني چنار لس ونې يې په جومات کې کيندلې چې له امله د وګړو په وينا دغه جومات د چنار جومات په نوم هم ياديږي . ورپسې دغه جومات څو څو ځله ترميم شوی دی .

په همدې موده کې د منځنۍ اسيا يو شمېر صوفيان د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره کاشغر او کريا ته راغلل . پاچا عبدالله خان ددوي د ملاتړ لپاره ځمکې ورکړې چې ددوي څخه له لسو تنو نه زيات ملايان له سمارګان څخه کريا ته ورغلي وو او ددوي مذهبي نظريو د کريا پر مسلمانانو باندی ډېرې اغيزې وکړې، نو د جومات په ختيځ کې يې لويې ماڼۍ او لمونځ ځايونه جوړ کړل ، ددوي عمل دا د ځايي ملايانو د کرکې او مقابلې سبب ورګرځېد چې دوي هم د جومات په لويديځ کې اداري ارګان جوړ کړ او وروسته د جومات د دريېم ځل پراخوالي په بهير کې يادې دوه ودانۍ لېرې شوې . په نولس سوه اووه څلويښتم کال کې د ياد جومات د پراخوالي او ترميم دوه غونډې جوړې شوې چې پايله کې د جومات مساحت له ٤٨٨ مترو مربع څخه ٣٠٦٠ مترو مربع ته پراخ شو .

د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته ياد جومات شپږ ځله ترميم شوی ، د يادولووړ ده چې د تېرو زياتو ځلو ترميمونو په بهير کې د جومات اصلي بڼه ساتل شوې ده . د څلېرويشتو مترو په جګوالي او د ٢٢٧ مترو مربع په مساحت د جومات د شمالي دروازې د ترميمولولپاره لازمې خښتې او ډبرې ټولې د کاشغر څخه نقل شوې او د ترميمولو لګښت يې د خپلواکې سيمې د مذهبي او قومي کميسيون نه پرته د کريا وګړو او نامتو شخصيتونو هم ورکړی دی.

د کريا عيدګاه جومات په نولس سوه نهه نويم کال کې د خپلواکې سيمې په کچه د تاريخي ودانۍ په توګه وټاکل شو. په دوه زره دريېم کال کې د جومات شاوخوا شپږو زرو پنځو سوو مترو مربع ځای کې ونې او واښه کرل شوي او لارې يې په سمنټ بيا ابادې شوې دي چې درې زره او شپږ نوي متره مربع يې په څلور ګوښوخښتو او درې زره څلور سوه يو څلويښت متره مربع يې په سرو خښتو جوړې شوې دي او دوولس سوه متره مربع يې د انار او چارمغز په ونو او وښو سمسورې شوي دي چې له امله يې ياد جومات نور هم ښکلی شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای