CRI Online

د شينجيانګ په اړه يو لړ خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 21:08:49
د هندي سمندر لومړۍ ډلې توکي د شينجيانګ کاشغر ته ورسېدل

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د خونجراب بندر د ګمرکاتو ادارې يو مامور د فبرورۍ په څلورمه نېټه خبريال ته وويل د هندي سمندر لومړۍ ډلې توکي له پاکستان څخه بارګيري شوي او د چين له پسرلني اختر مخکې د شينجيانګ کاشغر ته رسېدلي. له دې څخه ښکاري چې په نوي کال کې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز معاملو نوې دوره پيل شوې.

د خونجراب بندر د کاشغر په تاشقرغان تاجک خپلواکه ولسوالۍ کې پروت دی، کاشغر د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه د چين پيل ځای دی. د دې ډلې سمندري توکي چې وزن يې اوه اعشاريه شپږڅلوېښت ټنه دی او ارزښت يې شپږويشت زره او اوه سوه امريکايي ډالره دی، د بېجينګ او شانګهای په شمول د چين لويو ښارونو کې پلورل شوي.

د خونجراب بندر د ګمارکاتو ادارې مسئول څاو لې د فبرورۍ په ٤مه نېټه خبريال ته وويل اوس د چين او پاکستان تر منځ د معاملو اته نوي سلنه د سمندري ليږدونې په وسيله ترسره کېږي. د دې بندر سوداګريز ارزښت يوازې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې دوه سلنه نيسي. د پاکستان لخوا توليد شوي زراعتي توليدات او سمندري توکي په چين کې لوی بازارونه لري او ډېر هرکلی يې کېږي. د ځمکنۍ لارې په وسيله د لومړۍ ډلې سمندري توکيو صادرات به د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز معاملو د شروع کېدو لپاره ګټور وي او د نورو تصديو لپاره به ښه نمونوي رول هم ولوبوي.

د څېړونکو په اند، د قراقرم کون لونګ سړک يعنې د چين او پاکستان ترمنځ د سړک په پوره پرانيستلو سره به د چين او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ معاملې، د چين او جنوبي اسيا او لوېديځې اسيا ترمنځ سوداګري به په ګړندي توګه پرمختګ ومومي.

د ګمرکاتو ادارې د چين او منځنۍ اورپا تر منځ د نړيوالو پوستي بستو د ګړندي تېرېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړې

د شينجيانګي ورځپاڼې د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د چونګ چينګ ښار- شينجيانګ- اروپا ته ترانسپورټي اورګاډی چې پکې مالونه بار دي، د شينجيانګ د علا غره په بندر کې په ګړندي توګه اړوند ګامونه يې پورته شوي او جرمني ته خوځېدلي. دا د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د دې اورګاډي لخوا د بستو د بار تر ازموينې وروسته لومړی ځل دی چې دغه اورګاډی بهرني هېواد ته نړيوالې بستې ليږدوي.

د ګمرکاتو د ادارې څخه د دې اورګاډي د تېرېدو په اړه مسئول يعنې د شينجيانګ د علا غره د جيان ان په نوم د توکو د حمل و نقل شرکت کارکوونکي وانګ وې خبريال ته وويل، د علا غره بندر ته د دې اورګاډي د رسېدو وخت د پسرلني اختر په موده کې و، د ګمرکاتو ادارې د دې اورګاډي د تېرېدو په اړه د اړوندو سندونو څارنې ته لومړيتوب ورکړ او ټول ګامونه يې په نيم ساعت کې بشپړ او ترسره شوي، نو دغه نړيوالې بستې په همدې ورځ په عادي توګه له چين څخه بهر ته تللې دي.

په جنورۍ مياشت کې د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ادارې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د ارومچي د اوسپنيزو لارو ادارې د فبرورۍ په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې په تېره جنورۍ مياشت کې د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ادارې څو ريکارډونه مات کړي چې د توکو د حمل و نقل اندازه د تېر کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ١٠٤ اعشاريه ٦ زياته شوې او د مسافرينو د ليږدونې اندازه يې ٢٤ سلنه زياته شوې ده.

دغه راز د ٢٠١٧ کال په لومړۍ مياشت کې دغې ادارې ښې لاسته راوړنې درلودې او ترې ښکاري چې د شينجيانګ اقتصاد په ښه لوري روان دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای