CRI Online

چيون جو: د څو مذهبونو د يوځاي کېدو ځای

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 18:44:26

که څو غواړي د چين په جنوب چيون جو ته لاړ شي، نو په ګړندي اورګاډي کې دوولس ساعتونو ته اړتيا ده چې له بېجينګ ښار څخه چيون جو ښار ته ورسيږي. په چين کې يوه اصطلاح ده چې وايي که غواړي له خاورو څخه ايستل شوي لرغوني اثار ګورئ ، نو سي ان ښار ته لاړ شئ او که غواړئ په ځمکه تاريخي شيان ګورئ ، نو چيون جو ښار ته لاړ شئ. زر کاله مخکې چيون جو د چين په جنوب ختيځ کې لومړی لوي بندر و او اته سوه کاله وړاندې د يون په امپراطوري دوره کې دغه ښار د نړيوالې سوداګرۍ مرکز هم و ، نو د ايتاليا مشهور سيلانی مارکوپولو په خپل يونليک کې ليکلي وو چې چيون جو يو روښانه ښار دی ځکه په شپه کې ديې څراغونووړانګې داسې ښکاري لکه په اسمان کې چې ستوري ځليږي .

چيون جو ښار يو وړوکی ښار دی ، خو د زرو کلونو په تاريخ کې د بوديزم ، تاويزم ، کنفوسيوس أيين ، هندويزم ، اسلام ، مسحيت ، کاتوريک ، يهوديت او ماني په شمول د نړۍ نهه لوي مذهبونه پکې راغونډ شوي دي . په دغه کوچني ښار کې د دولت په درجه څلور ديرش تاريخي ځايونه ، څلور ځايونه د نړۍ د غيرمادي کولتوري او يوديرش ځايونه د چين د غيرمادي کولتوري ميراثونو په ليست کې شامل دي .

څرنګه چې چيون جو يو ساحلي ښار دی ، نو سمندري تګ راتګ ورته زيات دی او په پخوا زمانه کې ډير بهرنيان لکه د مارکوپولو غوندې سيلانيان او لا زيات شمېر کشيشان او ملايان دې ښار ته راغلي وو چې د يادولو وړ ځايونه ترې راپاتې دي چې له دې جملې څخه يو د چينګ جين په نوم جومات هم دی . دغه جومات په چين کې تر ټولو لرغونی جومات دی چې په يو زرو نهم ميلادي کال کې د دمشق جومات په تقليد جوړ شو . پر ته له دې جومات څخه د پيغمبر عليه سلام د دوو شاګردانو مقبرې هم د يادولو وړ دي چې په چيون جو کې د مقدسو مقبرو په نامه ياديږي. څوارلس سوه کاله مخکې پيغمبر عليه سلام خپل څلور شاګردان چين ته راولېږل چې دوه تنه يې د دايمي هستوګنې لپاره چيون جو ته راغلل چې له امله يې د اسلامي نړۍ او چين ترمنځ راشه درشه پيل شوه ، په بله ژبه په چين کې د اسلام مقدس دين له هغه وخته څخه خپور شو او د تاريخي سندونو له مخې په هغه وخت کې په چيون جو ښار کې نيمه برخه اوسېدونکي مسلمانان وو .

څوارلس سوه کاله تېر شوي دي . د لين شان په نوم وړوکي زيارت کې دوه ډبرين تابوتونه هم پراته دي او ښه ساتل شوي دي. له دې څخه د چيون جو په استازيتوب د چين د څوقطب ايز کولتور درناوی او پيژندنه څرګنده شوې ده. له يادو تابوتونو څخه پرته د دې زيارت په دهليز کې د دوو مقبرو په اړوندو تاريخې پېښو په هکله کتيبې هم په ښه او پوره توګه ساتل شوي دي چې زياترو کتيبو باندې د دې زيارت د تعمير په باب يادګيرنې حکاکۍ شوې دي ، مثلا په يوه کتيبه د جن هه نوم هم ليدل کېږي. د مسلمان په توګه جن هه اووه ځله سمندري سفر کړی و ، نوموړی مکې شريفې ته د پنځم ځل سفر څخه مخکې ياد زيارت ته تله څو چې سفر په خير تمام شي .

په حقيقت کې نه يوازې جن هه ، بلکې دده نه وروسته زرګونه مسلمانان هم چيون جو په تېره بيا د لين شان مقدسې مقبرې ته په درنه سترګه ګوري . مسلمانه ميرمن وانګ وايي چې د حج د فريضې د ادا کولو لپاره مکې ته تلل د هر مسلمان هيله ده ،خو د روغتيا او نورو ستونزو په سبب د ځينو مسلمانانو لپاره مکې ته د سفر غوښتنه نشی پوره کېدای ، نو د هېواد د ګان سو ولايت او نين شان خودمختارې سيمې او حتی د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو مسلمانان چيون جو ته د زيارت لپاره ځي ځکه چې چيون جو چين ته د اسلام د مقدس دين د خپرېدو يوه کړکۍ ده . همداشان اسلامي دين هم له چيون جو څخه د جنوب ختيځې اسيا ګڼ شمېر هېوادونو ته خپور شوی دی.

دا ادعا هم رښتينې ده . تېر کال خبريال د ورېښمو د سمندري لارې په هکله سفر کې لومړی لوي مسلمان هېواد اندونيزيا ته سفر وکړ او هلته هم ډير ملايان له چيون جو نوم سره پوره اشنا وو. د زيات شمير اسلامي اثارو د ښې ساتنې له کبله په چيون جو ، بيجينګ او سي ان کې ځينې اسلامي ځايونه د يادو هېوادونوګړي د زيارت په نوم يادوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای