CRI Online

د شينجيانګ پر عالي او نوې تکنالوژۍ سمبالې له صنعتي سيمې ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-26 15:49:39

د ۲۰۱۷ کال د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې چين ته د مشهورو شخصيتونو د سفر پلاوی څو ورځې مخکې د شينجيانګ د ارومچي ښار پر عالي او نوې تکنالوژۍ سمبالې له صنعتي سيمې څخه ليدنه وکړه. دوی د ځايي تصديو د پرمختګ حالت له نږدې وليدلو، د توليداتو بڼې يې له نږدې وکتلې او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې تر وړانديز لاندې د صنايعو د همکارۍ او پرمختګ د نويو فرصتونو په اړه يې د صنعتي سيمې له کارکوونکو سره د نظريو تبادلې وکړې.

د ارومچي ښار د عالي او نوې تکنالوژۍ صنعتي سيمه په شينجيانګ کې د دولت په کچه لومړۍ صنعتي سيمه ده. دغې سيمې د سرچينو، جغرافيايي او تګلارو په برخو کې خپل غوره والی ښه کارولی او د نوښتي صنعت پرمختګ په ساحه کې يې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او اقتصادي ګټې يې هم تر لاسه کړې دي.

د شان هاو په نوم د ايکولوژيکی تکنالوژۍ په اړه شرکت چې په ياده صنعتي سيمه کې پروت دی، د شينجيانګ د ځانګړو طبيعي سرچينو او جغرافيايي غوره والي په کارولو سره يو لړ ځانګړي توليدات مروج کړي دي. د بېلګې په توګه، تر ريګونو لاندې درملنه. د دې درملنې سرچينه د اويغوري قوم دوديز طبي کلتور دی او د روغتيا ساتلو او د بدن د بيا جوړېدو لپاره ځانګړی رول لري. د ترکيې د راډيو او ټلويزيون د کميټې لوړپوړي غړي نورالله اوزتورک له دې درملنې سره ډېره علاقه وښوده او پر خپل ځان يې ازموينه وکړه. هغه خبريال ته وويل

((ډېره ارامي احساسوم. دغه ځل د پنځلسو دقيقو لپاره درملنه ښايي کافي نه وي، خو عمومي احساسات مې ارام او ښه دي. په ترکيه کې هم دغه شان پروژه شته، خو پيمانه يې عموماٌ کوچنۍ ده او ټول شخصي ارګانونه دي، خو دلته يې پيمانه لويه ده.))

د شينجيانګ د شان هاو په نوم د ايکولوژيکي تکنالوژۍ په اړه د شرکت مشر جنګ جون وو وويل، تر ريګونو لاندې درملنه په ښه کيفيت د ډېرو کسانو لخوا هر کلي وړ. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز په رڼا کې دغه شرکت د نورو هېوادونو په بازار کې د ننوتلو ګامونه پيل کړي. ده وويل

(( د جنوب ختيځې اسيا له ځينو هېوادونو او دوبۍ سره مو د پلورونکې شبکې په ترتيبولو پيل کړی. په عين وخت کې زموږ توليدات او خدمتونه په دغو سيمو کې پيل شوي چې په راتلونکو دريو يا پنځو کلونو کې به د پرمختګ ګټور فرصت ولرو. په جنوب ختيځې اسيا کې مو تر ريګونو لاندې د درملنې او توليداتو په هکله خدمتي اداره جوړه کړې ده.))

د افغانستان د علومو او ټولنيزو چارو په برخو کې د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون د ارومچي د عالي او نوې تکنالوژۍ له صنعتی سيمې څخه تر کتنې وروسته وويل، د چيني شرکتونو د پرمختګ سرعت او شکل پر هغه ژوره خاطره پرېښې. هيلمن دی چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې به په راتلونکې کې د چين او افغانستان تر منځ همکاري لا پياوړې شي. ده وويل

((د نننۍ ليدنې په ترڅ کې مې دا وليدل چې توليدات په بېلا بېلو برخو پورې اړه لري. د چين د پرمختګ سرعت مې ليدلی او هيله لرم چې دغه شان شرکت په افغانستان کې خپلې څانګې جوړې کړي. د چين او افغانستان تر منځ د اړيکو د ښې راتلونکي په اړه پوره باور لرم. هيله لرم چې د دې سفر له لارې د چين او افغانستان ترمنځ پوهاوی، تفاهم او همکارۍ پياوړې شي. ))

د راتلونکي پرمختګ او همکارۍ په اړه د شان هاو په نوم د شرکت مشر جنګ جون وو وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د وړانديز په رڼا کې په دې پلان کې ګډون کوونکي هېوادونه به په ګډه ګټې تر لاسه کړي. ده وويل

(( زموږ اوسنۍ موخه د هېواد څخه بهرنيو بازارونو ته ننوتل دي، زموږ توليدات دغه ډول بازارونو ته اړتيا لري. بهرنيان هم د چين دوديز طب دغه ډول چارو او درملنې ته سترګې په لار دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای