CRI Online

د حوي قوم يو سپين ږيری ساده ژوندکوي ، خو ټولنه ګرمه ساتي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-30 19:57:49

د چين پلازمينې بيجينګ ته نژدې د څان جو ښار په يو جومات کې د جمعې په ورځ د حوي قوم مسلمانانو د يو سپين ږيري د وروستني يو لوي کار په باب بحث کولو چې په دې مهال کې يو سپين ږيری جومات ته ننوت او نورو خپلې سترګې ور وغړولې. هغه سپين ږيری هوی نومېږي ، سره له دې چې ونه يې ټيټه ده ، خو بدن يې غښتلی دی ، پرته له دې نه دده له وجود څخه ښه صفت او اخلاق څرګنديږي.

سپين ږيری هوي چې سږ کال شپږ اتيا کلن دی ، له تقاعد مخکې د يوه شرکت په انبار کې يو جوالي و ، له تقاعد وروسته يې د غوړيو اخيستلو يوه کوچنۍ کارګاه جوړه کړه او د زامنو د ملاتړ او هڅونې له امله يې کار و بار تود شو چې په نتيجه کې وړوکې کارګاه په يوې مشهورې تصدۍ بدله شوه او زياتې پيسې يې وګټلې ، خو سپين ږيری هوي لا هم د تقاعد په حقوقو ساده ژوند کوي . وچه ډوډۍ ،هګۍ او ښوروا دده سباناری دی او له بازار څخه ارزانه سبزي اخلي ، خو د يادولو خبره دا ده چې هغه خپله غواړي ساده ژوند وکړي ، نه دا چې زامن يې دده ښه پالنه کوي .

پخوا د جومات لګښت کم و ، سپين ږيري هوي کله نا کله د جومات د ترميم لپاره بسپنه ورکوله او له بې وزلو مسلمانانوسره يې هم مرسته کوله ، په وروستيو کلونو کې د جومات لګښت زيات شوی دی ، نو سپين ږيري هوي فکر کولو چې خپلې پيسې څنګه د ټولنې په ګټه ولګوي . په پاي کې د ښاغلي ليو په مرسته چې هغه پخوا د يون نان ولايت د سياسي مشورتي کنفرانس رئيس و او د خپل ټاټوبي د هه بي ولايت د من چون د حوي قوم خپلواکې ولسوالۍ د قومي ښوونيز صندوق جوړونکی دی ،له غريبو زده کوونکو سره د سپين ږيري هوي د مرستې هيله پوره شوه څوچې د ولسوالۍ ښوونيزې چارې پرمختيا ومومي .

د شميرنې له مخې دغه صندوق په تېرو شلو کلونو کې اتو سوو غوره ښوونکو او بې وزلو زده کوونکو ته جايزې ورکړې وې . سپين ږيري هوي دې صندوق ته شپيته زره يوانه پيسې د بسپنې په توګه ورکړې چې تقريبا له لسو زرو امريکايي ډالرو سره برابرې دي او دغه پيسې ده په زياتو کلونو کې راغونډې کړې وې .

تېر کال د ملي ازموينې وروسته د من په نوم د يوه کلي زده کوونکې چې وو لين جي نوميږي ، په ملي ازموينه کې بريالۍ شوه ، خو دغه ښه زيري د دې پر کورنۍ دروند فشار اچولی و ځکه چې پلار يې سخت ناروغ و او مور يې په مياشت کې يوازې زر يوانه پيسې ګټلې ، نو نجلۍ وو پرېکړه وکړه چې د مزدورۍ لپاره خپل تعليمي لګښت لاس ته راوړي . خو پوهنتون ته د داخليدو لپاره د خپل نوم ثبتولو ورځ يې ژر راورسېده او لګښت يې لا هم نه و پوره شوی ، په دې بيړني مهال کې د سپين ږيري هوي بسپنه ورته ډالۍ شوه چې له امله يې د نجلۍ وو تعليمي لګښت پوره شو. د نوي تحصيلي کال د پيل مخکې د صندوق په بلنه د من په نوم کلي کې يوه غونډه جوړه شوه چې بسپنه اخيستونکي لسګونه زده کوونکي پکې راغونډ شوي وو او سپين ږيري هوي هم پکې حاضر و او په خپله وينا کې يې داسې وويل چې زه دومره سواد نه لرم او يوازی څو خبرې تاسو ته ووايم چې تاسې بايد د زده کړې مهال ښه استعمال کړئ څو چې په راتلونکي وخت کې د هېواد لپاره خپل ښه خدمتونه ترسره کړئ .

د صندوق سرمنشي وويل چې سپين ږيري هوي شپږاتيا کلن تقاعد شوی کارګر دی او د تقاعد معاش يې يوازی څه دپاسه دوه زره يوانه دي ، خو د زياتو کلونو د زيرمې شپيته زره يوانه د بسپنې په توګه صندوق ته ورکړل . دده غوره کړنه د ټولې ټولنې لپاره د ښوونيزو چارو د رغولو لپاره ښه نمونه ده .

د سپين ږيري هوي ښه عمل په ټولنه کې فعاله اغيزه لري. د رسنيو سره د مرکې په بهير کې د پيسو په هکله د سپين ږيري هوي نظر دا دی چې د حديث له مخې هر مسلمان بايد متواضع او محتاط شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای