CRI Online

د کشغريانو د زړه اواز

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 20:45:00

د چين د لويديځو سيمو د ابادولو پلان د تطبيق په رڼا کې د هيواد پرمختللو ناحيو له شينجيانګ سره د مرستې په غرض لوی پلانونه جوړ کړي ، په تېره بيا د شانګهاي ښاروالۍ د شينجيانګ له کشغر سيمې سره ډيرې مرستې کړې دي ، نو د کشغر وګړو له شانګهای څخه ډيره مننه کړې او کوي يې.د پروګرام په دې لړ کې به د کشغريانو د زړه اواز واورئ.

د يکن ولسوالۍ توموستک لوی کلي له زياتو کلونو راهيسې د شانګهای له مرستو څخه ‎ګټه اخلي. مثلا په وروستيو وختونو کې کريبنور احمد د وګړو په ګټه د پلان د تطبيق له امله د خياطۍ يو کوچنی دوکان جوړ کړ چې پراخوالی يې يوازې شل متره مربع دی ، د دوو اويغوري مزدورو نجونو په مرسته هره ورځ يو نيم سل يوانه ګټه اخلي چې نژدې له ديرشو ډالرو سره برابر دي، دده په وينا هغه پخوا د ولسوالۍ په مرکز کې مزدوري کوله ، خو هره ورځ به يې يوازې پنځوس يوانه اجوره اخيستله چې له اتو ډالرو سره معادل دي.

د مارالبيشي له ديارلسو غريبوکليو سره د شانګهای د مرستې د پيل مراسم د تېرې مۍ په نولسمه نېټه ترسره شول . پخوا احمد په خټين کور کې اوسيده او په ژمي کې به يې کور د سکرو په واسطه تودولو ،خو اوس مرکز ګرمي استعمالوي.

په مارالبيشي، يکن او د کشغر په نورو زياتو ولسواليو کې د الکترونيکي سوداګرۍ خدمتی مرکزونه هم شته چې له امله يې ځايي توکي د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته ليږدول کيږی. ايم قاسيل د خټکيو کروندګر دی . د شينجيانګ په جنوب کې د مارالبيشي خټکي ډېر شهرت لري، خو د خټکيو لېږدول او زيرمه کول ستونزمن کار دی ، نو هر کال به زيات خټکي خرابيدل ، نن ورځ د خدمتي مرکز د جوړيدو له امله په ټول هيواد کې د خټکي د کرلو او پلورلو شبکه جوړه شوې او د مارالبيشي خټکي په مستقيم ډول د هيواد ګوټ ګوټ ته ليږدول کيږي.

د قاغلق ولسوالۍ دوهمه ليسه د شانګهای د مرستې مهم هدف دی او ددې ليسې ډير زده کوونکي د ليسې په لرې کليو کې اوسيږي ، د ځينو زده کوونکو کورونه له ليسې څخه اتيا کيلومتره فاصله لري. د يوولس ټولګي په صنف کې د زده کوونکې سمای قربان کور د ولسوالۍ له مرکز څخه پنځوس کيلومترۍ کې پروت دی او پلار او مور يې بزګران دي. په تېر اپريل مياشت کې د ليسې رييس او د شانګهای مرستندويه ښوونکي دده کور ته ورغلل او د کتابونو کڅوړه او د زده کړې نور لوازم يې د ډالۍ په توګه ورکړل . په غرنيو کليو کې اويغوريان په ملي ژبه خبرې نشي کولی، سمای قربان وايي چې زما پلار او مور په ملي ژبه نه پوهيږي ، خو کله چې شانګهای يادوي ،خو دوی په پرله پسې ډول په ملي ژبه وايي .

يو اويا کلن سپين ږيری چې تحت سپورګ نوميږي ، تېر کال يې د کيڼې سترګې د ليدو قوت ضعيف شو ، خو د غريبۍ له امله ډاکټر ته نه و تللی ، ددې کال په پای کې يې واوريدل چې د شانګهای ډاکتران په وړيا ډول د غريبو ناروغانو لپاره د سترګې پردې د لرې کولو عمليات اجرا کوي ،د خپل نوم د ثبتولو يو کال انتِظار وروسته دده عمليات په بريالۍ توګه اجرا شول . د خبر له مخې په يکن ولسوالۍ کې د شانګهای مرستندويې ډلې د اتو سوو ناروغانو د درملنې لپاره له تېر کال څخه يو مليون او دوه لکه يوانه پيسې راغونډې کړی او اټکل کيږي چې د روان کال تر پايه پورې به د زرو ناروغانو عمليات ترسره شي. د زياتو کلونو د مرستو له برکته د يکن وګړي پر شانګهايي ډاکترانو پوره اعتماد لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای