CRI Online

راځئ چې يو ځل بيا د چين شمال لوېديځه سيمه درباندې وګورم

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 20:58:17

د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرېس له غونډې راهيسې د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ مرکزي ګوندي کميټې له عصري غوښتنې او د خلکو له هيلې سره سم يو لړ ستر ستراتيژيک تدبيرونه نيولي چې له مخې يې له اوږدې مودې راهيسې پاتې شوې سترې ستونزې لرې شوې دي او چين د ځانګړي سوسياليستي پرمختګ نوې مرحلې ته ننوتلی دی.

غواړم چې يو ځل بيا د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرېس له غونډې مخکې د چين شمال لوېديځې سيمې سيل درباندې وکړم چې اوس وخت کې د نوښت، همغږۍ،شين رنګ،ورخلاص او د ګډ پرمختګ نظر په دې سيمه کې خپور شوی او د لويې پيمانې ،لويې ستراتيژۍ او لوی پلان تر پلي کېدو وروسته په شمال لوېديځه سيمه کې اقتصاد ستر پرمختګ تر لاسه کړی دی.

د ۲۰۱۷ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې د شان شي ولايت د ازادۍ سوداګرۍ په ازمايښتي سيمه کې د نويو ثبت شويو تصديو شمېر له پنځو زرو څخه اوښتی دی چې په کې د بهرنيو پانګوالو له خوا د جوړو شويو تصديو شمېر ۵۳ ته رسېدلی او په دې وروستيو ۵ کلونو کې په لان جو ښار کې د هر کال د توليداتو عمومي ارزښت په منځنۍ توګه ۲۶ اعشاريه ۵۷ سلنه زيات شوی دی او د لويې پيمانه لرونکو صنعتي چارو د زياتوالي انډول په منځنۍ توګه هر کال ۹۶ اعشاريه ۶۱ سلنه زيات شوی دی.د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په نينګ شيا کې د مالونو وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت څه د پاسه ۱۶ مليارډو يونو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۴ سلنه زيات شوی دی.له دې څخه څرګندېږي چې د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرېس له غونډې راهيسې شمال لوېديځه سيمه له خوځنده ځواک څخه برخمنه شوې ده.په تېره وخت کې د چين په پنځو ولايتونو شان شي،ګان سو،نينګ شيا،چينګ های او شينجيانګ کې ټرافيک او طبيعي چاپيريال خراب و او د چين د منځنۍ او ختيځې سيمې په پرتله د پرمختګ فاصله شتون لري.د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو په تېره بيا د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرېس له غونډې راهيسې د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ سره سم د شمال لوېديځو سيمو بېلا بېلو ولايتونو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.زيات شمېر اقتصادي سيمې،د ازادۍ سوداګرې ازمايښتي سيمې،د ايکولوژيکي د ساتنې سيمې او د نظامونو د اصلاحاتو ازمايښتي سيمې په وار سره د شمال لوېديځو سيمو په بېلا بېلو ولايتونو کې جوړې شوې دي چې پايله کې دغو سيمو ته ستر خوځنده ځواک برابر شوی دی.

تر اوسه پورې د چين او اروپا ترمنځ ځانګړی اورګاډی له لان جو،اين چوان او شي نينګ ښارونو څخه د ۱۰ هېوادونو ۱۵ ښارونو ته تللي دي.د يو لړ نويو تګلارو له پلي کېدو سره سم ډېر زيات شمېر تصدۍ بهر ته ننوتلي وې.په ۲۰۱۶ کال کې ګان سو ولايت د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له نورو هېوادونو سره سوداګريز ارزښت له لسو مليارډو يوانو څخه اوښتی و او په شينجيانګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ټرافيک مرکز،د سوداګرۍ ،پولي ،کولتوري او علمي او د طبي خدمتي مرکزونو د ابادولو کارونه هم روان دي.د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۹مه نېټه له باو جي څخه تر لان جو پورې اوسپنيزې لارې پرانيستل شوې چې تر هغه وروسته د چين په شمال لويديځ کې د ګان سو، چينګ های ولايتونه او د شينجيانګ د اويغور خودمختاره سيمه د چټکو اوسپنيزو لارو په لويه کورنۍ او شبکه کې شامل شول او له زرو کلونو وروسته د ورېښمو لرغونې لارې د چټک اورګاډي د ۲۳۰۰ کيلو مترو په اندازه پټلۍ جوړې شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای