CRI Online

له شينجيانګ سره د مرستندويه لارښونکي عن څای هوا کيسه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 16:52:13

د چين د هو بې ولايت د چيان جيانګ ښار د يوان لين لومړي منځني ښوونځي لارښوونکي عن څای هوا د دوو ځلو لپاره له شينجيانګ سره مرستې وکړې او په ۲۰۱۵ کال کې يې پرېکړه وکړه چې له خپلې کورنۍ سره شينجيانګ ته کډه وکړي. هغه خبريال ته وويل، له شينجيانګ سره ډېره مينه لرم او نه غواړم چې له دغو زده کوونکو څخه لرې لاړ شم .

په ۲۰۱۲ کال کې ۴۱ کلن عن څای هوا له شينجيانګ سره د مرستندويه ښوونکي په توګه انتخاب شو او د لومړي ځل لپاره د شينجيانګ د توليد او ابادۍ واحد د پنځمې فرقې د ۸۸م غونډ اړوند ښوونځي ته وليږل شو. دغه ښوونځی د شينجيانګ د بورتالا مغول خپلواکې سيمې په يارشاک ولسوالۍ کې پروت دی چې قزاقستان ته نژدې ده

دده په وينا هلته د ژوند شرطونه وروسته پاتې دي او هوا يې هم خرابه ده.

ياد ښوونځی منځنی اجباري ښوونځی دی او له پنځو سوو تنو زده کوونکو څخه دريېمه برخه د قزاقي، مغولي او اويغوري قومونو په ګډون قومي زده کوونکي دي. څرنګه چې په ښوونځي کې ښوونکي کافي نه دي ، نو د ژبو په تېره بيا د قديمي ادبياتو په هکله د زده کوونکو د ادراکو قوه ضعيفه وه او د ژبو او ادبياتو ښوونکي يې هم کم دي.

دې ښوونځي ته د رسيدو وروسته ښاغلي عن د لومړی دورې د دريم ټولګي د ژبو او ادبياتو ښوونکي دنده په غاړه درلوده او د هغو لوستونو د زده کولو لارې چارې يې د کيسې کولو او نندارې کولو له لارې زده کوونکو ته ورزده کړې چې د چين په کلاسيکه ژبه ليکل شوي دي، برسيره پردې ښاغلي عن کله کله د نورو ښوونکو لپاره د تعليمي څيړنې لکچرونه هم جوړوي. دده د کوششونو له برکته د ژبو په کلنۍ ازموينه کې دده د ښوونځي د زده کوونکو نمره د سيمې د لسګونو ښوونځيو پنځم مقام ته پورته شوه چې پخوا يې ډيره وروسته پاتې وه.

د ټاکلي پلان له مخې د نيم کال مرستې د پوره کولو وروسته دده دنده هم پوره کيږي، خو د ښوونځي مشر او ښاغلي عن د ټينګولو په اثر دده دنده نوره درې کاله اوږده شوه . ښاغلي عن وويل چې د غونډ په واحد فارم کې کارکوونکي ټولټال بزګران او مالداران دي او په غرنۍ ناحيه کې اوسيږي، دوی هم په بزګرۍ يا مالدارۍ لګيا دي او هم د پولو ساتلو دنده په غاړه لری ، نو د خپلو ماشومانو د پالنې وخت نه لري، مسئوليت لرم چې ددوی سره مرسته وکړم .

د ښوونځي مشر په وينا خپلې دندې ته د دوام ورکولو په موده کې ښاغلي عن په ابتکار د دوو ځوانو ښوونکو د روزلو دنده پر غاړه درلوده ، نن ورځ دغه دوه ځوان ښوونکي په غښتلي ښوونکو بدل شوي دي.

کله چې په۲۰۱۵ کې د ښاغلي عن دوهمه مرستندويه دنده پوره شوه ، هغه په خپل ټاټوبي هو بی ولايت کې خپله دنده پرېښوده او په اته اتيايم غونډ کې يې خپل کار ته دوام ورکړ. سره له دې چې د ښاغلي عن پلار ومور زاړه شوي او ټاټوبي کې دي، زوی به يې هم ژر د منځني ښوونځي دوهمې دورې ته ورسيږي. د ده دغه پرېکړه د ده د ميرمن ليو شان جياو لخوا ومنله شوه. ور پسې د عن څای هوا کورنۍ د شينجيانګ اته اتيايم غونډ ته کډه شوه او د ده مېرمن د دې غونډ د ښوونځي يوه کارکوونکې وګرځېدله. ليو شان جياو خبريال ته وويل، پروا نشته چې چېرته ځو، زموږ کورنی سره يو ځای کېدل تر ټولو مهم دي.

ښاغلي عن څای هوا خبريال ته وويل هغه به د۸۸ غونډ په ښوونځي کې تر تقاعد پورې کار وکړي. د مالوماتو له مخې، د دوولسم پنځه کلن پرمختګ پلان په موده کې د چين نولسو ولايتونو او ښارونو له شينجيانګ سره د مرستې په ترڅ کې نه يوازې ځايي مکتبونه او ښوونځي نوي جوړ يا پراخ کړي، بلکې ډېر ځايي ښوونکي يې هم روزلي چې د ځايي ښوونې سويه تر ډېرې اندازې پورې لوړه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای