CRI Online

له شينجيانګ سره د جيانګ سو ولايت د خلکو روغتون د زړو کسانو مرستندويه ډله

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 14:30:03

په ۲۰۱۵ کال کې د جيانګ سو ولايت د خلکو روغتون له شينجيانګ سره د طبي مرستې لپاره د تجربه لرونکو زړو ډاکترانو يوه ډله شينجيانګ ته وليږدوله، دغه ډاکتران يا د تقاعد عمر ته نږدی شوي او يا تقاعد شوي وو، دوی ټول لوړه طبي سويه لرونکي دي.

سپين سرې جو ان د يادې ډلې يوه غړی وه. هغې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې د شينجيانګ ئلي سيمې ته ولاړه او د ځايي وګړيو لپاره يې طبي خدمتونه ترسره کول. هغې خبريال ته وويل

((زما نوم جو ان دی او سږ کال ۷۴ کلنه يمه.))

سپين سرې جو ان د شکر ناروغۍ درملنې په برخه کې يوه کارپوه ده. شينجيانګ ته د دوو ځلو مرستندويه فعاليتونو په بهير کې يې دا پيدا کړې چې په ئلي سيمه کې د شکر ناروغۍ د اخته کېدو انډول لوړ دي چې د ځايي وګړيو په خوراکي عادت پورې اړه لري. هغې وويل

(( د شينجيانګيانو په خوراکو کې د پسه او غوايي غوښه زياتره برخه نيسي، له دې پرته، دوی ډېرې مېوې هم خوري. په دغو مېوو کې د قند انډول لوړ دي، نو دوی کې د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو اندازه لوړه ده. زما په اند، په دې سيمه کې بايد د شکر ناروغۍ د علاقې او مخنيوي کارونه پياوړي شي. ))

د ډاکترې جو ان په اند، په شينجيانګ کې د شکر ناروغۍ د علاج او مخنيوي په برخه کې مخنيوی کمزوری دی، نو هغې وړانديز وکړ چې له شينجيانګ سره مرستندويه ډاکتران بايد د شينجيانګ ځايي وګړيو ته د شکر ناروغۍ د مخنيوي په اړه مطبوعاتي کارونه پياړوي کړي چې ځايي وګړي لا زيات اړوند مالومات تر لاسه کړي.

څرنګه چې د جيانګ سو ولايت د خلکو روغتون ډاکټران غښتلي طبي تخنيکونه لري او د شينجيانګ ځايي وګړيو ته يې په صادقانه توګه طبي خدمتونه کړي او کوي يې، نو د شينجيانګ ځايي وګړي پر دغو ډاکټرانو ډېر باور لري. کله چې دوی دا خبر واورېد چې د جيانګ سو ولايت ډاکټران ئلي سيمې ته تللي، ډېر ناروغان دلته راغونډ شوي وو. ډاکټره جو ان په دې جمله کې د يوې ناروغې په هکله ژوره خاطره لري. هغه وايي

((د دې ناروغې نوم سو شيو ينګ دی او ۶۷ کلنه وه. هغه د هوی قوم ده. زما په ياد کې سپين سرې سو د دې دوو زامنو په يوه ګاډۍ کې د ئلي دوستۍ روغتون ته راوړه. هغه ۳۴ کاله مخکې په ناروغۍ اخته شوې او نه شولی درېدلی، يوازې د څرخي له لارې يې تګ راتګ کولی شو. د دې د لاسونو او پښو د هډوکو شکلونه بدل شوي وو او په مخ کې يې هېڅ څرګنده نښه نه وه. د طبي ازموينو د نتيجو له مخې، هغه د شکر ناروغۍ، د وينې فشار ناروغۍ او روماتيزم په شمول ځينو ناروغيو اخته شوې وه او د ناروغۍ حالت يې پيچلی و. هغه زما تر وړانديز لاندې په روغتون کې بستري شوه او زما له طريقې سره سم تر درملنې وروسته د دې حالت ښه شو. ))

ډاکټرې جو ان خبريال ته وويل، هغه مخکې شينجيانګ ته نه وه تللې او شينجيانګ تل د دې په زړه کې و. کله چې هغې دا خبر واورېد چې له شينجيانګ سره د جيانګ سو ولايت د خلکو د روغتون په مرستندويه ډله کې شامله شوه، هغه ډېره خوشحاله وه او د دې په اند، دا د وياړ وړ کار و. هغې وويل، له شينجيانګ سره طبي مرستندويه کارونه د شينجيانګ د ځايي وګړيو له ګټو سره نږدې اړيکې لري، نو ستر اهميت لري. هغې هيله وښودله چې لا زيات کسان به د شينجيانګ سيمې ته پاملرنه وکړي او ورسره ډېرې مرستې به وکړي.

۶۲ کلن ډاکټر جو ګوانګ جيا تر تقاعد مخکې د جيانګ سو ولايت د خلکو روغتون د چيني دوديز طب د څانګې مشر و. هغه د څه باندې څلوېښتو کلونو لپاره د چيني دوديز طب او د دوديز درملو په وسيله د ناروغيو درملنې کړي او د سختو او ناڅاپه ناروغيو د درملنې په هکله ښه تجربه لرونکی دی. هغه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو کې د شينجيانګ د قزلسو قرغز خپلواکې سيمې ته ولاړ چې ځايي وګړيو ته يې طبي خدمتونه برابر او ځايي ډاکټرانو ته يې درسونه ورکړل. له دې څخه مخکې، هغه په ۲۰۱۳ کال کې ډاکټر جو ګوانګ جيا د قزلسو قرغز خپلواکې سيمې د يولوغچات ولسوالۍ چربون مکتب ته سفر وکړ او له دوو زده کوونکو سره يې مرستندويه اړيکې ټينګې کړې. د ده په اند، له شينجيانګ سره مرسته کول د وګړيو له ځاني ګټو سره اړه لري. هغه هيله لري چې لا زيات کسان د شينجيانګ چارو ته پاملرنه وکړي. ده وويل

(( زموږ دغه کار دومره لوی کار نه دی، خو اړين او اهميت لري. هيله لرو چې لا زيات کسان د شينجيانګ لارو ته پاملرنه ورکړي او ورسره مرستې وکړي. تېر کال يو ملګري زما د بيان تر اورېدو وروسته په مرستندويه کارونو کې هم ګډون وکړ. له دې نه پرته، د نورو سيمو د روغتونو ډاکټرانو او مشرانو هم په دې مرستندويه پلان کې برخه درلوده چې په عمومي توګه يې د برچون مکتب له لسو زده کوونکو سره مرستندويه اړيکې ټينګې کړي دي. ))

د جيانګ سو ولايت د نان جينګ ښار او د شينجيانګ د قزلسو قرغز خپلواکې سيمې ترمنځ مستقيم هوايي واټن څه باندې شپږ زره کيلومتره دی. د زړو ډاکټرانو ياده ډله له نان جينګ ښار څخه قزلسو قرغز سيمې ته تلل لومړی د الوتکې په وسيله د شينجيانګ مرکز ارومچي ته چې مزل يې شپږ ساعته دی، بيا وروسته د دوو ساعتو لپاره د الوتکې له لارې قزلسو قرغز سيمې ته ولاړل او په پای کې د يو ساعت لپاره د موټر په وسيله مرستندويه ځای اشتو ته ورسېدل. سره له دې چې واټن ډېر لرې دی او مزل يې ستړی کېدونکی دی، خو دغو زاړو ډاکټرانو کې هېچا ستړيا ياده نه کړه.

ډاکټر جو ګوانګ جيا وويل، که اړتيا وي، هغه به هر وخت له غوښتنې سره سم له شينجيانګ سره په مرستندويه کار کې ګډون وکړي. د ده په اند، له شينجيانګ سره د طبي مرستندويه کار اصلي موخه دا ده چې د ځايي طبي کارکوونکو خدمتي سويه لوړه کړو چې ځايي وګړيو ته يوه ثابته طبي ډله وروزل شي او ځايي وګړيو ته ښه طبي خدمتونه وکړي. ده وويل

((زما په اند، هم له بېوزلو کسانو سره د مرستې کارونه او هم له شينجيانګ سره د مرستندويوکارونو، په ترڅ کې مهم ټکی ځايي وګړيو ته مراجعه کول دي. څرنګه چې موږ هلته په لنډمهالي توګه پاتې وو او د ځايي وګړيو اړتياوې مو نه شوای پوره کولی. د ځايي وګړيو د طبي مسئلې حل و فصل او د کار مسئوليت د ځايي طبي کارکوونکو پر غاړه وو، نو زموږ عمده دنده ځايي طبي کارکوونکو ته روزنه ورکول او د دوی طبي سويې لوړول دي. نو موږ له ځايي روغتون سره د ځايي طبي کارکوونکو د روزلو تړون لاسليک کړی چې د درملنې په ترڅ کې دوی ته زموږ تخنيکونه وړاندې کوو او په بېل وخت کې دوی ته درسونه هم ورکوو. ))

ډاکټر جو ګوانګ جيا د مرکې په پای کې وويل، له شيجيانګ سره مرستندويه کارونه يوه اوږده او درنه دنده ده، موږ بايد په دغو کارونو ټينګار وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای