CRI Online

جرمنی او فرانسې ته د شينجيانګ د کولتوري تبادلې پلاوي سفرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 16:25:15

د شينجيانګ د کولتوري تبادلې پلاوی چې د شينجيانګ مسئلې له پوهانو او مذهبي کارکوونکو څخه جوړ شوی ، په تيره مياشت کې د جرمني مرکز په برلين کې د جرمنی علمی او سياسی صندوق په بلنه ورسيد او ددې صندوق له زياتو اسيا پيژندونکو پوهانو سره يې د نظريو تبادله وکړه.

په غونډه کې د پلاوي مشر، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د قوم پيژندنې او انسان پيژندنې د انسټيټوټ رئيس وانګ ين جونګ جرمني پوهانو ته د شينجيانګ د اويغوری خپلواکې سيمې د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا ، د وګړو ژوند د ښه والي، کولتوری خپرونې او ادامې او مذهبي ازادۍ په هکله د چين لخوا تطبيق شوې تګلارې او تر ګوتو شوې لاسته راوړنې معرفي کړې ، دغه راز هغه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د پلي کيدو په رڼا کې شينجيانګ ته رسول شوي ښه فرصتونه هم دوی ته بيان کړی ، د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ ، ټولنيز ثبات او د وګړو سر و مال ته د مذهبي تندلارۍ ، زورور ترهګرۍ او ملی تجزيه غوښتنې لخوا رسول شوي ستر زيانونه او په چين کې د نسبتا شتمنې ټولنې د ودانولو او د هيواد د عصري کيدو بهير ته د يادو دريو ناوړو ځواکونو لخوا رسول شوې سختې بدې اغيزې هم يادې کړې دي.

ښاغلي وانګ وويل ، شينجيانګ په چين کې د يو کمربند او يوې لارې تګلارې د تطبيق په مرکزي سيمه کې واقع دی ، خو جرمني د دې تګلارې د تطبيق په بهير کې کليدی رول لوبوي. د څو عواملو تر اغيزو لاندې، په تيره بيا د يادو دريو بدو ځواکونو د تحريف او جعلي تبليغاتو له امله کم شمير رسنۍ او جرمنيان د شينجيانګ په هکله بدګماني او سم مالومات نه لري، ښاغلي وانګ هيله څرګنده کړه چې د پلاوي د تشريحاتو او د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو د صادقانه تبادلې له لارې د شينجيانګ په هکله د جرمنيانو پيژندنه نوره هم عيني شي، ځکه چې دا د يو کمربند او يوې لارې د تګلارې د تطبيق په مقصد د جرمني د لا ستر رول د لوبولو لپاره ګټه لري.

د تيرې مياشتې په نولسمه نېټه نوموړی پلاوی پاريس ته ورسيد او ښاغلي وانګ هم فرانسوي پوهانو ته د شينجيانګ په هکله مالومات معرفي کړي او و يې ويل چې چين د زياتو قومونو لرونکی هيواد دی او د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د اقتصادي پرمختيا سرعت نسبتا ورو دی او توليدي ځواکونه په سيمه کې نشي ليږل کيدای ، نو د اقتصاد نابرابری رامنځته شوې ده. په شينجيانګ کې يو شمير ظالمانه پېښې په ترهګريزو عملياتو سره تړاو لري، نه په قومي مسئلې پورې. نن ورځ د ترهګرۍ ګواښ هم د ټولې نړۍ په وړاندې ګډه ستونزه ده . د بېلابېلو سيمو ترمنځ د پرمختيا د برابرولو لپاره د چين مرکزي حکومت شينجيانګ ، په تيره بيا د شينجيانګ جنوبي سيمې ته ډيرې مرستې برابرې کړې او د شينجيانګ د ښوونيزو او طبي شرايطو د ښه والی لپاره يې زياتې هڅې کړې دي

د فرانسوي پوهانو په غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په هدف د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی پېشنهاد يادونه يې وکړه. د برخوالو لويديځو پوهانو او رسنيو به سترګو کې نوموړی وړانديز لويديځ ته د چين پراختيا غوښتنه ده . د چينايي پوهانو په اند دا د چين پراختيا غوښتنه نه ده . دا يو ورخلاصی وړانديز دی او په کوم يو هيواد اړه نه لري، مقصد يې په وچه احاطه شويو سيمو اقتصادي پرمختګ او د ستونزو ليرې کول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای