د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې ځايي حکومت څو ورځې مخکې د چين، مغولستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز په جوړونه کې د شينجيانګ د ګډون لايحه خپره کړه چې له مخې يې له مغولستان او روسيې سره د شينجيانګ همکاريز محتويات بشپړ شوي. د پلان له مخې، تر ۲۰۲۰ پورې به له دغو دواړو هېوادونو سره د شينجيانګ عمومي ترانسپورټي شبکه په بنسټيزه توګه بشپړه شي.
د ياد اقتصادي دهليز په جوړونه کې د شينجيانګ د ګډون پلان عمده محتويات د ترانسپورټي بنسټيزو تاسيساتو پرمختګ هڅول، د بندر جوړونه او د ګمرکاتو، د توليداتو د کيفيت د قرنتين ادارې څارنې پياوړي کول، د توليدي توان او پانګونې په برخه کې د همکاريو ژورول، د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پراخول او د سيمه ييزې او سرحدي سيمو ترمنځ همکاري پياوړي کول دي.
د مالوماتو له مخې، د چين، مغولستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز جوړونه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چوکاټ کې روانه ده او موخه يې د دريو هېوادونو تر منځ د همکاريو په هراړخيزه توګه ژورول دي. شينجيانګ به د خپلو وړتياوو په کارولو سره پرانيستنه پراخه کړي او د اقتصادي پرمختګ حياتي ځواک به پياوړی کړي.
په شينجيانګ کې څه باندې يو مليون کسانو له بېلا بېلو روزنو څخه ګټې اخيستي دي
د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت ادارې څو ورځې مخکې خبر ورکړ، سږ کال په شينجيانګ کې د يو مليون دوو نيم لکو تنو په شمول د ښارونو او کليو د اضافه بست کاري ځواکونو، د خپلو چارو د جوړونکو او بيکارانو د مناسبو مهارتونو د زده کولو لپاره کورسونه په لاره اچول شوي دي چې د يادو روزنو په رڼا کې څلور لکه تنه استخدام شوي او دوه پنځوس زرو تنو بيکارانو مناسب کارونه پيدا کړي دي .
د يادولو وړ ده چې د کاشغر ، ختن ، کزله او اقسو په شمول د څلورو سيمو اضافه بست کليوالو ته د کار برابرولو لپاره چې د شينجيانګ په جنوب کې واقع دي او اقتصاد يې وروسته پاتې وو، د روان کال له پيل څخه د مهارت او ملي ژبې د زده کولو وړيا روزنه اجرا شوې دي، د بېلګې په توګه په کاشغر او ختن کې اوه څلوېښت زرو تنو بيکارانو له يادې روزنې څخه ګټه اخيستې ده .
د نساجۍ او کاليو ګنډلو تصدۍ د اضافه بست کسانو د منلو عمده يونټ دی ، نو سږ کال په شينجيانګ کې هغو تصديو ته چې د بيکارانو د روزلو دنده په غاړه لري، مالي مرسته ورکول کيږي چې دغه پانګه شپېتو مليونو يوانو ته رسيږي او له لسو مليونو امريکايي ډالرو سره برابرې دي. د تير سپتمبر تر پايه پورې شپږ اويا زره تنه روزل شوي دي.
له شينجيانګ او شي ځانګ سره د مرستې لپاره ورته د لس زرو تنو لارښوونکو د ليږدولو پلان تطبيق شو
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ښوونې وزارت خبر ورکړ، د شينجيانګ او شي ځانګ د ښوونې سويې د لوړولو لپاره، دغه وزارت د پرمختګ او اصلاحاتو له ادارې، ماليې وزارت او د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت سره له شينجيانګ او شي ځانګ سره د مرستې لپاره د لس زرو تنو لارښوونکو د ليږدولو پلان خپور کړ چې له مخې به يې هر کال د چين د سترې برخې د ځينو ښوونځيو تکړه ښوونکی به شينجيانګ او شي ځانګ ته وليږل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |