CRI Online

ځايي کيک ښه بازار لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-25 15:14:08

د ختن ښار د نور باغ په کوڅه کې د کيک يوه مغازه شته چې خاونده يې ګل جماله نوميږي او د مغازې نوم يې ګل کاتي کاتي دی . څرنګه چې د کيک جوړولو اومه مواد او د جوړولو مهارت يې ښه دی ، نو تود بازار لري او هميشه د ختن ښار د زياتو هوټلونو او ميلمستونو لخوا سپارښتنې تر لاسه کوي. خبريال تازه دې مغازې ته لاړ او مغازې ته له ننوتلو وروسته يې وليدل چې يوې د منځنۍ عمر لرونکې ښځې مشتريانو ته کيکونه ورکول ، هغه د دې مغازې خاونده ګل جماله ده.

ګل جماله د کوچنيتوب په موده کې د کيک له جوړولو سره علاقه درلوده او د کيک د يوې مغازې د پرانيستلو هيله يې لرله . په ۲۰۰۷ کال کې ګل جماله د زياتو کلونو په پس اندازونو يوه داسې مغازه جوړه کړه. د خپل جدي کار له برکته جوړ شوي کيکونه يې د ګڼ شمير مشتريانو خوښيږي چې علت يې دا دي په لومړيتوب کې يوازی د کيک په منځ کې پنځه ډوله وچه ميوې او يا ميده شوې لوبيا وي، ورپسې د چارمغز او د ګلاب مربا لرونکي کيکونه پلورل.

ګل جماله وويل چې د چارمغز بايد نرم او د ګلاب مربا بايد خالصه وي او دواړه بايد په مناسب ډول يو ځای شي، دغه راز د هګۍ ، اوړو او بورې تناسب هم بايد دقيق وي چې په نتيجه کې به جوړ شوي کيکونه ډير خوندور وي .

اوس د ګل جمالې لخوا جوړ شوي کيکونه ډير شهرت لري او هره ورځ د مغازې په وړاندی مشتريان يې په کتارونو ولاړ وي چې کيکونه تازه له تنور او داش څخه راوړل شوي، سمدلاسه ټول خرڅيږي. هر کله چې د پسرلي او يا د سپوږمۍ اخترونه رارسيږی، تقاضا يې تر عرضې زياته وي. ګل جماله په وياړ خبريال ته وويل، که څه هم زموږ کيکونه د مشتريانو لخوا ځايي کيکونه نومېږي، خو د خرڅولو کلنۍ اندازه يې يو مليون ته رسېږي. نه يوازې په شينجيانګ او د چين په نورو برخو کې، زموږ کيکونه ښه خرڅېږي، بلکې د کاناډا، سينګاپور او ترکيې په شمول هېوادونو کې هم ښه پلورل کېږي.

ښاغلي جانګ چې د کار لپاره له بېجينګ څخه ختن ته راغلی، په دې مغازه کې کيکونه واخيستل. هغه خبريال ته وويل، د ۲۰۱۶ کال د رخصتۍ په موده کې مې د ځينو کيکونو په راوړلو سره بېجينګ ته ستون شوم، زما د کورنۍ غړو او دوستانو له خوړلو وروسته ټولو ويلي چې دغه کيکونه ډېر خوندور دي چې د دوی ډېر خوښ شول. ور پسې له يو کال راهيسې دوی کله نا کله له ما څخه بيا هم غواړي چې د دوی لپاره دغه کيکونه واخلم او بېجينګ ته يې وليږم. د ۲۰۱۷ کال د سپوږمۍ تر اختر يوه مياشت مخکې مې د سلو کيکونو سپارښتنه کړې وه.

د ګل جمالې د دې مغازې د کاروبار په تودوالي سره، ډېر کسان د کيک جوړولو مهارت د زده کړې لپاره دغې مغازې ته لاړل. پروا نشته چې څوک غواړي دغه مهارت زده کړي، ګل جماله د دوی هر کلی کوي او په جدي توګه يې دوی ته د کيک پخولو مهارت ورزده کول. اوس د دې لخوا په روزل شويو زده کوونکو کې څه باندې شلو تنو پخپله د کيک مغازې پرانيستلې دي. د ګل جمالې په مغازه کې کارکوونکې تورشنايي کوربنتورسن وويل، خور ګل جماله د کيک جوړولو مهارتونه ټول ما ته رازده کړي، هغه هم تل ما هڅوي چې ښه زده کړه وکړم، کله چې زما مهارتونه پاخه شي، هغه به د يوې مغازې د پرانيستلو لپاره له ما سره مرسته وکړي.

ګل جمالې وويل، کيک د چين عنعنوي خواړه دي، د اويغوري قوم وګړي هم دغه خوراک خوښوي. اوس ډېر مشتريان زما دوستان ګرځېدلي، کله چې د سپوږمۍ اختر رسيږي، دوی زما لخوا جوړ شوي کيکونه خپلو کورنيو او دوستانو ته ليږدوي، دا زما لپاره د وياړ وړ کار دی.

اوس ګل جماله له ملګرو سره په انټرنيټي شبکه کې هم د کيکونو خرڅول پيل کړي دي، هغه هيله لري او خوشبينه ده چې دغه ځايي کيکونه به لا لوی بازار ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای