CRI Online

شينجيانګ د نړيوال طبي خدمتي مرکز جوړونه چټکه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 11:05:26

ازبکستاني مېرمن ګلي مخکې ماشوم نه درلود يعنې شنډه وه او ډاکټر هغې ته ويلي وو چې تاسو نه مور کېږئ، نو له درملنې څخه لاس واخلئ. هغې د لږې هيلې په لرلو سره د شينجيانګ اويغوري روغتون ته ولاړه او هلته تر درملنې لاندې وه. د حيرانتيا وړ ده چې تر درملنې وروسته هغه يوه مور شوه. له دې امله ګلي د چين له ډاکټرانو څخه ډېره مننه کوي. هغې خبريال ته وويل

((د چين له ډاکټرانو سره ډېره مينه لرم، دوی ما سکه خور بولي. د چين طبي شرايط ډېر غښتلي دي. ))

مېرمن ګلي له هغو بهرنيو ناروغانو څخه يوه ده چې د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې له نړيوال طبي خدمتي سيسټم څخه يې ګټه اخيستې ده. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر وړاندې کېدو وروسته، شينجيانګ د خپلې جغرافيايي وړتيا او د ګاونډيو هېوادونو په نسبت د مخکښې طبي سويې په کارولو سره د دغو هېوادونو لپاره د نړیوال طبي خدمتي مرکز د جوړولو لپاره کوښښونه کړي او د طبي خدمت په برخه کې يې نړيوالې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړې دي. د شينجيانګ د خلکو روغتون مرستيالې معينور نياز په دې اړه ښې تجربې لري او د دې په اند، شينجيانګ د نړيوال طبي خدمتي مرکز د جوړولو په برخه کې طبيعی وړتياوې لري. دې وويل

((فکر کوم چې بهرني ناروغان د درملنې لپاره شينجيانګ ته راتلل يو ګټور کار دی، څرنګه چې شينجيانګ ښه طبي تخنيکونه لري او د جګپوړې طبي خدمت په اړه لګښت يې مناسب دی. برسيره پر دې، موږ ورته کلتور او ژبې لرو، دا هم د ګاونډيو هېوادونو د ناروغانو د راجلبولو يو لوی لامل دی.))

د بهرنيو ناروغانو د زياتېدونکو طبي اړتياوو د پوره کولو لپاره، د شينجيانګ ځايي روغتونونو يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د شينجيانګ د خلکو له روغتون نه پرته چې د لسګونو کلونو لپاره پکې نړيواله طبي خدمتي څانګه جوړه شوې ده، د شينجيانګ د طب پوهنتون په اړه د لومړي روغتون په شمول پنځو روغتونونو کې نوې نړيوالې طبي خدمتي څانګې هم جوړې شوي او هغه طبي کارکوونکي پکې ګمارل شوي چې د ګاونډيو هېوادونو ژبې ويلی شي او د بهرنيو ناروغانو لپاره يې اسانتياوې برابرې کړي. اوس په دغو پنځو روغتونونو کې د بهرنيو ناروغانو لپاره ۵۰۰ کټونه چمتو شوي او د منونکو بهرنيو ناروغانو عمومي شمېر يې لسګونو زرو ته رسېدلی دی.

بهرنيو ناروغانو ته د طبي خدمت د برابرولو په عين وخت کې د شينجيانګ طبي سويه هم د ګاونډيو هېوادونو د پاملرنې وړ ده. د نړيوال طبي خدمتي مرکز د جوړولو له امله د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ طبي همکارۍ ته مهم فرصت برابر شوی دی. د شينجيانګ روغتيايي ادارې او اړوندو ادارو د وړ کسانو د روزنې، طبي همکارۍ او علمي څېړنې په برخو کې د قزاقستان او تاجکستان په شمول د منځنۍ اسيا له ځينو هېوادونو سره څو قطبيزې تبادلې او همکارې کړې دي. د شينجيانګ د خلکو روغتون مرستيالې معينور نياز وويل

((په دې وروستيو کلونو کې شينجيانګ د طبي چارو او علمي څېړنې په برخو کې ګړندی پرمختګ کړی دی. د ګاونډيو هېوادونو د طبي ادارو څو پلاويو د شينجيانګ له روغتونونو څخه ليدنې کتنې کړې او زده کړې يې کړې دي. د ګاونډيو هېوادونو د روغتيايي ادارو په بلنه زموږ د کارپوهانو پلاوي هم د تبادلې لپاره دغو هېوادونو ته لاړل. د ګاونډيو هېوادونو د ناروغانو لخوا د شينجيانګ د طبي خدمتي مالوماتو د پېژندلو لپاره، په ځينو روغتونونو کې د روسيې او انګليسي ژبو ويبپاڼې پرانيستل شوې چې له دې څخه د چين طبي وړتياوې او اغېزې څرګندېږي.))

اوس د چين د کمونېست ګوند او دولت تر قوي ملاتړ لاندې، په شينجيانګ کې د نړيوال طبي خدمتي مرکز جوړونه روانه ده. دغه بازار ستر پټ ځواک لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای