CRI Online

د پرمختګ د نويو نظريو تطبيق د وګړيو غوښتنو ته ځواب وايي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-04 16:34:27

تېر کال د چين د۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د ۵مې غونډې په بهير کې عمومي منشي شي جين پينګ د شينجيانګ د استازو پلاوي په بحث کې ګډون وکړ او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ چې ځايي وګړي بايد د پرمختګ نوې نظريې تطبيق کړي. له يو کال راهيسې، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو حکومتي کارکوونکو او وګړيو د شي جين پينګ د سپارښتنې په منلو سره په ګډه کوښښونه کړي او کوي يې.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شينجيانګ د ګوې مي ايکولوژيکې تکنالوژۍ د اسهامي شرکت د ګوندي څانګې مرستيال عادل عبدالله رزاق له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د پرمختګ د نوې نظريې تطبيق سره بايد ځانګړې او د اړتيا وړ چارې ابادې کړو، زه په دې اړه ډېره تجربه لرم.

عادل عبدالله رزاق په ۲۰۱۲ کال کې په ياد شرکت کې په دنده ګمارل شوی. دغه شرکت د خوتن سيمې په کېريه ولسوالۍ کې پروت دی او د ځايي جغرافيايي وړتيا او طبيعي سرچينو په کارولو سره د ګلاب ګل د روزلو او چمتو کولو په چارو لګيا دی. عادل وويل، د ګلاب په روزلو سره د بزګرو عايدات لوړ شوي دي. اوس د کېريه ولسوالۍ په ئارال علاقه دارۍ کې کابو هره کورنۍ د ګلاب ګل کوچنی يا لوی باغ لري. د ګلاب اقتصادي ارزښت د نورو نباتاتو په نسبت ډېر لوړ دی چې له بېوزلۍ څخه د ځايي بزګرانو د ژغورلو او برخليک يې د بدلولو لپاره د نيکمرغۍ ګل بلل کېږي.

عادل وويل، د ده شرکت له جوړېدو راهيسې يې له ځايي بزګرانو څخه د ګلاب د وچو غوزو او بوټو د اخيستلو په برخه کې څه دپاسه ۱۱ مليونه يوانه لګولي، د ګلاب د کرلو او توليد خونې لپاره يې يو لک ۴۲ زره ځايي بزګر ګمارلي او دوی ته يې ۱۶.85 مليونه يوانه معاشونه ورکړي دي. عادل وويل، د بزګرو د عايداتو په لوړېدو سره، د دوی افکار او نظريې هم پراخې شوي، دوی د شپې په ښوونځي کې د کرنې علمي تکنالوژۍ زده کړې او مسلکي همکاريزه ټولنه يې جوړه کړې او د سيلانۍ چارې يې هم پيل کړې دي. عادل وايي، هغه به د ملي ولسي کانګرس د يو نوي استازي په توګه د پرمختګ نوې نظريې پر تطبيق ټينګار وکړي او د ځانګړو چارو په کارولو سره به له بېوزلۍ څخه د ځايي بزګرو د ژغورلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي باو ان مينګ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، تېر کال د چاپېريال ساتنې د نظريې تر لارښوونې لاندې، شينجيانګ په جدي توګه د ايکولوژيکي چاپېريال تنظيم پياوړې کړې او د هوا، اوبو او ځمکې د ککړتيا د مخنيوي او کمولو لپاره يې يو لړ عمليات ترسره کړي چې په نتيجه کې يې شينجيانګ کې په عمومي توګه ايکولوژيکي چاپېريال ښه شوی او د شينجيانګ بڼه نوره هم ښکلې شوې ده.

ښاغلي باو ان مينګ له لسګونو کلونو راهيسې د تاليمو سيند د حوزې پراخوالي د ايکولوژيکي چاپېريال د ادارې په کارونو بوخت دی، هغه وويل، تر يو لړ کوښښونو لاندې، يادې سيمې ګام په ګام له حياتي ځواک څخه ډکې شوې دي. په ۲۰۱۷ کال کې د تای ته ما جهيل د اوبو پراخوالی د تاريخ تر ټولو لويې اندازې ته رسېدلی او د ۵۱۱ مربع کيلومترو په پراخوالي جهيل او لندې سيمې جوړې شوې چې د کال په څلورو موسمونو کې اوبه پکې او ډنډ ولاړې ړي.

باو ان مينګ خبريال ته وويل، شينجيانګ شنه غرونه او پاکې اوبه لري، هر ځای يې پاک او ښکلی دی، دا ډېره د خوشحالۍ وړ خبره ده. د شينجيانګ ښکلې منظرې او ايکولوژيکي چاپېريال ډېر زيات سيلانيان راجلبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای