CRI Online

د ښو حاصلاتو د لاس ته راوړلو لپاره د بزګرانو هڅونه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-11 10:49:03

څو ورځې مخکې د اقسو ښار د تون کتيګن کلي يو بزګر منيشاخان محمد په خوښۍ سره خبريال ته وويل چې تير کال زما د صفر اعشاريه شپږ هکتارو په مساحت ځمکه کې د پمبې ښه حاصلات ورکړي او ښه ګټه مې ترې اخيستې ده. علت يې دا دی چې حکومت موږ ته د غوره جنس تخمونه برابر کړي او د ماشين په وسيله د کرلو ميتود يې هم رازده کړی دی، دغه راز د پمبې پيرودلو شرکت په ابتکاري توګه زموږ سره د پمبې پيرودلو تړونونه لاسليک کړي دي.

د تخنيکي پرسونلو د پوره لارښوونې له برکته پمبې د ماشين په وسيله شکول شوې او د محمد له اټکل څخه وتلې خبره دا وه چې توليدي اندازه يې له دريو ټنو څخه اوښتې چې د تيرو کلونو په پرتله تر ډېرې اندازې پورې زياته وه . د محمد په وينا د اوبواو پلاستيکي پردو د اخيستلو له لګښتونو پرته، زما ګټه له لسو زرو يوانو څخه زياته وه چې له امله يې تير کال زما له سر څخه د غريبۍ خولۍليرې شوې ده .

اقسو په شينجيانګ کې د پمبې توليدولو اډه ده او هر کال د پمبې کرلو مساحت نژدې پنځه لکوڅلويښتو زرو هکتارو ته رسيږي چې دغه کرنه د بزګرانو د عايداتو د زياتولو عمده لار ده . د اقسو د کرنې ادارې د يوې شمېرنې له مخې تير کال په اقسو کې د پمبې توليدي اندازه يو مليون څلورو لکو څلوېښتو زرو ټنو ته رسيدلې چې د وړم کال په نسبت يو لک اوه څلوېښت زره ټنه زيات شوې ده . د يادې ادارې د مشر په وينا د پمبې ښه حاصلات او د بزګرانو ګټو زياتوالی په هغو اصلاحاتو پورې اړه لري چې غوره جنس تخمونه يې کرلي او د پمبې شکولو ماشين استعمالوي، د پمبې پيرودلو شرکت له بزګرو سره د کرلو تړون لاسليکوي او داسې نور.

د اړوند خبر له مخې، مخکې د پمبې بيه د حکومت لخوا ټاکل کېده. په ۲۰۱۴ کال کې دغه تګلاره پلې شوې ده چې د پمبې پيرودلو بيه د بازار لخوا ټاکل کېږي او حکومت به په اړين وخت کې له بزګرانو سره مرسته وکړي. دغه تګلاره د پمبې کيفيت د ښه والي، په بازار کې د شينجيانګي پمبې د سيالۍ توان د لوړتيا او د بزګرو د ګټو د زياتوالي لپاره ګټوره ده، خو دا يو بهير ته اړتيا لري. نو د اقسو ځايي حکومت د پمبې کيفيت د لوړولو او د بزګرانو د ګټو د زياتولو لپاره مناسبه تګلاره غوره کړې او د پمبې کرلو په سيمو کې د تخمونو د مناسب کرلو، د اوبو د سپما کولو، د سرو شيندلو ښې طريقې د غوره کولو ، د مضرو حشراتو او ناروغيو د مخنيوي او د ماشين په وسيله د پمبې شکولو پرمختللي تخنيکونه کارولي چې په نتيجه کې د پمبې کيفيت لوړ شوی، د کرلو اصلي لګښت کم شوی او توليدي اندازه زياته شوې ده . په عين وخت کې ځايي حکومت د پمبې يو توليدي ايتلاف جوړ کړی چې د منسوجاتو د تصديو، د پمبې د چمتو کولو تصديو، د بزګرانو او ځايي حکومتي ارګان په جوړښت رامنځته شوی دی، دغه راز د پمبې د توليد، چمتو کولو او پلورلو ټولې برخې په ښه توګه ترسره کېږي چې په ځواکمنه توګه د پمبې چارو سالم پرمختګ هڅول شوی دی.

تېر کال په اقسو سيمه کې د بزګرانو ګټو د زياتوالي لپاره په څو صنعتي چارو کې د پمبې چارو ډېر خدمتونه کړي دي. د پمبې چارو د ښو حاصلاتو له امله، د بزګرانو منځني عايدات ۲۳۶۷ يوانه زيات شوي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت دا اندازه ديارلس سلنه زياته شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای