CRI Online

په خپلو موټرونو کې سفر کوونکي د شينجيانګ جنوبي کليوالو سيمو ته تللي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-24 16:10:50
په خپلو موټرونو کې سفر کوونکي د شينجيانګ جنوبي کليوالو سيمو ته تللي

په خپل موټر کې له سفر سره مينوال يو های يانګ چې د شينجيانګ په ارومچي ښار کې ازاده دنده پر غاړه لري، په تېره اپريل مياشت کې يې په يو ځانګړي سيلانيز فعاليت کې ګډون وکړ چې د شينجيانګ د نړيوال سپورټ سيلانيزې ادارې لخوا ترتيب شوی او نوم يې د قومی يووالي د ټينګولو په موخه د لسګونو زرو کيلومترو په تېرېدو سره له ښکليو کليوالو سيمو څخه ليدنې کول وو. يو های يانګ وويل، په دغه فعاليت کې مو نه يوازې د شينجيانګ د جنوبي برخې ښکلې منظرې وليدلې، بلکې له نږدې نه د کليوالو سيمو واقعي حالات مو وپېژندل چې دغه ډول فعاليت ډېر ارزښتناک و.

د شينجيانګ د نړيوال سپورټ سيلانيزې ادارې عمومي منيجر پان جن يو وويل، ياد فعاليت کې د ځايي خلکو څه باندې ۴۰ سيلانيان او ۱۱ موټرونه راغونډ شول. کاروان د مارچ په ۳۰مه نېټه له ارومچي څخه حرکت وکړ او په ۶ ورځو کې يې د باينغولن مغولي خپلواکې سيمې، د عاقسو او کشغر سيمو د مارالبشی ولسوالۍ ته رسېدلی دی، سيلانيانو د دې ولسوالۍ د عاناکول يېزسی په غولمه هه له کلي کې د شينجيانګ د اویغوري خپلواکې سيمې د سپورتي ادارې د ميشتې ډلې له غړو سره وکتل او له ځايي کليوالو سره يې يو لړ فعاليتونه ترسره کړل.

د اپريل په لومړۍ نېټه کله چې کاروان د مارالبشي ولسوالۍ ته ورسېد، د سور سمندر منظره لرونکې سيمې د سږني کال د پرانيستنې مراسم يې وليدل او سيلانيان د دې سيمې د سږ کال لومړې ډلې توريستان وو. په زړه پورې دا ده چې د داو لنګ د سندرو او نڅاوو نمايش، د وزلوبو سيالۍ او د شمشاد ونو ښکلو منظرو سيلانيانو ته ژوره خاطره بښلې ده.

يو های يانګ خبريال ته وويل، په خپل موټر کې له سفر سره د يو مينوال په توګه، مخکې زياتره فعاليتونه مې د شينجيانګ په شمال کې ترسره شوي، د شينجيانګ په جنوب کې د دغه ځل سفر له امله د ښکلي شينجيانګ په اړه زما پېژندنې نورې هم ډېرې شوې.

د سور سمندر د منظره لرونکې سيمې د اجراييوي کمېټې مشر ليانګ باو جون خبريال ته وويل، دغه سيمه په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې. له ۲۰۱۳ کال راهيسې، د شانګهای په مرستندويه پيسو سره د دې سيمې جوړونه په پر له پسې توګه بشپړېږي. اوس د دې منظره لرونکې سيمې پراخوالی ۸۰ مربع کيلومترو ته رسېږي. په وروستيو کلونو کې يادې سيمې د ډېر شهرت له امله ډېر زيات سيلانيان راجلب کړي او د ځايي وګړيو لپاره يې په غيرمسقيمه توګه د روزګار دوه زره فرصتونه برابر کړي چې د ځايي اقتصاد پرمختګ يې هڅولی دی.

ليانګ باو جون وويل، په دې وروستيو کلونو کې دولت او خپلواکو سيمو د سيلانيزو چارو له پرمختګ قوي ملاتړ کړی، موږ په خپلو موټرونو کې د سفر کولو شکل منلی او هيله لرو چې په راتلونکي کې لا زيات دغه شان همکاري ترسره شي.

د شينجيانګ د نړيوال سپورټ سيلانيزې ادارې عمومي منيجر پان جن يو خبريال ته وويل، دغه فعاليت زموږ د پلان لومړی ګام دی، په راتلونکی کې به لا زياتې سيلانيزې لارې ترتيب کړو او د سپورټ او سيلانۍ په يو ځای کېدو سره به په سيمه کې زياتې مثبتې اغېزې رامنځته شي. موږ به د دې لپاره کوښښونو ته دوام ورکړو چې د شينجيانګ د شمال او جنوب بېلا بېل کلي د لسګونو زرو کيلومترو په تېرېدو سره له شکليو کليوالو سيمو څخه د ليدنې له سيلانيز فعاليت څخه ګټه واخلي او موږ ځايي وګړيو ته ريښتنې ګټې ورسوو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای