CRI Online

د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې شينجيانګ کې سيلانيز عايدات ۸۸۰مليونو يوانو ته رسېدلي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 16:33:55
د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې شينجيانګ کې سيلانيز عايدات ۸۸۰مليونو يوانو ته رسېدلي

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سيلانۍ پرمختګ کمېټې د مې په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، د کارګرو د نړيوالې ورځې په موده کې د شينجيانګ زياترو سيمو کې هوا ډېره ښه وه او د سيلانۍ لپاره مناسبه وه، سيلانيز بازار پکې ډېر تود و او د ثابت پرمختګ په حال کې و. د مې د لومړۍ نېټې تر دوولسو بجو پورې، شينجيانګ څه دپاسه ۱۲۹مليونه کورني سيلانيان راجلب کړي او سيلانيز عايدات يې ۸۸۰ مليونو يوانو ته رسېدلي دي.

د کارګرو د نړيوالې ورځې په موده کې د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې دشتې شنې شوي او ګلان پکې غوړېدلي دي، نو ډېرې ښايسته منظرې يې ورکړې دي. د بېلا بېلو قومونو وګړي له خپلو کورنیو سره وتلي او منظره لرونکو سيمو ته يې سفر کړی. د ښار له اطرافي سيمو څخه ليدنه، د لنډ واټن سفر، کورني سفر، په خپلو موټرونو کې سفر او ډله ييز سفر د سيلانيانو عمده انتخابات وو. د مېوو د شکولو، ساعتيرۍ، روغتيا ساتونکی سپورټ او کلتوري نمايشونو په شمول سيلانيز فعاليتونه د ډېرو سيلانيانو خوښ دي، سيلانيز مصرف د شخصي کېدو، ځانګړي کېدو، د ښه کيفيت او متنوع کېدو په حال کې دی.

د مالوماتو له مخې، د کارګرو د نړيوالې ورځې په موده کې شينجيانګ ته د ورغلو سيلانيانو شمېر کې شينجيانګيانو دوه پر درېيمه برخه نيولې او د نورو سيمو سيلانيانو يو پر درېيمه برخه نيولې. په دې جمله کې په خپلو موټرونو کې د سفر کوونکو اندازه اويا سلنه وه چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت لږ لوړ وه.

د دې لپاره چې سيلانيان له خپلې رخصتۍ څخه په پوره توګه خوند واخلي، د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې يو لړ په زړه پورې سيلانيز فعاليتونه ترسره شول چې سيلانيانو پکې ګډون کړی و او زيات خوندونه يې ترې واخيستل. د سانجي د هوی قوم خپلواکې سيمې په قوتوبي ولسوالۍ کې د کب نيولو سيالۍ ګڼ شمېر سيلانيان جلب کړي، په کلامايي ښار کې د قومونو يووالي په موخه سيلانيز فعاليت ترتيب شوی و چې د شينجيانګ د کور دننه او بهر څخه ډېرو راغلو سيلانيانو او زياتو ځايي ښاريانو پکې ګډون کړی و.

برسيره پر دې، د خامي ښار د سان داو لينګ کاني سيمه په چين کې يوازينې سيمه ده چې بخار اورګاډی پکې کار کوي، په دې وروستيو کلونو کې يې زيات کورني او بهرني سيلانيان جلب کړي. سيلانيانو دلته د بخار اورګاډي لوړ او ځانګړی اواز اورېده. د دې نوي صنعتي سيلانيز مقصد په اړه، د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې ډېرو سيلانيزو ادارو دغه يوه ورځنۍ سيلانيزه لاره ترتيب کړه چې پکې د سان داو لينګ د سکرو کان، د عه باو د مېوو د شکولو پارک او د سور ستوري ښوونيزه اډه پکې شامل دي، او سيلانو د دغې سيلانيزې لارې تود هر کلی وکړ.

د کارګرو د نړيوالې ورځې په موده کې شينجيانګ کې سيلانيز بازار امنيتي او منظم و. له دې ورځې مخکې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ کمېټې د حکومتي ويبپاڼې او ويچت له لارې د رخصتۍ په موده کې د سيلانۍ خبرونه خپاره کړي وو. په عين وخت کې يې د کارګرو د نړيوالې ورځې په موده کې امنيتي تدابير او د څارنې ځانګړي عمليات غوره کړي وو چې د سيلانۍ امنيت او بازاري نظارت يې پياوړی کړی و، نو د يادې ورځې په موده کې شينجيانګ کې د سيلانيز بازار د خونديتوب، منظم، لوړ کيفيت، موثريت او تمدن موخې عملي شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای