CRI Online

له شينجيانګ سره د مرستې لپاره د يو سپين ږيري کارکوونکي کېسه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-30 19:32:54
له شينجيانګ سره د مرستې لپاره د يو سپين ږيري کارکوونکي کېسه

د چان جي د حوي قوم خپلواکې ناحيې د سکرو ادارې مشر فو چيانګ له ځان سره دا فکر کوي چې له شينجيانګ سره د ښاغلي وانګ دنده به ژر ختمه شي ، خو بايد دده دنده نور يو نيم کال تمديد شي څو چې زموږ سره نورې مرستې راشي .

د فو چيانګ په ياد ښاغلی وانګ چې سږ کال نهه پنځوس کلن شو، يو نيم کال مخکې د شان شي ولايت ړ ځايي حکومت لخوا شينحيانګ ته ليږل شوی دی . ولې د چان جي ناحيې د سکرو اداره غواړي چې دده د دندې موده نوره هم تمديد شي؟

د تير کال په فبرورۍ مياشت کې ښاغلي وانګ ته چې د شان شي ولايت د لي ليو د سکرو ګروپ مرستيال و ، له شينجيانګ سره د مرسته کولو خبر ورکړل شو . که څه هم د مرسته کوونکو د ټاکلي عمر له مخې ښاغلی وانګ مناسب عمر نه درلود ، خو د چان جي د سکرو په کان کې يو عالي رتبه انجنير ته اړتيا وه، نو ښاغلی وانګ د شان شي ولايت د ليو ليانګ ښار په دولتي تصديو کې يوازينی وړ انجنير و.

د ښاغلي وانګ ميرمن لوموړي سر کې شينجيانګ ته د خپل ميړه د ورتګ مخالفت وکړ او و يې ويل چې ژر به متقاعد شي، ولې دومره زحمتونه په غاړه واخلۍ ؟ ښاغلي وانګ د خپلې ميرمنې انديښنې ليرې کړې او د خپلې نوې دندې د ترسره کولو لپاره په هوډ شينجيانګ ته لاړ.

په نوي يونټ کې د ښاغلي وانګ دندې د سکرو په کان کې د امنيت نظارت کول او د تخنيکي لارښوونې برابرول ، د علمي څيړنې له انسټيټيوټ سره تماس نيول او د ناحيې په نورو کانونو کې د ګازو او اوبو د مخه نيولو پلانونو طرح کول دي .

د ښاغلي وانګ په وينا د څارنې مقصد د احتمالي خطرونو مخه نيول دي ، نه جزا ورکول . د دا شی ګو په نوم د سکرو کان مشر مينګ شياو ژوې د ښاغلي وانګ د يادولو په وخت کې وويل چې د نورو استخدام شويو ماهرانو په نسبت په څارنه کې د ښاغلی وانګ رويه ډيره جدي او دقيقه ده ، په کار کې ځينې ناسمې پروسې چې پخوا يې هميشه اجرا کولې، اوس د ښاغلي وانګ لخوا سمې شوې دي . ښاغلی وانګ تجربه کار څارونکی او يادې ادارې او د سکرو کانونو زياتو خاوندانو ته د اعتبار او احترام وړ دی .

د بېلګې په توګه د تيان شين د سکرو کان تير کال جوړ شو ، يو وار ښاغلي وانګ د څارنې په وخت کې وليدل چې په کان کې د کوڅو ياد لارو جوړولو ډيزاين مناسب نه دی، نو سمدلاسه يې د سمولو وړانديز وکړ . دده د وړانديز له مخې د کوڅو اوږدوالی درې سوه متره کم شو او شپږ مليونه يوانه پيسې يې سپما شوې .

شينجيانګ ته له رسېدو وروسته ښاغلي وانګ د څارنې او نظارت لپاره د کان څاګانو ته اويا ځله ښکته شوی او د امنيت درې سوه نيمګړتياوې يې پيدا کړې دي ، دغه راز د امنيت ساتلو په هکله يې شپيته تدبيرونه هم بشپړ کړي دي چې په نتيجه کې لس مليونه يوانه پيسې يې سپما کړې دي .

له يو نيم کال راهيسې ښاغلی وانګ کور ته نه دی تللی او هيڅ رخصتی يې نه ده اخيستې.او حتی د اوونۍ او اختر د رخصتيو په موده کې يې هم کار کړی دی .

د ښاغلي وانګ د کوششونو له کبله تير کال د چان جي ناحيې د سکرو په کانونو کې د کارګرو د مرګ هيڅ پيښه نده رامنځته شوې ، نو ځکه د ناحيې د سکرو ادارې د ښاغلي وانګ د دندې مودې د تمديد غوښتنه لوړې څانګې ته وړاندې کړې او دا وړانديز يې ورته کړی چې د ناحيې د سکرو ادارې د مرستيال په حيث يې وټاکي څو چې ښاغلي وانګ د ناحيې لپاره غښتلي کارکوونکي وروزي.

سږ کال د کارګرو د نړيوال جشن له رارسېدو مخکې ښاغلی وانګ د شينجيانګ د ابادولو په مډال ووياړل شو .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای