CRI Online

د شينجيانګ د ځمکنيو بندرونو ګړندی پرمختګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ هڅولی او هڅوي يې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 15:36:03
د شينجيانګ د ځمکنيو بندرونو ګړندی پرمختګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ هڅولی او هڅوي يې

د شينجيانګ د بورتالا مغول خپلواکه ناحيه له قزاقستان سره ګډ سرحد لري، په دې ناحيه کې د الاشان او قورغاس دوو ځمکنيو بندرونو د اوسپنيزو لارو، سړکونو او نل ليکو په وسيله د حمل و نقل وړتياوو په کارولو سره د منځنې اسيا، لوېديځې اسيا او اروپا له بېلا بېلو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې همکاری ډېرې پياوړې کړي او سيمه ييز اقتصاد يې قوي پرمختګ کړی. دغه دواړه ښارونه د اسيا او اروپا ترمنځ په نوي ځمکني پل کې دوه ځلانده ښارونه ګرځېدلي دي.

د الاشان بندر د قزاقستان له دوستيک بندر څخه ۱۲ کيلومتره واټن لري او د چين په شمال لوېديځ کې تر ټولو هواره اوسپنيزه لاره ده. د ۱۹۹۲ کال د ديسمبر په لومړې نېټه په الاشان بندر کې د اوسپنيزو لارو سټېشن په رسمي توګه پرانيستل شو. بيا وروسته د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې دولتي شورا د الاشان د ازاد تجارت سيمه جوړه شوه چې په نتيجه کې الاشان د لارې له اقتصاد څخه په نړيوال اقتصاد بدل شو او د چين او د شانګهای د همکارۍ سازمان د نورو غړو هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري ګړندی پرمختګ پيل کړ. د دې سيمې د ادارې کمېټې د سوداګرۍ راجلبولو رياست مرستيال منګ که چیو لو وويل

((د الاشان د ازاد تجارت سيمه د ۲۰۱۱ کال د مې په ۳۰مه نېټه د دولتي شورا په منظورۍ جوړه شوې. تر اوسه پورې په دې سيمه کې د ميشتو تصديو شمېر ۴۷۷ ته رسېدلی او زياتره يې سوداګری کوي او څه باندې ۳۰ تصدۍ د تجارتي توکيو په چمتوالي بوختې دي. اوس زموږ په سيمه کې د زراعتي او فرعي توليداتو د چمتو کولو چارو پرمختګ تر ټولو ښه دی، څرنګه چې مخامخ قزاقستان ښه کيفيت لرونکي اومه مواد لري، مثلا غنم، لرګی او پمبې. ))

په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز تر وړاندې کېدو وروسته، د چين د چونګ چينګ، چنګ دو او يي وو ښارونو او د اروپايي هېوادونو ترمنځ اوسپنيزې لارې په وار سره پرانيستل شوې او دا ټولې لارې په الاشان بندر تېرېږي. دغه راز الاشان بندر د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اسيا او اروپا ترمنځ د دوهم حمل کېدونکي پل مهم ترانسپورتي محور ګرځېدلی دی. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د الاشان بندر له لارې د راکړې ورکړې د توکيو وزن ۱۶ مليونو ۶۵۰ زرو ټنو ته رسېدلی و چې دا د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۱۴ سلنه زيات شوی و، په همدې کال په دې بندر کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۷۲ مليارډو ۶ سوو مليونو يوانو ته رسېدلی و چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوی و.

د چين او قزاقستان ترمنځ په سرحد کې يو بل ځمکنی بندر هم موجود دی چې قورغاس نومېږي، دغه بندر له الاشان بندر څخه کابو ۳۰۰ کيلومتره واټن لري او د چين په شمال لوېديځ کې تر ټولو لوی ځمکنی بندر دی. دغه بندر د ۱۹مې پېړۍ په اتمه لسيزه کې په رسمي توګه په کار ولوېد او د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د ځمکې د هغو بندرونو په لومړي لېست کې شامل شو چې بهر ته ليږ راليږ لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای