CRI Online

د شينجيانګ التای سيمې ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي په حال کې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 16:24:54

د شينجيانګ التای سيمې ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي په حال کې

د خلکو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره د ښه ايکولوژيکي چاپېريال جوړول يوه ډېره اغېزمنه لاره ده. د شينجیانګ د التاي سيمې حکومت په وروستيو کلونو کې د خلکو د ژوند سويې د لوړولو په خاطر د ککړتیا سختو مسئلو حلولو ته لومړيتوب ورکړی او د دغو مسئلو د ليرې کولو لپاره يې ډېرې هڅې کړي او کوي يې.

په لومړي ګام کې د شين اسمان د ساتلو لپاره یو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيول شول. په التاي ښار کې په ډله ييزه توګه د مرکز ګرمۍ د برابرولو او د ککړتياوو د له منځه وړلو تجهيزات پوره جوړ او په کار يې وغورځول شول، په دې اثر د دې ښار د ګازو او ککړو توکيو د ايستلو اندازه له معيار سره برابره ده. د څارنې انلاين سيسټم يې هم جوړ شوی او د چاپېريال ساتنې ځايي اداره ورته لاس رسی لري. د چاپېريال ساتنې په اړه د موټرونو د څارنې کارونه هم تنظيم شوي او له مقرراتو څخه د سرغړونې کړو وړو ته سخته سزا ورکول کېږي. د دې سيمې په ښارونو او غرونو کې د ونو او وښو د کرلو کارونه هم پياوړي شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې په التاي سيمه کې د هوا او چاپېريال کيفيت ښه ساتل شوی چې په التاي ښار کې د ښه هوا ورځو شمېر په ثابت ډول ساتل شوی دی.

دوهم ګام کې د ککړو اوبو د له منځه وړلو لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه هم ونيول شول او د څښاک اوبه يې خوندي او پاکې وساتلې شوې. د چاپېريال ساتنې ادارې د مالدارۍ چارو له څانګو سره يې همکارۍ وکړې او د کورني څارويو او مرغانو د ساتنو د ممنوعيت سيمې د ټاکنې کارونه يې چټک کړل او له قانون سره سم يې ځينې ساتونکې سيمې وتړلې او يا يې حيوانات نورو ځايونو ته انتقال کړل. برسيره پر دې، د التاي سيمې حکومت د تيلو ورکولو په ۳۰ مرکزونو کې ځمکې ته د تيلو د نفوذ مخنیوي لپاره ۳۳ مليونه يوانه لګولي دي. تېر کال حکومت د څښاک اوبو په ۷ سرچينو کې د اوبو معیاري کيفیت د ساتلو انډول په سلو کې سل ساتلی دی.

درېیم، د خاورې ککړتيا د مخنيوي او له منځه وړلو عملي پلان پوره تطبيق شوی تر څو د خاورې د چاپېريال خونديتوب وساتل شي. د سيمې حکومت د خاورې ککړتيا د مخنيوي او ادارې کاري پلان ټاکلی او تطبيق کړی يې دی. يو لړ اړوندې پروژې يې هم ترسره کړي چې له مخې يې د خاورې ککړتيا څارنه يې پياوړې کړې ده.

د التاي سيمې د سيلانيزې ادارې د ګوندي کمېټې مشر ګوه وې هوې وويل، ښه ايکولوژيکي چاپېريال نه يوازې د بېلا بېلو قومونو وګړيو د نيکمرغۍ احساسات زيات کړي او ډېر سيلانيان يې راجلب کړي، بلکې د ټولنې په منځ کې يې د ايکولوژيکې تمدن د ساتلو نظريې هم خپرې کړې دي. پاک چاپېريال او ښکلې منظرې نه يوازې د التاي تر ټولو لويه وړتيا ده، بلکې د ټول شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړيو تلپاتی ميراث هم دی.

د تېرو کلونو په پرتله اوس شينجيانګ کې اسمان لا شين ځليږي، د ټول شينجيانګ په ۱۴ ناحيو او لويو ښارونو کې د PM10 په نوم د چاپېريال د ککړتيا سبب کېدونکي اجزا د ۲۰۱۳ کال په نسبت ۱۵.۸ سلنه ټيټ شوی. د ځنګلونو پراخوالی يې په پر له پسې توګه زيات شوی چې تېر کال د ۲۱ لکو هکتارو په پراخوالي نوي ځنګلونه پکې کرل شوي چې په شينجيانګ کې د ځنګلونو د پوښلو اندازه له ۴.۲۴ سلنې څخه ۴.۸۷ سلنې ته لوړه شوې ده. برسيره پر دې، اوبه يې لا پاکې شوې دي، په شينجيانګ کې د درې زره څلور سوه يو اتيا سيندونو د ادارې دندې په څرګنده توګه تاييد شوې او د بېلا بېلو کچو مسئولان يې هم ټاکل شوي دي. د دې سيمې د اوبو د پاکوالي اندازه تر لوړې کچې یعنې د دريو کچو لرونکو پاکو اوبو اندازه د ۲۰۱۳ کال له ۹۴.۸ سلنې څخه د ۲۰۱۷ کال ۹۸.۲ سلنې ته لوړه شوې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای