CRI Online

د کشغر زوړ ښار ته سفر

cri     (GMT+08:00) 2018-08-18 21:15:19

د کشغر زوړ ښار ته سفر


ايتالوی نجلۍ لالا هيڅکله دا فکر نه کولو چې د کشغر په زاړه ښار کې له يوه سپين ږيري کاکا سره يو ځای د لوښو جوړولو فن زده کوي چې دغه فعاليت د کشغر زاړه ښار ته د دې د سفر لومړۍ دنده وه .

د انار تخم په نوم سيلانيز پلان چې سږ کال په دوبي کې له شينجيانګ سره د شن جن ښار د مرستندويه ادارې او د کشغر ښاروالۍ لخوا پيل شو، ډير کورني او بهرني سيلانيان له ځايي کلالانو، ميسګرانو، حکاکانو او نورو لاسي صنعتګرانو څخه د فني مهارتونو د زده کولو لپاره کشغر ته تللي دي، دغه راز دوی له ځايي وګړو سره يو ځای له ويغوري سندرو او نڅاوو څخه خوند اخيستی او ډوډۍ يې پخه کړي او چای يې څښلی دی. سربيره پر دې، دوي حتی د ځايي وګړو په کورونو کې ډوډۍ خوړلې ده.

د لالا استاذ تورسن جونو نوميږي او د دولت په درجه د نامادي کولتوري ميراث شپږم نسل وارث دی او ډير شهرت لري . نن ورځ خاورين لوښي د کشغريانو په ژوند کې لازم توکی نه دی . د ده لخوا جوړ شوي خاورين لوښي عموماً د تحفې په توګه پر سيلانيانو خرڅيږی.

تورسن جونو خبريال ته وويل، د ده دنده دا ده چې د لوښې جوړولو فن سيلانيانو ته ورزده کوي او جوړ شوي لوښي به بيا جوړونکو ته وليږي . سيلانيان هم کولي شي چې د ده له دوکان څخه د سفر يادونې په توګه لوي په مناسبه بيه واخلي. ده وايي چې د يو ځل زده کولو څخه د سيلانۍ شرکت ما ته پنځوس يوانه ګټه راکوي چې دغه عايد د پخوا په پرتله هره مياشت دوه زره يوانه زيات دی .

د انار تخم په نوم پلان جوړونکي وانګ جن وويل چې دغه ډول سيلانيز پروګرام ډير سيلانيان راجلبوي، سيلانيان نه يوازی د کشغر وګړو په کار او ژوند کې شريکولی شي ، بلکې د ځايي وګړو عايد هم زياتولی شي .

د ده په وينا د کشغر په زاړه ښار کې اوه ويشت کورنۍ او دوکانونه په دغه پلان کې برخه لري چې هره کورنۍ په يوه مياشت کې نژدې شل تنه سيلانيان مني .

غرمې ته نژدې لالا هغه ميسی بنګړی او د لرګيو لوښی چې پخپله يې جوړ کړی، له نورو سيلانيانو سره د اتوش په نوم کوڅه کې د يوه اوسيدونکي کور ته تللې څو د اويغور قوم دوديزه ډوډۍ وخوري. کوربه بايد د ټاکلي پلان له مخې خوندور خوراکونه تيار کړي. يوه اويغوري ښځه چې عزم ګلي نوميږي او د سيلانيانو لخوا د اش خور په نوم ياديږي، د اش په پخلي کې ښه شهرت لري. هغه د سيلانيانو د پذيرايي په وخت کې پر خوندور اش سربيره، ډول ډول تازه ميوې، وچې ميوې ، ماستي او کيکونه هم تياروي



.


ښاغلي وانګ جن وويل چې سيلانيان کولي شي چې هغه کور يا دوکان ته لاړ شي چې د دروازې په اړخ داسې نښه ځوړنده ده چې له ياد پلان سره همکارۍ کوي .

د کشغر د سيلانۍ ادارې مرستيال دن جه يونګ وويل چې د کشغر زاړه ښار له بيارغونې وروسته نور يو زرو شپږ سوه دوکانونه پرانيستل شوي دي چې له امله يې نژدې پنځوس زره تنه ځايي وګړي استخدام شوي دي . د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې کشغر يو مليون پنځه لکه اويا زره تنه کورني او بهرني سيلانيان منلي دي چې دغه شمير د تېر کال د همدې مودې په نسبت نژدې په سلو کې نيمه برخه زيات و .

.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای